INTRODUCTION

1 John Introduction

پېژندګلو

د آسيه په صوبه کښې جماعتونو ته درې خطونه وليکلے شُو يعنې په هغه ځائ کښې چې نن سبا تُرکى بللے شى. دا خطونه د دې دپاره ليکلے شوى وُو چې ايماندارانو له حوصله ورکړى او په خپل ايمان کښې مضبوط پاتې شى. نن سبا مونږ ته دا کارونه ډېر ښۀ څرګند دى او هم په دې خبره تاکيد کوى چې کامله عقيده، عمل او مينه په کار ده. نو کله چې دا ټول بنيادى کارونه په مونږ کښې د رښتينى ايمان سره موجود وى نو بيا به مونږ مقدس ژوند حاصل کړُو او دا به زمونږ د خلاصون ضمانت وى. نو زمونږ يقين او باور به په هغه وخت کښې په دې خبرو پوره پوخ شى. نو چې کله مونږ بې‌لالچه په حضرت عيسىٰ مسيح کښې لکه د وروڼو او خوېندو يو بل سره مينه کوُو نو د خپل قوم او مال دولت او ذاتى ګټى پسې نۀ ګرځو. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۹ آيت ”خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.“