INTRODUCTION

Malachi Introduction

پېژندګلو

خُدائ پاک به وفادار وى باوجود د دې کۀ د هغۀ خلق وفا هم ونۀ کړى. خُدائ پاک خپله وعده ساتى خو په بدل کښې د خپلو منونکو نه د تابعدارۍ توقع ساتى. خُدائ پاک بنى اِسرائيل ملامته کړل ځکه چې د هغوئ ايمان کمزورے وو او دا خيال يې کولو چې اوس به خُدائ پاک خپل لوظ پوره کړى. هغوئ د خُدائ پاک نه لرى شول خو بيا يې هم د برکت اميد ساتلو. خُدائ پاک اِنصاف له اهميت ورکوى. هغه به نافرمانۍ له سزا ورکړى او بدعمله به تباه کړى. د ملاکى په کِتاب کښې خُدائ پاک خبردارے ورکوى چې د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده کله به چې لوئ حساب کِتاب رامخى ته شى. توبې او بدلون سره بحالى راځى. خُدائ پاک همېشه خپلو خلقو ته په واپس راتلو هرکلے وائى. د خُدائ پاک لوئ خواهش دا وى چې هغوئ له برکت ورکړى څوک چې د هغۀ لارې ته راواپس شى. اګر چې د حضرت حجى او حضرت زکرياه د وينا په اثر کښې هغوئ د خُدائ پاک کور جوړول مکمل کړل خو څنګه چې د ډېرو خلقو تمنا وه هغه شان د مسيح راتګ ونۀ شو. چې کله حضرت زکرياه د توبې دعوت ورکولو نو په شروع کښې د هغۀ جوش او جذبه ډېره زياته وه خو وروستو دا سړه شوه نو ځکه خُدائ پاک د خپل لوظ برکتونه بحال نۀ کړل. لږ وخت وروستو حضرت ملاکى دا پېغام راوړو او خلقو ته يې د توبې دعوت ورکړو او ورته يې وفرمائيل چې، اِمامت، چې اوس لالچى شوے دے، عبادت چې اوس ترې دُنياوى کاروبار جوړ شوے دے، طلاق چې اوس عام شوے دے، عام اولسى اِنصاف چې اوس نظرانداز کيږى، او لسمه حِصه، چې اوس نۀ ورکولے کيږى. ”ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟“ خُدائ پاک د حضرت ملاکى په وسيله دا تپوس وکړو، او وعده يې وکړه چې زۀ به درته ”د آسمان دروازې خلاصې کړم.“ دا لوظ هغوئ سره دے څوک چې خپله لسمه حِصه ورکوى. حضرت ملاکى د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکونکى او عيسىٰ مسيح دواړو د راتلو په حقله پېشګوئې وکړه او وى فرمائيل چې دواړه به د خُدائ پاک پېغام راوړونکى وى. د ملاکى کِتاب د زړې عهد نامې آخرى کِتاب دے. ملاکى د مسيح د راتلو او د هغۀ د عدل او اِنصاف بادشاهۍ په حقله په واضحه توګه پېشګويانې کړې دى. څلور سوه او شل کاله وروسته به دا ټولې پېشګويانې د اِنجيل شريف په وويشتم کِتاب کښې سر ته ورسيږى. د حفظ کولو دپاره ۴:_۲ آيت ”څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى.“