East Afghan
EA Icon - Torah
The fourth book of the Torah

Numbers 32

هغه قبیلې چې د اردن د سیند په ختیځ کې وې

(تثنیه ۳: ۱۲ - ۲۲)

۱د روبین او جاد قبیلو ډېرې پادې او رمې درلودلې او هغوی ولیدل چې د یعزیر او جلعاد سیمې ډېر ښه څړځایونه لري. ۲نو هغوی حضرت موسیٰ، العازار او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل او ورته ویې ویل: ۳‏-۴<دغه سیمې چې د هغو په نیولو کې څښتن د اسراییلیانو سره مرسته وکړه یعنې د عطاروت، دیبون، یعزیر، نمره، حشبون، العاله، شبام، نبو او د بعون ښارونه د حیواناتو دپاره ښه ځمکه ده او مونږ ډېر حیوانات لرو. ۵مهرباني وکړئ دغه ځمکه مونږ ته د خپل جایداد په توګه راکړئ او مونږ دې ته مه مجبوروئ چې د اردن د سیند څخه تېر شو او هلته واوسېږو.>

۶حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <نور اسراییلیان به جنګ ته ځي او تاسو غواړئ چې دلته پاتې شئ؟ ۷تاسو ولې د اسراییلیانو زړونه هغه وطن ته د ورتللو څخه توروئ چې څښتن هغوی ته ورکړی دی؟ ۸ستاسو پلرونو همداسې کار وکړ، کله چې ما هغوی د قادش برنیع څخه ولېږل چې هغه وطن وګوري. ۹هغوی د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه وطن یې وکاته، خو کله چې بېرته راستانه شول نو د خلکو زړونه یې هغه وطن ته د ورتګ څخه تور کړل چې څښتن هغوی ته ورکړی ؤ. ۱۰څښتن په هغه ورځ په قهر شو او داسې وعده یې وکړه: ۱۱په دې سبب چې هغوی د زړه له کومي زما څخه پیروي ونه کړه، نو زه قسم خورم چې د هغو نفرو څخه چې د مصر څخه راوتلي دي او عمر یې شل کاله یا زیات دی، هیڅوک هم نه شي کولی هغې خاورې ته ورداخل شي چې ما د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره د هغې وعده کړې ده. ۱۲په دوی کې پرته د یفنه قنزي د زوی کالیب او د نون د زوی یوشع څخه چې د زړه له کومي یې د څښتن پیروي وکړه، نور ټول شامل وو. ۱۳څښتن په قوم باندې په قهر شو او هغوی یې مجبور کړل چې څلوېښت کاله په دښته کې سرګردانه وګرځي تر هغې چې هغه ټول نسل چې د هغه په مقابل کې یې ګناه کړې وه، مړ شي. ۱۴نو اوس تاسو د خپلو پلرونو ځای نیولی دی، یعنې د ګناهکارو خلکو یو نوی نسل چې دې ته تیار یئ چې یو ځل بیا د اسراییلو په قوم باندې د څښتن غضب راولئ. ۱۵اوس که چېرې تاسو د څښتن د پیروۍ څخه انکار وکړئ، هغه به یو ځل بیا دا ټول خلک په دښته کې پرېږدي او د هغوی د بربادۍ مسئولیت به ستاسو په غاړه وي.>

۱۶د روبین او جاد خلکو په ځواب کې وویل: <مونږ پرېږدئ چې د خپلو پسونو او وزو دپاره ځایونه او د خپلو ښځو او اولادونو دپاره ښارونه جوړ کړو، ۱۷بیا به مونږ دې ته تیار شو چې خپل ځانونه په وسلو باندې سمبال کړو او د نورو اسراییلیانو په مخکې به ځو، ترڅو هغوی خپل ځای ته ورولو. زمونږ ښځې او ماشومان به د هغې خاورې د اوسېدونکو څخه په دېوال لرونکو ښارونو کې خوندي اوسیږي. ۱۸مونږ به تر هغه وخته پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شو ترڅو ټولو نورو اسراییلیانو د خپلې ټاکل شوې ځمکې ملکیت ترلاسه کړی نه وي. ۱۹مونږ به د اردن د سیند په بله غاړه باندې د هغوی په منځ کې کومه ځمکه وانخلو، ځکه چې زمونږ برخه دلته د اردن په ختیځ کې ده.>

