East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 62

د خدای په ساتنه اعتبار

(د سرود مشر یدوتون دپاره: د داود زبور)

۱زما ځان مومي ارام صرف د خدای حضور کې

ځکه نجات مې د هغه له خوا دی

۲یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ما

هغه دی زما پناه ځای

نو زه به هېڅکله ونه خورم ماتې

۳ترڅو به تاسې ټول کوئ په هغه چا بریدونه

چې هغه ووژنئ

څوک چې په شان وي د کوږ شوي او لوېدلي دېوال؟

۴دوی صرف غواړي چې راښکته کړي هغه

د خپل عزت له ځایه

دوی له درواغو څخه خوند اخلي

په خوله کوي د برکت خبرې

په خپلو زړونو کې هغه باندې لعنت وایي

۵ای زما ځانه، ارام پیدا کړه صرف د خدای حضور کې

زما د امید سترګې هغه ته دي

۶یوازې هغه مې ساتي او ژغوري ما

هغه دی زما پناه ځای

نو زه به نه خورم ماتې

۷زما خلاصون زما عزت دواړه د خدای له خوا دي

قوي ساتونکی دی زما

او پناه ځای دی زما

۸ای زما قومه همېشه کوئ توکل په خدای

خپل تکلیفونه ټول هغه ته ووایئ

ځکه هغه دی پناه ځای زمونږ

۹انسانان ټول دي په مثال د پوکي

که هغوی لوی دي که واړه دي هغوی

ټول دي یوشان او هېڅ نه دي

واچوئ تله کې هغوی تاسې

نو د دوی وزن به هېڅ شی نه وي

وزن د دوی به وي له هوا هم کم

۱۰په تاو تریخوالي توکل مه کوئ

په لوټمارۍ باندې د ګټې امید مه کړئ تاسې

که شتمني د ستاسو زیاته هم شي

خو په هغې باندې تکیه مه کوئ

۱۱ما څو ځلې اورېدلي دي دا

چې خدای وایي دی قدرت ورسره

۱۲ای څښتنه، ستا مینه ده تلپاتې مینه

ځکه هرچا ته مطابق د عمل اجر ورکوې