East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 143

د رحم دپاره دعا

(د داود زبور)

۱ای څښتنه، زما دعا واوره

زما زاریو ته ته غوږ ونیسه

خپلې وفادارۍ او عدالت سره قبوله کړه دعا زما

۲خپل خدمتګار دې محاکمه نه کړې ته

څوک بې ګناه نشته دی ستا نظر کې

۳دښمنان په ما پسې دي

او زه یې ځپلی یمه

زه یې اچولی یم تیاره ځای کې

د هغو خلکو په شان

چې دي مړه شوي ډېر پخوا

۴نو کمزوری شوی زما روح دی

ډېر وېرېدلی او نا امیده یمه

۵رایادومه تېر وختونه زه

کوم کارونه چې تا کړي دي

د هغو ټولو په هکله کومه فکر زه

ستا ټول کارونه راولم ذهن ته

۶پورته کومه خپل لاسونه په دعا کې تاته

د وچې ځمکې په شان تږی زما ځان دی تاته

۷زر مې قبوله کړه دعا څښتنه

ټول امیدونه مې ورکړي دي له لاسه

ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوه

که نه نو زه به د هغو په شان شم

چې وي روان قبر ته

۸هر سهار راته رایاده کړه ته خپله تلپاتې مینه

ځکه چې تا باندې باور لرمه

ستا درګاه ته زه دعا کومه

راته وښایه ته لاره چې پرې لاړ شمه زه

۹د دښمنانو نه مې خلاص کړه ته

ځکه چې تاته مې راوړې ده پناه څښتنه

۱۰ته زما خدای یې، ماته وښایه ته خپله رضا

چې یې پوره کړمه زه

ستا نېک روح دې ماته وښایي سمه لاره

۱۱د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه زما ژوند وساته

خپل عدالت په خاطر خلاص کړه تکلیفونو نه ما

۱۲د خپلې تلپاتې مینې په خاطر

مړه دښمنان کړه زما

تباه کړه هغه خلک چې کوي ظلم په ما

ځکه چې زه ستا خدمتګار یمه