د سبت په ورځ وَږى شوکول
۱په هغه وخت عيسىٰ د سبت يعنې د خالى په ورځ د فصل په يو پټى تېرېدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړلو يې لګيا شول. ۲خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“ ۳هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟ ۴هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. ۵او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو. ۶زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے. ۷کۀ چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې، ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بېګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو. ۸ځکه چې اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“
يو سړے چې لاس يې شل وو
۹بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودلو او د هغوئ عبادتخانې ته ورننوتو. ۱۰هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله. ۱۱خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”فرض کړئ چې تاسو يوه ګډه لرئ او هغه د سبت په ورځ کندې ته وغورزيږى، په تاسو کښې داسې يو کس هم شته چې هغه به د سبت په ورځ د هغې د راخېژولو کوشش نۀ کوى؟ ۱۲او بېشکه چې انسان د ګډې نه ډېر زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نېکى کول روا دى.“ ۱۳بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه لاس روغ رمټ شو. ۱۴خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
د خُدائ پاک مقرر شوے خادِم
۱۵خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل. ۱۶او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“ ۱۷دا د يشعياه نبى د دې پېشګويۍ پوره کول وُو چې، ۱۸”دا زما خادِم دے چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورے کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى. ۱۹هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى. ۲۰هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى. ۲۱د هغۀ په نوم به ټول قومونه اُميدونه ساتى.“
حضرت عيسىٰ او شېطان
۲۲بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو. ۲۳ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“ ۲۴خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ ۲۵عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څۀ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بېاتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بېاتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى. ۲۶کۀ چرې اِبليس، اِبليس شړى نو بيا خو اِبليس په خپله د ځان خلاف شو، نو د هغۀ بادشاهى څنګه پاتې کېدے شى؟ ۲۷نو کۀ چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى. ۲۸خو کۀ زۀ دا پيريان د خُدائ پاک د روح په مدد شړم نو د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده. ۲۹بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے. ۳۰څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى. ۳۱نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر داسې نشته چې د بنى آدمو بخښلے نۀ شى، سېوا د هغه کُفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولے شوے وى. ۳۲هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.
ونه او د هغې مېوه
۳۳يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ. ۳۴اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى. ۳۵ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى. ۳۶زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى. ۳۷ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“
معجزه غوښتل
۳۸ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښائې.“ ۳۹هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى. ۴۰نو لکه څنګه چې يُونس د کب په ګېډه کښې درې ورځې او درې شپې تېرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تېرې کړى. ۴۱د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے. ۴۲د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
د پيريانو واپس راتلل
۴۳هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نۀ مومى. ۴۴نو هغه بيا داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه کور ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. نو هغه چې واپس راشى نو هغه کور صرف جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيا مومى. ۴۵بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“
د حضرت عيسىٰ رښتينى رشتهدار
۴۶عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى. ۴۷په دې کښې چا هغۀ ته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ ۴۸عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”زما مور څوک ده؟ او زما وروڼه څوک دى؟“ ۴۹نو بيا هغۀ خپلو مريدانو ته اِشاره وکړه او وې فرمائيل چې، ”زما مور او زما وروڼه دا دى. ۵۰ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.“