East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Luke 21

د یوې کونډې ښځې نذرانه

(متي ۱۲: ۴۱ - ۴۴)

۱عیسی شاوخوا وکتل او ویې لیدل چې شتمن خلک خپلې نذرانې د خدای د کور په خزانه کې اچوي، ۲او همدارنګه هغه یوه غریبه کونډه ولیدله چې خپلې دوه روپۍ یې په هغې خزانه کې واچولې. ۳عیسی وویل: «زه تاسو ته رښتیا وایم چې دې غریبې کونډې د نورو ټولو څخه زیاتې پیسې واچولې، ۴ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو دې ښځې د خپلې غریبۍ سره بیاهم هرڅه چې یې لرل واچول.»

د خدای د کور د ورانېدلو پېشګویي

(متي ۲۴: ۱ - ۲ او مرقوس ۱۳: ۱ - ۲)

۵ځینو شاګردانو د خدای د کور په هکله خبرې کولې او د هغو ښکلو تیږو او نذرانو صفتونه یې کول چې د خدای کور ورباندې ښکلی شوی ؤ. عیسی وویل: ۶«دا شیان چې تاسو یې وینئ، داسې وخت به راشي چې په دې کې به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»

د اخرې زمانې نښې

(متي ۲۴: ۳ - ۱۴ او مرقوس ۱۳: ۳ - ۱۳)

۷هغوی پوښتنه وکړه: «ای استاذه! دا هرڅه به څه وخت پېښیږي او د دې پېښو د رانژدې کېدلو نښې به څه وي؟» ۸عیسی وویل: «پام کوئ چې بې لارې نه شئ. ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ‹هغه وخت رارسېدلی دی‎.› خو د هغوی پسې مه ځئ. ۹کله چې د جنګونو او ګډوډیو په هکله کوم څه اورئ، نو مه وېرېږئ. ځکه چې لومړی به دا شیان خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې دا هرڅه به سمدلاسه پای ته ورسیږي.»

۱۰بیا یې هغوی ته وویل: «یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي، یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي. ۱۱سختې زلزلې به وشي، په ډېرو ځایونو کې به قحطي او وباګانې راشي او په اسمان کې به وېروونکې او لویې نښې راښکاره شي. ۱۲خو له دې هرڅه نه مخکې به هغوی تاسو ونیسي او وبه مو ځوروي. تاسو به د محاکمې دپاره کنیسو ته وسپارل شئ او په زندانونو کې به واچول شئ او زما د نوم په خاطر به د محاکمې دپاره پاچاهانو او والیانو ته بوتلل شئ. ۱۳دا به ستاسو دپاره د شاهدۍ ورکولو یوه موقعه وي. ۱۴په دې هکله ډېر فکر مه کوئ چې د خپلو ځانونو څخه به څنګه دفاع کوئ. ۱۵ځکه چې زه به تاسو ته د خبرو کولو حکمت درکړم چې ستاسو له دښمنانو څخه به هېڅوک ونه شي کولای ستاسو په وړاندې ودریږي او یا مخالفت وکړي. ۱۶تر دې چې ستاسو مور او پلار، ورونه، خپلوان او ملګري به ستاسو سره خیانت وکړي او ستاسو څخه به ځینې ووژل شي ۱۷او زما د نوم له امله به ټول خلک ستاسو څخه کرکه کوي. ۱۸خو ستاسو د سر یو ویښته به هم کم نه شي. ۱۹ټینګ ودرېږئ، نو تلپاتې ژوندون به وګټئ.

د اورشلیم د ورانېدلو پېشګويي

(متي ۲۴: ۱۵ - ۲۱ او مرقوس ۱۳: ۱۴ - ۱۹)

۲۰خو کله چې تاسو ووینئ چې اورشلیم د لښکرو له خوا کلابند شوی دی، نو بیا پوه شئ چې د هغه د ورانېدلو وخت رانژدې شوی دی. ۲۱نو په هغه وخت کې چې څوک په یهودیه کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. څوک چې په ښار کې وي، نو د ښار څخه دې ووځي او څوک چې د ښار څخه دباندې وي هغوی دې ښار ته نه ننوځي. ۲۲ځکه چې دا به د سزا ورکولو ورځې وي، ترڅو هغه څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي پوره شي. ۲۳افسوس دې وي د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او په هغو میندو باندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ځکه چې د ځمکې په مخ به سخت مصیبت راشي او په دې خلکو به د خدای غضب نازل شي. ۲۴هغوی به په تورو ووژل شي او ټولو هېوادونو ته به د اسیرانو په توګه بوتلل شي او اورشلیم به د غیریهودیانو له خوا تر پښو لاندې کیږي، ترڅو د غیریهودیانو دوران پای ته ونه رسیږي.

د انسان د زوی راتګ

(متي ۲۴: ۲۹ - ۳۱ او مرقوس ۱۳: ۲۴ - ۲۷)

۲۵په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې به نښې راښکاره شي او قومونه به د ځمکې په مخ د بحیرو د شور او څپو څخه تنګ او پرېشانه شي. ۲۶خلک به د دې پېښې له وېرې او اندېښنې څخه چې په نړۍ کې رامنځته کیږي بې هوشه شي، ځکه چې اسماني موجودات به ولړزول شي. ۲۷بیا به هغوی د انسان زوی وویني چې په ورېځ کې به د قدرت او زیات جلال سره راروان وي. ۲۸کله چې دا شیان پیل شي نو تاسو نېغ ودرېږئ او زړور اوسئ، ځکه چې ستاسو خلاصون نژدې دی.»

د انځر د ونې څخه عبرت اخیستل

(متي ۲۴: ۳۲ - ۳۵ او مرقوس ۱۳: ۲۸ - ۳۱)

۲۹بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «د انځر ونې او نورو ونو ته وګورئ. ۳۰کله چې هغه غوټۍ وسپړي، نو تاسو خپله وینئ او پوهېږئ چې اوړی رانژدې شوی دی. ۳۱په همدې ډول کله چې د دې شیانو پېښېدل ووینئ، نو پوه شئ چې د خدای پاچاهي نژدې شوې ده. ۳۲په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي. ۳۳ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.

بېداره اوسئ

۳۴پام کوئ، خپل زړونه په مېلو، نشو او دنیاوي اندېښنو مه اخته کوئ، هسې نه چې هغه ورځ به ناڅاپه په تاسو راشي، ۳۵او لکه د دام په شان به د نړۍ ټول خلک چې په هرځای کې وي راګېر کړي. ۳۶نو بېدار اوسئ او هر وخت دعا کوئ، ترڅو دا توان پیدا کړئ چې د دې ټولو شیانو څخه چې ډېر زر به پېښ شي، وژغورل شئ او د انسان د زوی په مخکې ودرېدلی شئ.»

۳۷عیسی به د ورځې له خوا د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. ماښام به وتلو او شپه به یې د زیتون په غره کې تېروله ۳۸او سهار وختي به ټول خلک د خدای کور ته ورتلل چې د هغه خبرې واوري.