INTRODUCTION

Judges Introduction

پېژندګلو

د قاضيانو په کِتاب کښې د بنى اِسرائيلو د ګناه او د هغې د يروونکو نتيجو په حقله ذکر شوے دے. د حضرت يشوَع نه پس، ډېرو مشرانو کوشش وکړو چې د بنى اِسرائيلو رهنمائى وکړى، خو خلق د مالِک خُدائ نه واوړېدل او د نورو معبودانو عبادت يې شروع کړو. په هغه زمانه کښې هر چا به د خپلې خوښې کارونه کول او د خُدائ پاک مرضى به يې نۀ کول. په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې خلق بار بار ګناه کوى او خُدائ پاک د هغوئ خلاف قومونه راوچتوى او سزا ورکوى او بيا د هغوئ د دُعاګانو په جواب کښې خُدائ پاک يو قاضى راوچت کړى چې هغوئ آزاد کړى. د قاضيانو دا کِتاب يوه ښۀ يادګيرنه ده چې خُدائ پاک ګناه له سزا ورکوى خو تل هغوئ معاف کوى څوک چې توبه کوى. د حفظ کولو دپاره ۶‏:_۱۰ آيت ”ما تاسو ته وفرمائيل چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به د اموريانو معبودانو عبادت نۀ کوئ…“