د حضرت يعقوب او د حضرت عِيسو مِلاوېدل
۱چې يعقوب څنګه خپل مُلک ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرښتې ورسره مِلاو شوې. ۲چې هغه يې وليدلې، نو وې فرمائيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نوم کېښودو. ۳يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل. ۴هغۀ ورته ووئيل چې، ”زما نېک عِيسو ته دا پېغام ورسوئ، زۀ ستا تابعدار خِدمتګار يعقوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مسافر په شان دېره يم، ۵زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ او نوکران لرم. نېکه، زۀ تا له خبر درلېږم، د دې دپاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ ۶کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“ ۷يعقوب سخت ويرېدو او پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کوم خلق او رَمې، غواګانې او اوښان وُو هغه يې په دوو ډلو کښې تقسيم کړل. ۸د هغۀ خيال دا وو، ”کۀ عِيسو راشى او هغه وړومبۍ ډله ختمه کړى نو هغه بله ډله چې کومه پاتې وى هغه به وتښتى.“ ۹بيا يعقوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه او زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه، زما سوال واوره، مالِکه خُدايه. تا ما ته ووئيل چې خپل مُلک او خپلو خپلوانو له لاړ شه او تۀ به زما دپاره هر څۀ سم کړې. ۱۰تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى. ۱۱زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى. ۱۲هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“ ۱۳-۱۵هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عِيسو دپاره دا تُحفې خوښې کړې، دوه سوه چېلۍ او شل چېلى، دوه سوه ګډې او شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې او لس غوَيى، شل خرې او لس خرۀ. ۱۶هغۀ دا په مختلفو ډلو کښې تقسيم کړل او د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ او د مخکښې قبيلې او ورپسې راروانې قبيلې په مينځ کښې فاصله وساتئ.“ ۱۷هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عِيسو چې درسره ملاويږى او تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟ ۱۸نو ته ورته وايه چې دا ستا د خِدمتګار يعقوب دى. هغه دا خپل نېک عِيسو له په تُحفه کښې لېږى. او يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ ۱۹هغۀ دوېم او درېم له هم دغه شان حُکم ورکړو او هغه ټولو له چې کوم د ډلو مشران وُو، ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عِيسو سره مِلاوېږئ. ۲۰تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“ ۲۱هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.
د حضرت يعقوب په فنواېل کښې کُشتى کول
۲۲هم په هغه شپه يعقوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې او خپل يوولس زامن روان کړل او د يبوق د سيند نه په ګودر يعنې هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمې وې. ۲۳هغۀ هغوئ روان کړل او پورې يې ويستل، د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې هم بلې غاړې ته ولېږل، ۲۴خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو او د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه. ۲۵چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقوب په پتُون ووهلو او پتُون يې د بند نه ووتلو. ۲۶هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“ ۲۷هغه سړى ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ نوم دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”يعقوب.“ ۲۸هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“ ۲۹يعقوب ورته وفرمائيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقوب له برکت ورکړو. ۳۰يعقوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے او بيا هم لا ژوندے پاتې يم.“ نو په هغه ځائ يې فنواېل نوم کېښودو. ۳۱نمر راختلو چې يعقوب د فنواېل نه تلو او د خپل پتُون په وجه ګډ ګډ روان وو. ۳۲تر نن ورځې پورې د بنى اِسرائيلو اولاد هغه پله نۀ خورى کومه چې د پتُون په بند پورې وى، ځکه چې د پتُون د بند هم په دې ځائ هغۀ يعقوب وهلے وو.