East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 76

خدای فاتح دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره یوه سندره او هم د آساف زبور)

۱خدای مشهور دی یهودا کې

نوم یې عظیم په اسراییلو کې دی

۲په اورشلیم کې ده خېمه د هغه

استوګنځای یې د صهیون په غره کې

۳تاوده غشي یې کړل مات په هغه ځای کې

هم یې سپرونه، تورې او ټولې وسلې ماتې کړې

۴ته څومره ډک یې له جلاله او له نوره خدایه!

څومره له برمه ډک یې

زیات له تلپاتې غرو نه

۵د دښمن زړور خلک ټول تالا شول

د مرګ په خوب باندې ویده شول هغوی

نور یې نه لرله وسه چې لاسونه جګ کړي

۶د یعقوب خدایه، تا چې کله ورټل هغوی

د دوی اسونه او سواره شول په مرګ ویده

۷یوازې ستا نه وېرېدل په کار دي

کله چې ته په قهر یې

څوک درېدلی شي د ستا په مخ کې؟

۸تا خپل قضاوت کړ د اسمان نه اعلان

نو ځمکه وېرېدله او شوه خاموشه هغه

۹کله چې ته خدایه راپورته قضاوت ته شولې

چې د دنیا ټول مظلومان وژغورې

۱۰د انسانانو قهر ګرځي سبب ستا د ثنا

څوک چې ژوندي شول پاتې ستا له غضب

هغوی به تا لره جشنونه نیسي

۱۱خپل څښتن خدای ته ومنئ نذرونه او هغه ورکړئ

خپل سوغاتونه راوړئ

ای ټولو خلکو، چې اوسېږئ شاوخوا د هغه

هغه دپاره چې دی ډېر هیبتناک

۱۲ماتوي هغه غرور د واکمنانو

په پاچاهانو د نړۍ راولي سخته وېره