INTRODUCTION

Esther Introduction

پېژندګلو

د اِستَر په کِتاب کښې د يوې ښائسته يهودى جينۍ قيصه ده چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې د خُدائ پاک خِدمت وکړى او خپل خلق بچ کړى. مالِک خُدائ اِستَر راوچته کړه چې د هغۀ خلق آزاد کړى لکه څنګه چې هغۀ حضرت موسىٰ، حضرت يشوَع، حضرت يوسف او نور داسې ډيرې هستۍ راوچتې کړې وې چې د هغۀ خلق د بربادۍ نه بچ کړى. د اِستَر په کِتاب کښې خُدائ پاک د دې ټولې واقعې درج کړى دى. اِستَر د جلاوطنو په مينځ کښې په فارس کښې اوسېده او د حضرت عيسىٰ مسيح نه څلور سوه اتيا کاله وړاندې د بادشاه مَلِکه جوړه شوه. همان چې په فارس کښې آفسر وو هغۀ غوښتل چې د يهوديانو اقليت برباد کړى خو خُدائ پاک اِستَر د هم داسې وخت دپاره غوره کړې وه چې د هغۀ لوظ کړے شوى خلق بچ کړى. په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې د خُدائ پاک قادر لاس د خپلو خلقو حفاظت کوى او دا موضوع څرګندوى چې هر څۀ د هغۀ په قابو کښې دى. د حفظ کولو دپاره ۴‏:_۱۴ آيت ”د دې نه څوک خبر دى کېدے شى چې تۀ هم د دې وخت دپاره مَلِکه جوړه شوې يې.“