East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Luke 24

د عیسی بیا راژوندي کېدل

(متي ۲۸: ۱ - ۱۰ او مرقوس ۱۶: ۱ - ۸ او یوحنا ۲۰: ۱ - ۱۰)

۱د یکشنبې په ورځ سهار وختي ښځو هغه تیار کړي خوشبویه تېل د ځان سره واخیستل او قبر ته لاړې. ۲هغوی ولیدل چې تیږه د قبر د خولې نه رغړول شوې وه. ۳کله چې دننه ورغلې، نو د عیسی مسیح مړی یې هلته پیدا نه کړ. ۴هغوی لا حیرانې ولاړې وې چې ناڅاپه دوه سړي چې ځلېدونکي کالي یې اغوستي وو د هغوی په خوا کې ودرېدل. ۵ښځې ووېرېدلې او هغوی خپل سرونه ښکته ونیول، نو هغو سړیو ورته وویل: «تاسو ولې ژوندي په مړو کې لټوئ؟ ۶هغه دلته نشته، هغه راژوندی شوی دی. څه چې هغه درته په جلیل کې ویلي وو، هغه در په یاد کړئ ۷چې د انسان زوی باید ګناهکارانو ته په لاس ورکړل شي، په صلیب به وځړول شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» ۸بیا هغو ښځو ته د عیسی خبرې ور په یاد شوې. ۹کله چې هغوی بېرته د قبر څخه راغلې، نو یوولس رسولان او نور ټول یې د دې پېښې څخه خبر کړل. ۱۰دا ښځې مریم مجدلیه، یونا او د یعقوب مور مریم وې او نورو ښځو هم چې د هغوی سره وې، رسولانو ته دا خبرې وکړې. ۱۱خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ. ۱۲خو پطروس پاڅېده او د قبر خواته یې منډه کړه. کله چې ورټیټ شو او دننه یې وکتل، نو له کفن پرته یې نور هېڅ هم ونه لیدل. نو په دې شوې پېښې حیران شو او خپل کور ته لاړ.

د عماوس په لاره کې د عیسی لیدل

(مرقوس ۱۶: ۱۲ - ۱۳)

۱۳په هماغه ورځ د عیسی د پیروانو څخه دوه تنه د عماوس په نوم یو کلي ته چې د اورشلیم څخه یوولس کیلومتره لېرې دی روان وو. ۱۴هغوی له یو بل سره د دې ټولو پېښو په هکله خبرې کولې. ۱۵هغوی لا یو د بل سره خبرې او بحث کاوه چې خپله عیسی راغی او د هغوی سره یوځای شو. ۱۶دوی عیسی ولید، خو د هغوی سترګې داسې شوې لکه چې وتړل شي او هغه یې ونه پېژانده. ۱۷عیسی هغوی ته وویل: «تاسو په لاره کې د څه شي په هکله یو د بل سره بحث کاوه؟» هغوی ودرېدل او غمجن ښکاره کېدل. ۱۸په دوی کې یو تن چې کلیوپاس نومېده د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته په اورشلیم کې یوازېنی مسافر یې چې له دې څخه خبر نه یې چې په تېرو څو ورځو کې هلته څه پېښ شوي دي؟» ۱۹عیسی پوښتنه وکړه: «څه شوي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «دا هغه څه دي چې د ناصري عیسی سره وشول. هغه د خدای او ټولو خلکو په حضور کې په وینا او عمل کې یو زورور پیغمبر ؤ. ۲۰خو زمونږ مشرانو کاهنانو او واکمنانو هغه پیلاتوس ته وسپاره چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي او هغه یې په صلیب ځوړند کړ. ۲۱مونږ هیله درلودله چې همدا سړی به اسراییلو ته خلاصون ورکوي، خو نن درېمه ورځ ده چې دا کار شوی دی. ۲۲برسېره پر دې، زمونږ د ډلې څو ښځو مونږ حیران کړو. هغوی نن سهار وختي د هغه قبر ته تللې وې، ۲۳خو د هغه مړی یې پیدا نه کړ. هغوی بېرته راغلې او ویل یې چې په رویا کې یې فرښتې ولیدلې چې دوی ته یې وویل چې هغه ژوندی دی. ۲۴بیا زمونږ یو څو کسان قبر ته لاړل او څه چې هغو ښځو ویلي وو هغه یې ولیدل، خو عیسی یې ونه لیده.»

۲۵عیسی هغوی ته وویل: «تاسو څومره ناپوهه یئ او د پیغمبرانو د ویناوو په منلو کې زړه نا زړه یئ. ۲۶ایا دا ضروري نه وه چې مسیح دا کړاوونه وویني او بیا دې خپل جلال ته ورسیږي؟» ۲۷بیا عیسی د موسی د تورات څخه نیولې د ټولو پیغمبرانو تر لیکنو پورې چې د خدای په کلام کې خپله د هغه په هکله لیکل شوي وو، هغوی ته بیان کړل.

