MAJOR PROPHETS

Daniel 5

د بيلشضر مېلمستيا

۱يوه ورځ بيلشضر بادشاه يوه لويه مېلمستيا تياره کړه او د خپلو آفسرانو نه يې زر کسان راوغوښتل او د هغوئ سره يې يوځائ مے وڅښل. ۲کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى. ۳نو بيا هغوئ د سرو زرو جامونه او پيالۍ راوړې کومې چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه راوړلے شوې وې، او بادشاه او د هغۀ آفسرانو، د هغۀ ښځو او د هغۀ وينځو په هغو کښې وڅښل. ۴کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو. ۵او ناګهانه د انسان د لاس ګوتې راښکاره شوې او د شاهى محل د دېوال په پلستر باندې د شمعدان سره نزدې ليکل وکړل. کله چې هغه لاس ليکل کول نو بادشاه په خپله هغه وليدلو. ۶د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو. ۷نو بادشاه په تېزه آواز وکړو چې جادوګر، فالګر او نجوميان راوغواړئ. نو د بابل دې هوښيارو سړو ته بادشاه ووئيل چې، ”هر څوک چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او د هغې مطلب راته بيان کړى نو هغۀ ته به کاسنى چُوغه د عزت دپاره ورواغوستلے شى او د هغۀ په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به ورته درېم مقام مِلاو شى.“ ۸نو بيا د بادشاه ټول هوښياران راغلل، خو هغوئ هغه ليکل ونۀ شُو لوستلے او نۀ يې بادشاه ته دا وئيلے شُو چې د دې څۀ مطلب دے. ۹نو بيا بيلشضر بادشاه نور هم يرې واخستو او د هغۀ رنګ نور هم زېړ شو. او د هغۀ ټول آفسران هم پرېشانه شول. ۱۰خو کله چې د بادشاه مور د بادشاه او د هغۀ د مشيرانو شور شرابه واورېده، نو هغه د مېلمنو هال ته راننوتله. هغې ووئيل چې، ”اے بادشاه سلامت تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې. مۀ وارخطا کېږه، ډېر مۀ زېړېږه. ۱۱ستا په بادشاهۍ کښې يو سړے دے چې په هغۀ کښې د پاکو معبودانو روح دے. ستا د پلار په زمانه کښې په هغۀ کښې د معبودانو په شان عقل، حکمت او پوهه ښکاره شوه. نبوکدنضر بادشاه ستا پلار هغه د جادوګرو، فالګرو، نجوميانو او پېشګويانو والا مشر مقرر کړے وو. ۱۲دا سړے دانيال، چا ته چې بادشاه بيلطشضر نوم ورکړو، بې‌شانه قابليت او پوهه لرى، او هغه د خوبونو په تعبير، د مشکلو دوڼو په حل کولو او د راز په خبرو څرګندولو کښې تکړه او ماهِر دے. نو دانيال راوغواړه، هغه به درته ووائى چې د دې ليکلو مطلب څۀ دے.“

د حضرت دانيال د هغه ليکلو وضاحت کول

۱۳نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟ ۱۴ما اورېدلى دى چې په تا کښې د خُدايانو علم دے، او ستا عقل، پوهه او خاص حِکمت ډېر لوئ دے. ۱۵زما په وړاندې هوښياران او جادوګران راوستلے شوى وُو چې دا ليکلے شوى الفاظ ولولى او ما ته يې مطلب بيان کړى، خو هغوئ د دې مطلب بيان نۀ کړے شو. ۱۶خو اوس ما دا اورېدلى دى چې تۀ تعبير ورکولے شې او مشکلې مسئلې حل کولے شې. کۀ تۀ دا ليکل لوستلے شې او ما ته د دې مطلب بيانولے شې، نو ستا د عزت دپاره به تا ته کاسنى شاهى چُوغه درواغوستلے شى او ستا په غاړه کښې به د سرو زرو هار واچولے شى، او په بادشاهۍ کښې به درته درېم لوئ مقام درکړے شى.“ ۱۷نو دانيال بادشاه ته جواب ورکړو، ”قربان تحفې دې بل چا له ورکړه او يا يې ځان سره کړه. خو بيا به هم زۀ دا ليکل بادشاه ته ولولم او هغۀ ته به يې مطلب بيان کړم. ۱۸اے بادشاه سلامت، خُدائ تعالىٰ ستا پلار نبوکدنضر ته بادشاهت، لويوالے، جلال او شان و شوکت ورکړى وُو. ۱۹هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو. ۲۰خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو. ۲۱هغه د بنيادمو د مينځ نه وشړلے شو او هغۀ ته د ځناورو عقل ورکړے شو، او هغه د ځنګلى خرو سره اوسېدو. هغۀ لکه د څاروى په شان ګياه وخوړه، او د هغۀ بدن د آسمان په پرخه باندې تر شو، ترڅو چې هغۀ دا وپېژندل چې خُدائ تعالىٰ د بنيادمو په بادشاهت باندې اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى. ۲۲خو تا د هغۀ زويه بيلشضره، خپل ځان د هغۀ په وړاندې عاجز نۀ کړے شو، باوجود د دې چې تۀ په دې هر څۀ باندې خبر وې. ۲۳بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى. ۲۴نو په دې وجه خُدائ پاک لاس راولېږلو کوم چې دا پېغام وليکلو. ۲۵دا هغه پېغام دے کوم چې ليکلے شوے وو، منې، منې تقيل، فرسين. ۲۶د دې الفاظو مطلب دا دے. منې، د دې مطلب دے شمېر، خُدائ پاک ستا د بادشاهۍ ورځې شمېرلې دى او هغه يې ختمې کړې دى. ۲۷تقيل، مطلب دے وزن، تۀ په تله باندې وتللے شوې او په وزن ډېر سپک وختلې. ۲۸د فرسين، معنىٰ دا ده چې تقسيم، ستا بادشاهى تقسيم شوې ده او هغه ميديانو او فارسيانو ته ورکړے شوې ده.“ ۲۹نو بيا د بيلشضر په حکم، دانيال ته کاسنى رنګ چُوغه ورواغوستلے شوه، د هغۀ په غاړه کښې يې د سرو زرو هار ورواچولو، او په بادشاهۍ کښې هغه د درېم اوچت مقام په توګه اعلان کړے شو. ۳۰نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو، ۳۱داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.