East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

Acts 9

شاوول په عیسی باندې ایمان راوړي

۱په هماغه وخت کې شاوول لا د څښتن عیسی پیروانو ته د قتل سخت اخطارونه ورکول. هغه لوی کاهن ته لاړ ۲او د هغه څخه یې وغوښتل چې د دمشق د کنیسو دپاره لیکونه ورکړي چې که چېرې هلته داسې سړي یا ښځې پیدا کړي‎ چې د څښتن عیسی د لارې پیروان وي، نو هغه ونیسي او اورشلیم ته یې راولي. ۳کله چې شاوول دمشق ته نژدې کېده، نو ناڅاپه د اسمان څخه یوه رڼا د هغه شاوخوا وځلېدله. ۴هغه په ځمکه باندې راولوېد او یو اواز یې واورېد چې ویل یې: «شاووله، شاووله! ته ولې ما ځوروې؟» ۵شاوول پوښتنه وکړه: «ای څښتنه، ته څوک یې؟» ځواب راغی: «زه عیسی یم، یعنې هغه څوک چې ته یې ځوروې. ۶اوس پاڅېږه او ښار ته لاړ شه او هلته به تاته وویل شي چې څه باید وکړې.» ۷کوم کسان چې د شاوول سره په سفر کې ملګري وو، غلي ولاړ وو. هغوی اواز واورېد، خو هېڅوک یې ونه لیده. ۸نو شاوول د ځمکې څخه راپورته شو او سره له دې چې سترګې یې غړېدلې، خو څه شی یې نه شو لیدلی. نو ملګرو یې هغه له لاسه ونیوه او دمشق ته یې بوته. ۹هغه تر درېو ورځو پورې ړوند ؤ او نه یې څه خوړل او نه یې څښل.

۱۰په دمشق کې یو ایماندار اوسېده چې حنانیا نومېده. هغه رویا ولیدله چې څښتن ورته وویل: «ای حنانیا!» هغه ځواب ورکړ: «ای څښتنه، زه حاضر یم.» ۱۱څښتن هغه ته وویل: «پاڅېږه او هغې کوڅې ته لاړ شه چې د مستقیمې کوڅې په نوم یادیږي او د یهودا په کور کې د شاوول په نوم د یو تن څخه چې د ترسوس د ښار څخه دی، پوښتنه وکړه. هغه همدا اوس دعا کوي. ۱۲هغه په رویا کې ولیدل چې د حنانیا په نوم یو سړی راځي او د هغه په سر باندې به لاس ږدي، ترڅو هغه بېرته بینا شي.» ۱۳حنانیا ځواب ورکړ: «ای څښتنه، ډېرو خلکو ماته د دې سړي او د هغو ټولو بدیو په هکله چې هغه په اورشلیم کې ستا د خلکو سره کړي دي، ویلي دي. ۱۴او مشرانو کاهنانو هغه ته اختیار ورکړی چې دمشق ته راشي او هغه ټول خلک چې ستا نوم اخلي، ونیسي.» ۱۵خو څښتن هغه ته وویل: «لاړ شه، ځکه چې دا سړی یوه وسیله ده چې ما غوره کړی دی، ترڅو زما نوم غیریهودیانو، د هغوی پاچاهانو او د اسراییلو قوم ته وروپېژني. ۱۶زه به په خپله هغه ته وښایم چې هغه باید زما د نوم په خاطر څومره کړاوونه وزغمي.»

۱۷نو حنانیا روان شو او هغه کور ته ورننوت چې شاوول په کې اوسېده او خپل لاس یې په شاوول باندې کېښود او ورته ویې ویل: «ای شاووله وروره! کله چې ته دلته راروان وې، نو څښتن یعنې هماغه عیسی چې تاته په لاره کې درښکاره شو، زه رالېږلی یم چې ته بېرته بینا شې او د روح القدس څخه ډک شې.» ۱۸سمدلاسه د شاوول د سترګو څخه د پوستکو په شان شیان راوغورځېدل او هغه بېرته بینا شو. بیا هغه راپاڅېده او د تعمید غسل یې واخیست. ۱۹له هغې وروسته هغه ډوډۍ وخوړله او بېرته یې قوت پیدا کړ.