۲۰حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <که چېرې تاسو په رښتیا سره دا کار کوئ، نو همدلته د څښتن په حضور کې دې ته تیار شئ چې جنګ ته لاړ شئ. ۲۱ستاسو ټول جنګي نفر دې د اردن د سیند څخه تېر شي او د څښتن په امر دې تر هغې پورې زمونږ په دښمنانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړي ترڅو څښتن هغوی ته ماتې ورکړي ۲۲او د اسراییلیانو سره مرسته وکړي چې د هغې خاورې ملکیت ترلاسه کړي. له هغې څخه وروسته تاسو کولی شئ چې خپل وطن ته ستانه شئ، ځکه چې تاسو به خپل تعهد د څښتن او نورو اسراییلیانو په وړاندې سرته رسولی وي. بیا به څښتن دا ومني چې د اردن د ختیځې خوا دا ځمکه به ستاسو وي. ۲۳مګر که چېرې تاسو په خپلې وعدې باندې ونه درېږئ، نو زه تاسو ته دا خبرداری درکوم چې تاسو به د څښتن په مقابل کې ګناهکار اوسئ او د خپلې ګناه سزا به درکړل شي. ۲۴نو د خپلو ښځو او اولادونو دپاره ښارونه او د خپلو رمو دپاره ځایونه جوړ کړئ. مګر کومه وعده چې تاسو کړې ده هغه سرته ورسوئ.>

۲۵د روبین او جاد خلکو وویل: <باداره، څه چې تاسو حکم کوئ، مونږ به هماغسې وکړو. ۲۶زمونږ ښځې او اولادونه، رمې او پادې به دلته د جلعاد په ښارونو کې پاتې شي. ۲۷ مګر زمونږ هغه نفر چې جګړې ته تیار دي هغوی به د اردن د سیند څخه تېر شي او د څښتن په امر به وجنګیږي.>

۲۸نو حضرت موسیٰ العازار، یوشع او د اسراییلو نورو مشرانو ته دا حکمونه ورکړل: ۲۹<که چېرې د روبین او جاد خلک د اردن څخه تېر شي او د څښتن په امر جګړې ته تیار شي او د هغوی په مرسته وکولی شئ چې هغه خاوره ونیسئ، نو بیا د جلعاد سیمه هغوی ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړئ. ۳۰مګر که چېرې هغوی د اردن له سیند څخه تېر نه شي او تاسو سره جګړې ته لاړ نه شي، دوی به په کنعان کې ستاسو سره خپل ملکیت واخلي.>

۳۱د جاد او د روبین خلکو په ځواب کې وویل: <څنګه چې څښتن حکم کړی دی هماغسې به وکړو. ۳۲مونږ به د هغه تر قوماندې لاندې د کنعان خاورې ته داخل شو او جګړې ته به لاړ شو، ترڅو همدلته د اردن په ختیځ کې خپل ملکیت وساتو.>

۳۳نو حضرت موسیٰ د جاد او روبین قبیلو او د حضرت یوسف د زوی منسي نیمې قبیلې ته د اموریانو د پادشاه سیحون او د باشان د پادشاه عوج ټوله سیمه ورکړه، چې په هغو کې ښارونه او د هغو شاوخوا سیمه هم شامل وو. ۳۴د جاد قبیلې د دیبون، عطاروت، عروعیر، ۳۵عطروت شوفان، یعزیر، یجبهه، ۳۶بیت نمره او د بیت هاران ښارونه بیا ودان کړل. د هغو چارچاپېره یې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره یې ځایونه هم جوړ کړل. ۳۷د روبین قبیلې د حشبون، الیعاله، قریتایم، ۳۸سبمه او هغه ښارونه چې د نبو او بعل معون په نوم پېژندل کېدل بیا ودان کړل. دوی په هغو ټولو ښارونو باندې نوي نومونه کېښودل.

۳۹د منسي د زوی ماخیر طایفې د جلعاد په خاوره باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوله او اموریان یې له هغه ځایه وشړل. ۴۰نو حضرت موسیٰ د جلعاد سیمه د ماخیر طایفې ته ورکړه او هغوی په کې اوسېدل. ۴۱یائیر چې د منسي د قبیلې څخه ؤ حمله وکړه او څو کلي یې ونیول او په هغو باندې یې دا نوم کېښود د یائیر کلي. ۴۲نوبح د قنات ښار د هغه د کلیو سره ونیوه او هغه یې د خپل ځان یعنې نوبح په نوم یاد کړ.