East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 45

د شاهي واده سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال یوه د مینې سندره او د قورح د طایفې زبور)

۱څنګه چې زه دغه سندره جوړومه د پاچا دپاره

راځي مې ذهن ته ښایسته او پارېدونکي الفاظ

د ښه لیکونکي د قلم په شان

ژبه زما شوله تیاره شعر ته

۲ته د ټولو انسانانو نه ښایسته یې

ستا د خولې خبرې دي د مرغلرو په څېر

ځکه خدای تاته تل برکت درکړی

۳ای جنګیالیه، توره وتړه د ملا څخه دې

ته دې خپل شان او دبدبه وښایه

۴خپلې لویۍ سره دې سپور شه چې بری ومومې

د حقیقت او عاجزۍ او عدالت نه د دفاع دپاره!

پرېږده ځواکمن لاس دې چې وښایي ستا لوی کارونه!

۵غشي د ستا دي تېره

ننوځي ستا د دښمنانو په زړه

نابود قومونه ستا تر پښو لاندې دي

۶تاته چې خدای کوم پاچاهي درکړې

دوام به وکړي تر ابده پورې

او کړې به حکومت په خپلو خلکو باندې

د انصاف له مخې

۷ته خوښوې عدالت او کرکه کوې له بدۍ

په دې خاطر خدای، یعنې ستا خدای

ته ستا د نورو ملګرو نه زیات

مسح کړی یې د خوشحالۍ په تېلو

۸ستا د کالیو نه خوشبوي راځي

د مر، عود او دالچینۍ د عطرو

رباب وهونکي خوشحال ساتي تا په داسې قصرو

چې سینګار شوي دي د فیل په غاښو

۹ستا معززو ښځو کې دي د پاچاهانو لوڼې

دا ستا د تخت په ښي لاس

ده د اوفیر په سرو زرو خالصو

سینګار شوې ملکه ولاړه

۱۰ای شاهزادګۍ ونیسه غوږ زما بیان ته په غور

ته دې خپل خلک او د پلار کور هېر کړه

۱۱نو په ښایست به پاچا ستا شوقمن شي

هغه څښتن دی د ستا، نو اطاعت یې کوه

۱۲تاته راوړي به سوغاتونه دا د صور خلک

ستا نه به غواړي پېرزوینه دولتمن خلک

۱۳په ماڼۍ کې شاهزادګۍ څومره ښایسته ده!

چې کالي یې دي جوړ شوي د سرو زرو له تارونو

۱۴پاچا ته بیایي هغه په رنګارنګ لباس کې

پېغلې نجونې سهېلۍ یې ورپسې دي

هغوی به هم هغه ته راولي

۱۵هغوی به راشي په خوښۍ او خوشحالۍ سره

شي به داخلې د پاچا ماڼۍ ته

۱۶ای زما پاچا ته به زامن ولرې

چې پاچاهان شي ستا نیکونو په څېر

ټولې نړۍ باندې هغوی به حاکمان کړې ته

۱۷زه مشهور به کړم ستا نوم ټولو نسلونو کې

قومونه وایي ستا ثنا به تر ابده پورې