۱اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې. ۲سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتواېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه. ۳قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. ۴هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“ ۵نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتواېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.
د حضرت عِيسو بلې ښځې سره وادۀ کول
۶عِيسو ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقوب له برکت ورکړے وو او د ښځې لټولو دپاره يې هغه مسوپتاميه ته لېږلے دے. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو نو يعقوب له يې حُکم ورکړو چې، ”د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوې.“ ۷هغۀ ته پته ولګېده چې يعقوب د خپل پلار او مور خبره منلې ده او مسوپتاميه ته تلے دے. ۸نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى. ۹نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.
د حضرت يعقوب په بيتايل کښې خوب ليدل
۱۰يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو. ۱۱نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو. ۱۲هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده او دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرښتې په دې باندې بره ښکته، ختلې او راکوزېدلې. ۱۳او ګوره، هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم او د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا او ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کومه تۀ ملاست يې. ۱۴هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم. ۱۵ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“ ۱۶يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ ۱۷هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“ ۱۸کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى. ۱۹هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو. ۲۰بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې، ۲۱او کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې. ۲۲دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“