پېژندګلو
پولوس رسول دا خط د فيليپيانو جماعت ته د شکريى په طور ليکلے وو د هغه تحفې دپاره کومه چې هغوئ پولوس رسول ته لېږلې وه، کله چې هغه په روم کښې په قېد کښې وو. د هغوئ د تحفې د شکريى نه پس پولوس رسول هغوئ ته فرمائى چې د هغۀ په دې مشکلو حالاتو کښې هم هغۀ د زيرى د پېغام رسولو خدمت وکړو. په دې کِتاب کښې پولوس رسول دا تعليم ورکوى چې په ايماندارانو به سخت تکليفونه راځى، خو هغوئ به بيا هم خوشحالى کوى، د خوشحاله ژوندون بنياد دعا ده. ايمانداران په خپلو کښې د ښۀ تعلق ساتلو په وجه خوشحالى کولے شى، کۀ څۀ هم چې د مختلفو قومونو او مقامونو مالِکان هم وى خو چې په شريکه د زيرى خدمت کوى. پولوس رسول فرمائى چې عاجزى د حضرت عيسىٰ مسيح د منونکو دپاره ډېره ضرورى ده. او د هغوئ عاجزى دې د حضرت عيسىٰ مسيح هغه عاجزۍ تصوير څرګند کړى چې هغۀ آسمان پرېښودو او انسان جوړ شو، او هغۀ ډېر شرم برداشت کړو کله چې هغه لکه د يو غل په شان د روميانو په سولۍ باندې ووژلے شو. پولوس رسول خپلو لوستونکو ته منت کوى چې په هر حالت کښې شُکر ګزارى کوئ او خپل حاجتونه په دُعا کښې خُدائ پاک ته پېش کوئ. په دې طريقه ژوند تېرولو سره په ژوند کښې حقيقى امن راځى. د حفظ کولو دپاره ۴:_۶ آيت ”د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ.“