MINOR PROPHETS

Hosea 13

د بنى اِسرائيلو سره آخرى عدالت کېدل

۱ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه. ۲اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“ ۳نو ځکه دا خلق به د سحر د دُهند په شان عارضى وى او د سحر په نمر کښې د زر ختمېدونکې پرخې په شان وى. هغوئ به د هغه بوسو په شان وى چې هوا يې د درمند نه وړى، هغوئ به د انګيټۍ د لوږى په شان وى. ۴خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته. ۵ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې. ۶خو کله چې تاسو په خېټه ښۀ ماړۀ شوئ نو تاسو مغروره شوئ او زۀ مو هېر کړم. ۷نو زۀ به اوس په تاسو باندې لکه د ازمرى په شان حمله وکړم. د پړانګ په شان به زۀ تاسو ته په لار کښې پټ ناست يم. ۸زۀ به په تاسو باندې لکه د هغه مېلو په شان حمله وکړم چې بچى ترېنه پټ کړے شوى وى او ستاسو سينه به وشلوم. لکه د ازمرى به مو لواړ تېر کړم او لکه د يو ځنګلى ځناور به مو ټوټې ټوټې کړم. ۹اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟ ۱۰اوس ستا بادشاه چرته دے چې هغه ستا ټولو ښارونو ته راشى او تا بچ کړى؟ او ستا هغه مشران چرته دى چې تا به غوښتل، او وئيل به دې چې ما له بادشاه او آفسران راکړه. ۱۱ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى. ۱۲د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى. ۱۳د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى. ۱۴زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟ هغې نه کار واخله ځکه چې زۀ به رحم نۀ کوم. ۱۵کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى. ۱۶سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.