INTRODUCTION

2 John Introduction

پېژندګلو

د يوحنا دوېم خط هم لکه د يوحنا د اول خط په شان د هغه دروغژنو تعليماتو خلاف ليکلے شوے دے او د هغوئ په حقله يې خبردارے ورکړے دے. په دې خط کښې په مسيحى مېلمستيا تاکيد شوے دے. دروغژنو اُستاذانو به په مسيحيانو رحم کولو چې په جماعت کښې خپل ناجائزه اثر او رسوخ پېدا کړى. د يوحنا په دوېم خط کښې د داسې خلقو په حقله ليکلے شوى دى او دا خبردارے ورکړے شوے دے چې خپل کورونه د ايمان تباه کوونکو او دې دروغژنو ته مۀ کولاووئ. د اول يوحنا خط بنيادى تاکيد د حقيقت، مينې، او تابعدارۍ په حقله دے او ورسره په دې خبره هم زور راوړے شوے دے چې مسيحى مېلمستيا څۀ ته وائى. پولوس رسول په دې خبره تاکيد کوى چې ايمانداران دې په ايمان کښې يو وى او چې په خپله عقيده کښې به په ژوند کښې يووالے لرى او د هم دې په بنياد به يو مضبوط جماعت تيار کړى. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۶ آيت ”او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ.“