دوه اويا مريدان لېږل
۱د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه. ۲هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”فصل ډېر دے خو مزدوران لږ دى. د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې د خپل فصل دپاره مزدوران راولېږى. ۳په خپله لاره ځئ او ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. ۴د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ. ۵هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى. ۶کۀ چرې هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به د هغۀ دپاره وى، او کۀ نۀ وى نو هغه به تاسو ته راواپس شى. ۷هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ. ۸هر کله چې تاسو يوې ښاريې ته ورننوځئ او هغوئ تاسو ته هرکلے ووائى نو کوم خوراک چې تاسو ته درکړى، هغه وخورئ. ۹هلته بيماران روغ کړئ او هغوئ ته ووايئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. ۱۰خو چې تاسو يو ښار ته ننوځئ او هغوئ تاسو قبول نۀ کړى نو د دې کوڅو ته بهر ووځئ او ووايئ، ۱۱ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده. ۱۲زۀ تاسو ته دا وايم چې د قيامت په ورځ به د سدوم حال د دغه ښار نه زيات د زغملو وى.
په ناتوبه ګار ښار باندې افسوس
۱۳افسوس دې وى په تا اے خورازينه، افسوس دې وى په تا بيتِصيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځان نه د ټاټ جامې تاو کړې وې او په ايرو کښې به ناست وُو او توبه به يې ويستې وه. ۱۴خو د قيامت په ورځ به د صور او صيدا حالت ستاسو نه ډېر غوره وى. ۱۵او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ۱۶هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
د دوو اوياؤ مريدانو واپس راتلل
۱۷بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، ستا په نوم پيريان هم زمونږ تابعدارى کوى.“ ۱۸هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو. ۱۹ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے. ۲۰خو په دې مۀ خوشحالېږئ چې پيريان ستاسو تابعدارى کوى بلکې په دې خوشحاله شئ چې ستاسو نومونه په آسمان کښې وليکلے شول.“
د حضرت عيسىٰ خوشحالېدل
۲۱هم په دغه وخت عيسىٰ په روحُ القُدس کښې لويه خوشحالى وکړه او عيسىٰ وفرمائيل، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم ځکه چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه. ۲۲هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“ ۲۳بيا هغه خپلو مريدانو ته راوګرځېدو او ځان له يې ورته وفرمائيل، ”هغه سترګې بختورې دى چې هغه څۀ وينى چې تاسو يې وينئ. ۲۴زۀ تاسو ته وايم چې د ډېرو نبيانو او بادشاهانو دا ارمان وُو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.“
د نېک سامرى مثال
۲۵په يوه موقع يو د شرعې عالم راغلو او په عيسىٰ يې د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې څۀ وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ ۲۶عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”په شريعت کښې يې څۀ ليکلى دى؟ تۀ يې څنګه لولې؟“ ۲۷هغۀ ورته جواب ورکړو، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ او په پوره ځان او په پوره طاقت او په پوره عقل سره مينه ساتئ، او، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ ۲۸عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”هم دغه صحيح جواب دے. دغه شان کوه نو ژوندے به اوسې.“ ۲۹خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“ ۳۰عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل. ۳۱اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو. ۳۲هم دغه شان يو ليوى هغه ځائ ته راغلو او چې هغه يې وليدلو نو بل طرف ته ترې نه واوړېدو او دے هم په مخه ترې لاړو. ۳۳خو يو سامرى مسافر چې هغۀ له نزدې راغلو او چې هغه يې وليدو نو زړۀ يې پرې وسوزېدو. ۳۴هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو. ۳۵بله ورځ هغۀ دوه ديناره د خپل جيب نه راوويستل او د سرائى مالِک له يې ورکړل او ورته يې ووئيل چې د دۀ خِدمت کوه او کۀ نوره خرچه دې پرې راغله نو په واپسۍ کښې به يې درکړم. ۳۶ستاسو څۀ خيال دے چې په دې درېو واړو کښې د هغه سړى رښتينے ګاونډى څوک دے کوم چې غلو وهلے وو؟“ ۳۷هغۀ جواب ورکړو، ”هغه څوک چا چې په هغۀ رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړ شه او هم دغسې کوه لکه چې هغۀ وکړل.“
حضرت عيسىٰ دپاره د مرتا او مريم مېلمستيا
۳۸هر کله چې هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغلو چرته چې مرتا نومې يوې ښځې په خپل کور کښې مېلمه کړو. ۳۹د هغې يوه خور وه چې نوم يې مريم وو. هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو. ۴۰خو چې مرتا د ډېر کار په وجه پرېشانه وه نو هغۀ ته ورغله او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، تۀ دا خيال نۀ کوې چې زما خور زۀ خِدمت ته يواځې پرېښې يم؟ هغې ته ووايه چې راشى او زما مدد وکړى.“ ۴۱مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې. ۴۲خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“