پېژندګلو
پولوس رسول دا خط د روميانو جماعت ته وليکلو چې يهوديان او غېر يهوديان ايمانداران په زيرى کښې متحد کړى. د غېريهوديانو د زړونو دپاسه شريعت درج دے نو هغوئ سره خو بله بهانه نشته، او يهوديانو سره شريعت شته خو عمل پرې نۀ کوى. د دې کِتاب اصلى مقصد دا دے چې ټول انسانان ګناهګاران دى او د ګناه نه ورته د خلاصون ضرورت دے، او کۀ څۀ هم چې شريعت ښۀ او پاک دے خو صرف حضرت عيسىٰ ګناه اخوا کولے شى او په ګناه زورَور دے. د حضرت عيسىٰ په سولۍ د مرګ فديه صرف د خُدائ پاک د خلاصون د منصوبې مرکزى کردار ادا کولے شى، او صرف د هغۀ قربانى مونږ د خُدائ پاک سره د صحيح تعلق لرلو جوګه جوړولے شى. په دې کِتاب کښې پولوس رسول په دې خبره رڼا اچوى چې د خُدائ پاک د فضل په وجه دې ايمانداران په اخلاقى لحاظ سره پاک وى، خپلو ګاونډيانو سره دې مينه کوى، د يو ښۀ شهرى په حيث دې ژوند کوى، او نورو ايماندارانو ته دې د جماعت په شراکت او عبادت کولو کښې پوره هرکلے وائى. د حفظ کولو دپاره ۱۰:_۹ آيت ”کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې.“