د زميندار مِثال
۱هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو. ۲او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې کشتۍ ته وختلو او هلته کښېناستو او ټول خلق ورته د درياب په غاړه ودرېدل. ۳هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو. ۴نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو. ۵څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه. ۶خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې. ۷څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو. ۸او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش. ۹کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى هغه دې واورى.“
د مثال مقصد
۱۰مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“ ۱۱هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې. ۱۲ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى. ۱۳ځکه زۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې خبرې کوم، ځکه چې، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“ ۱۴په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه. ۱۵ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“ ۱۶خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ. ۱۷زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د ډېرو نبيانو او زبرګانو دا ارمان وو چې هغه څۀ ووينى څۀ چې تاسو وينئ خو هغوئ ونۀ ليدل، او هغه څۀ واورى چې تاسو يې اوس اورئ خو هغوئ وانۀ ورېدل.
د زميندار د مِثال تشريح
۱۸نو بيا د زميندار مِثال واورئ. ۱۹کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو. ۲۰په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى. ۲۱خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى. ۲۲په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى. ۲۳خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“
د غنمو په مينځ کښې د جمدر مِثال
۲۴عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى. ۲۵او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى. ۲۶هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى وباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى. ۲۷او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښۀ تخم کَرلے وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے. ۲۸هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟ ۲۹هغۀ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ. ۳۰پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“
د شړشم د دانې او خمبيرې مِثال
۳۱او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو. ۳۲دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“ ۳۳عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
د مِثالونو استعمال
۳۴عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولې خبرې په مِثالونو کښې وکړې او رښتيا خو دا دى چې يوه خبره يې هم بېمثاله ونۀ کړه. ۳۵دا د نبى د پېشګويۍ تصديق وو چې، ”زۀ به د خبرو شروع په مِثالونو سره وکړم، او هغه خبرې به څرګندې کړم چې د دُنيا د پېدايښت راسې پټې ساتلے شوې دى.“
د جمدر د مِثال تشريح
۳۶هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“ ۳۷هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کَرى، ۳۸پټے دا دُنيا ده، ښۀ تخم د بادشاهۍ اولاد دے او جمدر د شېطان اولاد دے. ۳۹او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى. ۴۰لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولے شى او په اور کښې سوزولے کيږى، ۴۱دغه شان په آخره کښې به اِبن آدم خپلې فرښتې ولېږى او د هغۀ د بادشاهۍ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چې سړے پرې تيندک خورى او هغه ټول خلق چې بېشرعې کارونه کوى ۴۲دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى. ۴۳او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
درې مِثالونه
۴۴د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو. ۴۵د آسمان د بادشاهۍ دا يو بل مِثال دے چې يو سوداګر د ښو ملغلرو په تلاش کښې وو. ۴۶هغۀ يوه ډېره غوره ملغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته. ۴۷بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو. ۴۸هر کله چې ډک شو نو غاړې ته يې راښکلو، نو بيا سړى ورته کښېناستل او ښۀ ماهيان يې ترې نه جدا کړل او په ټوکرو کښې يې واچول او خراب يې ترې وغورزول. ۴۹دغسې به د قيامت ورځ وى، فرښتې به ورشى او نېکان به د بدکارانو نه راجدا کړى، ۵۰او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
نوې او زړې خزانې
۵۱عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“ ۵۲بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“
د حضرت عيسىٰ په ناصرت کښې رد کېدل
۵۳څۀ وخت چې عيسىٰ د مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه د هغه ځائ نه روان شو، ۵۴او خپل ښار ته راغلو چرته چې هغۀ خلقو ته د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو. نو هغوئ حېران شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا حکمت او د معجزو طاقت يې له کومه ځايه حاصل کړے دے؟ ۵۵ولې دے د ترکاڼ زوئ نۀ دے؟ ولې د دۀ مور مريم نۀ ده او د دۀ وروڼه يعقوب، يوسف، شمعون او يهوداه نۀ دى څۀ؟ ۵۶او ولې د دۀ ټولې خوېندې دلته زمونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا حکمت دۀ چرته زده کړے دے؟“ ۵۷دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“ ۵۸هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.