د دينه بېعزتى کېدل
۱يوه ورځ، د يعقوب او لِياه لور دينه، د کنعانۍ ښځو سره مِلاوېدو دپاره ووتله. ۲همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بېعزتى يې وکړه. ۳خو د يعقوب لور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو او هغه په هغې مئين شو او هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړې. ۴نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“ ۵يعقوب خبر شو چې د هغۀ د لور بېعزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل. ۶د شِکم پلار همور ووتلو چې د يعقوب سره د دې مسئلې په حقله خبرې وکړى، ۷نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو. ۸همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى. ۹زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ. ۱۰نو تاسو دلته زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا مُلک ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ او خپل جائيدادونه جوړ کړئ.“ ۱۱بيا شِکم د دينه پلار او وروڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم. ۱۲ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“ ۱۳شِکم د هغوئ د خور دينه بېعزتى کړې وه، نو ځکه د يعقوب زامنو شِکم او د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو. ۱۴دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى. ۱۵مونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمونږ په شان شئ او تاسو ټول نران سنت کړئ. ۱۶بيا به مونږ تاسو له خپلې لوڼه درکړُو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو له وکړُو. مونږ به ستاسو سره اوسيږو او يو قوم به شُو. ۱۷کۀ تاسو ته زمونږ شرطونه منظور نۀ وى او سنت نۀ شئ، نو مونږ به خپله خور بوځُو او لاړ به شُو.“ ۱۸د همور او د هغۀ د زوئ شِکم دا خبرې خوښې شوې، ۱۹او هغه ځوان په دې کار کولو کښې سستى ونۀ کړه، ځکه چې هغه د يعقوب په لور مئين وو. هغه د پلار په خاندان کښې د ټولو نه عزتمند سړے وو. ۲۰همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې، ۲۱”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمونږ سره په دې مُلک کښې اوسيږى او کاروبار دې کوى. دا مُلک د دوئ دپاره هم ښۀ لوئ دے. مونږ به د دوئ لوڼه وکړُو او خپلې لوڼه به دوئ له ورکړُو. ۲۲خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمونږ سره اوسيږى او يو قوم به شُو چې مونږ خپل ټول نران سنت کړُو، لکه چې دوئ هم سنت شوى دى. ۲۳د دوئ ټول څاروى او د نور هر څۀ دې زمونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمونږ سره اوسيږى.“ ۲۴د ښار ټول خلق د همور او شِکم په خبره باندې راضى شول او ټول نران سنت شول. ۲۵په درېمه ورځ چې د سنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقوب دوو زامنو، د دينه سکه وروڼو، شمعون او ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل او ټول سړى يې ووژل. ۲۶دوئ همور او د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله او لاړل. ۲۷د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بېعزتۍ بدل واخلى. ۲۸دوئ رَمې څاروى، خرۀ او په ښار او پټو کښې چې څۀ هم وُو هغه يې يوړل. ۲۹دوئ مال دولت يوړو، ټولې ښځې او ماشومان يې ونيول او د کورونو نه يې هر څۀ لوټ کړل. ۳۰يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“ ۳۱خو هغوئ ووئيل، ”مونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلوک وشى.“