۲۸کله چې دوی د عماوس کلي ته ورنژدې شول، نو عیسی داسې وښودل چې ګوندې هغه نور هم مخکې ځي. ۲۹خو هغوی ټینګار وکړ او ویې ویل: «زمونږ سره پاتې شه، ځکه چې ورځ په تېرېدو ده او ماښام نژدې دی.» نو عیسی کور ته ننوت چې د هغوی سره پاتې شي. ۳۰کله چې عیسی د هغوی سره دسترخوان ته کښېناست نو ډوډۍ یې راواخیستله، شکر یې پرې وویست، ماته یې کړه او هغوی ته یې ورکړه. ۳۱ناڅاپه د هغوی سترګې وغړېدلې او عیسی یې وپېژانده، خو هغه د هغوی د نظر څخه پناه شو. ۳۲هغوی یو بل ته وویل: «کله چې په لاره کې هغه زمونږ سره خبرې کولې او د خدای د کلام لیکنې یې راته بیانولې، ایا زمونږ زړونه په جوش رانغلل؟»

۳۳هغوی سمدلاسه راپاڅېدل او بېرته اورشلیم ته لاړل. هلته یې ولیدل چې یوولس رسولان او نور خلک سره راټول شوي وو ۳۴او ویل یې چې عیسی په رښتیا راژوندی شوی او شمعون ته ښکاره شوی دی. ۳۵نو په لاره کې چې څه شوي وو هغو دواړو شاګردانو هغوی ته بیان کړل او ورته ویې ویل چې څنګه یې عیسی د ډوډۍ ماتولو په وخت کې وپېژانده.

عیسی خپلو شاګردانو ته ځان ښکاره کوي

(متي ۲۸: ۱۶ - ۲۰‏ او مرقوس ۱۶: ۱۴ - ۱۸ او یوحنا ۲۰: ۱۹ - ۲۳ او د رسولانو عملونه ۱: ۶ - ۸)

۳۶هغوی لا د دې پېښو په هکله خبرې کولې چې ناڅاپه عیسی د هغوی په منځ کې ودرېده او هغوی ته یې وویل: «په تاسو دې سلامتي وي.» ۳۷هغوی ټکان وخوړ او سخت ووېرېدل، ځکه ګومان یې کاوه چې د مړي ارواح ویني. ۳۸خو عیسی هغوی ته وویل: «ولې دومره وارخطا یئ؟ ستاسو په زړونو کې ولې داسې شکونه پیدا کیږي؟ ۳۹زما لاسونو او پښو ته وګورئ او وګورئ چې دا زه خپله یم. په ما لاس کېږدئ نو بیا به پوه شئ، ځکه چې ارواح غوښه او هډوکي نه لري او لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، زه یې لرم.» ۴۰کله چې هغه دا وویل، نو خپل لاسونه او پښې یې هغوی ته وښودلې. ۴۱هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولای چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟» ۴۲هغوی ورته یوه ټوټه کباب شوی ماهي ورکړ، ۴۳نو هغه یې واخیست او د هغوی په مخکې یې وخوړ.

۴۴بیا عیسی هغوی ته وویل: «دا زما هغه خبرې دي چې کله زه ستاسو سره وم او تاسو ته به مې ویل چې هغه څه چې د موسی په تورات، د پیغمبرانو په لیکنو او د زبور په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي، باید رښتیا شي.» ۴۵بیا یې د هغوی ذهنونه روښانه کړل، ترڅو د خدای په کلام پوه شي ۴۶او هغوی ته یې وویل: «همدارنګه لیکل شوي دي چې مسیح باید کړاوونه وویني او مړ شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي، ۴۷او د هغه په نوم به ټولو قومونو ته دا پیغام ورسول شي چې توبه وباسي او خدای به یې ګناهونه وبخښي او پیل به یې له اورشلیم څخه وي. ۴۸تاسو د دې ټولو شیانو شاهدان یئ. ۴۹او ګورئ، هغه څه چې زما پلار یې وعده کړې ده، درلېږم. خو باید تر هغې پورې په دې ښار کې پاتې شئ، ترڅو په تاسو باندې اسماني قوت نازل شي.»

اسمان ته د عیسی ختل

(مرقوس ۱۶: ۱۹ - ۲۰ او د رسولانو عملونه ۱: ۹ - ۱۱)

۵۰بیا عیسی هغوی د ښار څخه دباندې تر بیت عنیا پورې بوتلل، خپل لاسونه یې پورته کړل او هغوی ته یې برکت ورکړ ۵۱او په داسې حال کې چې هغوی ته یې برکت ورکاوه د هغوی څخه بېل شو او اسمان ته پورته یووړل شو. ۵۲هغوی ورته سجده وکړه او په ډېرې خوشحالۍ سره بېرته اورشلیم ته راستانه شول. ۵۳هغوی خپل ټول وخت د خدای په کور کې خدای ته په ثنا ویلو تېر کړ.