HISTORY

Acts 13

د برنباس او ساؤل انتخابول

۱د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل. ۲کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“ ۳نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.

په قبرص کښې د رسولانو بيان

۴هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل. ۵کله چې هغوئ سَلميس ته راورسېدل نو هغوئ د خُدائ پاک کلام د يهوديانو په عبادتخانو کښې واورولو او د هغوئ سره يوحنا هم د مددګار په توګه وو. ۶هغوئ تر پافُس پورې په ټوله جزيره کښې وګرځېدل. هلته هغوئ يو يهودى جادوګر سره مِلاو شول، چې د دروغو نبى وو او نوم يې بريسوع وو. ۷هغه د سرګيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنباس او ساؤل راوبلل ځکه چې هغۀ غوښتل چې د خُدائ پاک کلام واورى. ۸خو جادوګر چې په يونانۍ کښې ورته اِليماس وائى، د هغوئ مخالفت وکړو او دا کوشش يې کولو چې ګورنر ايمان رانۀ وړى. ۹خو ساؤل چې ورته پولوس هم وائى د روحُ القُدس نه معمور وو، اِليماس ته يې نېغ کتل، ۱۰او ورته يې ووئيل چې، ”اے د اِبليس زويه، اے د صداقت دشمنه، اے ټګه او د شرارت نه ډکه. ولې تۀ د مالِک د نېغو لارو د کږولو نه نۀ منع کيږى؟ ۱۱خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى. ۱۲کله چې ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان يې راوړو، ځکه چې هغه د مالِک په حقله د تعليم په وجه ډېر متاثره شو.

د پولوس رسول او برنباس بيان د پيسيديه په اَنطاکيه کښې

۱۳پولوس او د هغۀ ملګرى د پافُس نه په سمندرى جهاز کښې پرګې ته لاړل چې په پمفوليه کښې ده. نو يوحنا ترې جدا شو او يروشلم ته واپس لاړو. ۱۴خو د پرګې نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته لاړل. د سبت په ورځ هغوئ عبادتخانې ته لاړل او کښېناستل. ۱۵د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“ ۱۶نو پولوس راوچت شو او خلقو ته يې د چپ کېدلو اِشاره وکړه، او وې وئيل، ”اے بنى اِسرائيلو او غېر‌يهوديانو تاسو څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ نو زما خبره واورئ. ۱۷د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زمونږ پلار نيکونه منتخب کړل او کله چې لا هغوئ مهاجر وو نو د هغوئ نه يې په مِصر کښې يو لوئ قوم جوړ کړو. او هغوئ يې د مِصر د غلامۍ نه په خپل لوئ قُدرت سره را آزاد کړل. ۱۸خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو. ۱۹د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه. ۲۰او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل. ۲۱بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو. ۲۲خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“ ۲۳د دې سړى د نسل نه خُدائ پاک د خپل قول په مطابق د بنى اِسرائيلو دپاره خلاصونکے عيسىٰ راولېږلو. ۲۴يحيىٰ د عيسىٰ د راتلو نه وړاندې د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته بيان وکړو چې توبه ګار شئ او بپتسمه واخلئ. ۲۵کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“ ۲۶زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېر‌يهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے. ۲۷د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو. ۲۸سره د دې چې هغوئ سره د هغۀ د مرګ د سزا څۀ ثبوت نۀ وو خو بيا يې هم پيلاطوس ته ووئيل چې هغه قتل کړى. ۲۹کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو. ۳۰خو خُدائ پاک عيسىٰ د مړو نه بيا راژوندے کړو. ۳۱او کوم خلق چې د هغۀ سره د ګليل نه يروشلم ته راغلى وُو، هغوئ هغه تر ډېرو ورځو پورې وليدلو. هغوئ اوس زمونږ د قوم خلقو ته د هغۀ ګواهان دى. ۳۲او مونږ تاسو ته يې هغه زيرے راوړو چې خُدائ پاک زمونږ د پلار نيکونو سره وعده کړې وه. ۳۳خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ ۳۴او خُدائ پاک د هغۀ سره د مړو نه د بيا راژوندى کولو وعده وکړه او په قبر کښې خاورې کېدو ته يې پرې نۀ ښودو، او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به تاسو ته د داؤد سره وعده کړے شوى پاک او حقيقى نعمتونه درکړم.“ ۳۵بيا هغه د زبور په بل ځائ کښې داسې فرمائيلى دى چې، ”تۀ به په خپل قُدوس د خاورې کېدو ساعت رانۀ ولې.“ ۳۶ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو، ۳۷خو هغه څوک چې خُدائ پاک بيا د مړو نه ژوندے کړو هغه خاورې نۀ شو. ۳۸نو ځکه زما وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى. ۳۹او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله. ۴۰نو بيا خبردار شئ چې په تاسو کښې هغه څۀ رانۀ شى څۀ چې نبيانو وئيلى دى چې، ۴۱وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“ ۴۲کله چې پولوس او برنباس د عبادتخانې نه بهر وتل نو خلقو ورته مِنت زارى وکړه چې په راتلونکى سبت مونږ ته بيا د دې موضوع په حقله خبرې وکړئ. ۴۳نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ. ۴۴په بل سبت تقريباً د ښار ټول خلق د مالِک خُدائ کلام اورېدو ته راغونډ شول. ۴۵خو چې يهوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ د ډېر حسد نه اور واخستو او د پولوس د خبرو مخالفت يې وکړو او وې کنځلو. ۴۶بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو. ۴۷ځکه چې مالِک مونږ ته دا حُکم راکړے دے چې، زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“ ۴۸کله چې غېر‌يهوديانو دا واورېدل نو ډېر خوشحاله شول او د مالِک د کلام دپاره شُکر ګزار شول او هغوئ څوک چې د تل عُمرى ژوندون دپاره غوره شوى وُو، ايمان يې راوړو. ۴۹نو په هغه ټول مُلک کښې د مالِک خُدائ کلام خور شو. ۵۰خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل. ۵۱نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل. ۵۲او مريدان د خوشحالۍ او روحُ القُدس نه معمور وُو.