East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 31

په خدای باندې د توکل کولو دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!

مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته

ته عادل یې ماته راکړه نجات

۲ونیسه غوږ ماته واوره زما دعا

زر شه ماته نجات راکړه

زما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړې

ته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې

۳ته زما کلا او پناه ځای یې ته

ته د خپل نوم په خاطر وکړه هدایت او لارښوونه راته

۴ما له هغه دامه وساته چې دوی دی راته ایښی

ځکه ته مې پناه ځای یې

۵زه خپل روح سپارمه تاته

ما به وژغورې څښتنه

وفادار یې ته ای خدایه

۶له هغو خلکو څخه کرکه کوم

چې عبادت کړي د بتانو بې ارزښتو

خو زه په تا باندې توکل کومه

۷زه به خوشحاله یم خوښي به کوم ستا په تلپاتې مینه

ځکه چې تا زما درد ولیدلو

او د تکلیف نه مې خبر شولې

۸زه دې ورنه کړم په لاس د دښمنانو

خوندي ځای ته دې زه بوتلم

۹رحم وکړه په ما باندې ای څښتنه

ځکه یمه په تکلیف کې

زما سترګې ستړې شوې له ژړا نه

زه بېخي یمه ستومانه

۱۰ژوند مې شو په غم تالا

د خفګان د لاسه عمر مې لنډ شوی

زه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوری

ان هډوکي مې له کاره دي وتلي

۱۱راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زما

په تېره بیا ګاونډیان

هغوی چې پېژني ما زړه یې چوي له ما څخه

کله چې دوی مې په کوڅه کې ویني

دوی کاندي تېښته له ما څخه

۱۲زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړي

زه په شان یم د کودي چې وي چا لېرې غورځولی

۱۳کړي ګونګوسي راپسې ډېر دښمنان اورم یې زه

له هرې خوا راباندې وېره ډېره

دوی پلانونه زما په ضد جوړوي

هم جوړوي مې د مرګي دسیسې

۱۴خو توکل زما په تا دی ای څښتنه

زه دا وایم: «ته مې خدای یې»

۱۵زما ژوند دی ستا په لاس کې

د دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړه

او له هغو نه مې خلاص کړه

چې په ما پسې دي

۱۶په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته

وژغوره ماته په خپلې تلپاتې مینې

۱۷ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شم

ځکه تاته زه فریاد کړم

بدکاران دې خجالت شي

پټه خوله دې دوی شي کوز خپلو قبرو ته

۱۸د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلې

چې مغرور او کبرجن دي

چې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې

۱۹څه عجیبه دا ښه شیان دي

چې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تا

هر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یې

څنګه ته ساتې هغوی چې غواړي پناه ستا نه

۲۰ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نه

خپل حضور کې خوندي ساتې

دوی د خپلو دښمنانو له تورونو

په ډاډمنه پناه ځای کې پټ ساتې

۲۱ثنا او صفت دې وي څښتن ته!

کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومه

څه عجیبه مینه یې وکړله له ما سره

۲۲زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوه

چې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمه

خو کله ما چې زارۍ وکړې د کومک دپاره

نو تا زما دعا قبوله کړله

۲۳ای خپل څښتن ته وفادارو خلکو

ده سره مینه وکړئ

څښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکو

خو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي

۲۴اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکو

ټول هغه چې هیله له څښتن لرئ