INTRODUCTION

Daniel Introduction

پېژندګلو

د دانيال کِتاب بنيادى موضوع د خُدائ پاک د قدرت ده. هر قسمه حالات د هغۀ په قابو کښې دى. د دې نه علاوه مونږ په دې کِتاب کښې دا مطالعه کوُو چې خُدائ پاک خپلو منونکو سره وفادار دے. باوجود د آزمېښت او دباؤ، ايماندارانو له پکار دى چې په خپلو دُنياوى کارونو کښې هم د خُدائ پاک سره وفادار پاتې شى. مونږ له هيڅکله په خپلې مجبورۍ کښې د خُدائ پاک شريعت او قانون ماتول نۀ دى پکار. لکه د دانيال په شان مونږ له هم په هر قسمه مشکله وخت او حالاتو کښې په خُدائ پاک بهروسه پکار ده او هغه به مونږ له د عزت او د درناوى مقام راکړى. حضرت دانيال نبى مونږ ته د قېد په دوو مختلفو واقعو کښې يوه نمونه ښائى چې خُدائ پاک څنګه خپلې وعدې رښتينې ثابتې کړې. حضرت دانيال بابل ته په جلاوطنۍ کښې د نورو ځوانانو سره غوره کړے شو چې د نبوکدنضر بادشاه په دربار کښې خِدمتګار شى. بيا چې کله فارس بابل فتح کړو نو يو ځل بيا حضرت دانيال له يو اوچت مقام ورکړے شو. او هغه د جلاوطنۍ په دور کښې په دې دواړو حالاتو کښې خُدائ پاک سره وفادار پاتې شو. خُدائ پاک دانيال نبى د ازمرو نه بچ کړو او د اور په بټۍ کښې يې بچ وساتلو ځکه چې هغه تر آخره د خُدائ پاک سره وفادار پاتې شو او د بل کوم څيز عبادت يې ونۀ کړو. او په دې کِتاب کښې يو بل مقصد هم شته او هغه دا چې، د حضرت دانيال نبى دا پېغام په راروان وخت کښې د حضرت عيسىٰ مسيح د عدالت او خلاصون په حقله يوه رويا هم وى. د حضرت دانيال نبى پېشګويانې په اِنجيل شريف کښې هم راغلې دى او خاص کر مونږ يې د يوحنا د رويا په کِتاب کښې مطالعه کولے شُو. د حفظ کولو دپاره ۱۲:_۲ آيت ”نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅيږى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.“