INTRODUCTION

Ephesians Introduction

پېژندګلو

دا خط پولوس رسول د اِفِسوس په ګېرچاپېره علاقو کښې هغه نوؤ جماعتونو ته وليکلو کوم چې هغۀ په اعمال د رسولانو ۱۹ باب کښې شروع کړى وُو. د دې کِتاب بنيادى پېغام دا دے چې ټول خلق په روحانى توګه مړۀ شوى دى، خو بيا واپس راژوندى کېدے شى کله چې د ايمان په وسيله په فضل سره خلاصون حاصل کړى. په دې کښې هغه جماعت ته د دې خبرې تشريح کوى چې د خُدائ پاک ابدى منصوبه د يهوديانو او غېر‌يهوديانو دپاره څنګه يو شان ده. دا د خُدائ پاک يو راز دے چې د مودو پورې پټ وو خو اوس په حضرت عيسىٰ مسيح کښې څرګند شو. په دې کِتاب کښې هغه تعليم ورکوى چې خُدائ پاک څنګه د خپل تعليم په وجه خپلو خلقو له روحانى برکت ورکوى کوم چې د حضرت عيسىٰ مسيح نه راځى. په اولنى درېو بابونو کښې د دې ذکر دے چې ايماندارانو له په څۀ باندې ايمان ساتل پکار دى، او په آخرى درېو بابونو کښې د دې تشريح ده چې د خُدائ پاک فضل څنګه په جماعت کښې، په خلقو کښې او په کورَنو کښې راتلے شى. د حفظ کولو دپاره ۲:_۸ آيت ”ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.“