شاوول په دمشق کې وعظ کوي

شاوول یو څو ورځې په دمشق کې د ایماندارانو سره پاتې شو. ۲۰هغه سمدلاسه کنیسو ته لاړ او وعظ یې پیل کړ او ویل یې چې عیسی د خدای زوی دی. ۲۱هرچا چې د هغه خبرې اورېدلې، نو حیران به شول او پوښتنه به یې کوله: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې په اورشلیم کې به یې هغه خلک له منځه وړل چې د عیسی نوم به یې یاداوه؟ هغه دلته د دې مقصد دپاره نه دی راغلی چې دا خلک ونیسي او لاس تړلي یې مشرانو کاهنانو ته بوځي؟» ۲۲خو د شاوول د وعظ کولو قدرت نور هم زیاتېده او په خپلو قانع کوونکو دلیلونو یې ثابتوله چې عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی او د دمشق یهودیانو ورته ځواب نه شو ویلی.

۲۳ډېره موده وروسته یهودیان سره راټول شول او دسیسه یې جوړه کړه چې شاوول ووژني. ۲۴هغوی شپه او ورځ د ښار په دروازو کې څوکیداري کوله، ترڅو هغه ووژني. خو شاوول د هغوی له دسیسې څخه خبر شو. ۲۵نو یوه شپه د شاوول پیروانو هغه په ټوکرۍ کې د ښار د دېوال د سوري په لاره راښکته کړ.

شاوول په اورشلیم کې

۲۶کله چې شاوول اورشلیم ته ورسېده، نو کوښښ یې وکړ چې د نورو ایماندارانو سره یوځای شي، خو هغوی ټول د هغه څخه وېرېدل، ځکه چې هغوی په دې باور نه درلود چې شاوول په رښتیا سره ایماندار شوی دی. ۲۷بیا برناباس د هغه سره مرسته وکړه او هغه یې رسولانو ته بوته او هغوی ته یې وویل چې شاوول څنګه دمشق ته په لاره کې څښتن عیسی ولیده او هغه څنګه د شاوول سره خبرې وکړلې. همدارنګه برناباس هغوی ته وویل چې شاوول څنګه په دمشق کې په زړورتیا سره د عیسی په نوم وعظ وکړ. ۲۸نو شاوول د هغوی سره پاتې شو او په اورشلیم کې د هغوی سره ګرځېده او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په نوم وعظ کاوه. ۲۹هغه به د یوناني ژبو یهودیانو سره خبرې او بحث کاوه، خو هغوی کوښښ کاوه چې شاوول ووژني. ۳۰کله چې ایمانداران د دې څخه خبر شول، نو شاوول یې قیصریې ته بوته او بیا یې هغه د ترسوس ښار ته ولېږه.

۳۱نو په ټوله یهودیه، جلیل او سامره کې کلیسا ارامه وه او قوي شوه. ایماندارانو د څښتن څخه په وېره کې او د روح القدس په مرسته پرمختګ کاوه او شمېر یې زیاتېده.

پطروس په لده او یافا کې

۳۲پطروس به هرځای ته سفر کاوه او یوځل هغه د هغو ایماندارانو د لیدلو دپاره چې د لده په ښار کې اوسېدل، لاړ. ۳۳په هغه ځای کې هغه د اینیاس په نوم یو سړی ولیده چې شل ؤ او د اتو کالو راهیسې په کټ کې پروت ؤ. ۳۴پطروس هغه ته وویل: «ای اینیاسه، عیسی مسیح درته شفا درکوي. پاڅېږه او بستره دې راټوله کړه.» او هغه سمدلاسه پاڅېده. ۳۵هغو ټولو خلکو چې په لده او شارون کې اوسېدل، اینیاس ولیده او په څښتن عیسی یې ایمان راوړ.

پطروس طبیتا بېرته راژوندۍ کوي

۳۶د یافا په ښار کې یوه ایمانداره ښځه اوسېدله چې طبیتا نومېدله. (په یوناني ژبه کې د هغې د نوم معنی هوسۍ ده.) هغې تل نېک کارونه کول او د غریبانو سره یې مرسته کوله. ۳۷په دې وخت کې هغه ناروغه او بیا مړه شوه. خلکو هغې ته غسل ورکړ او پاس په بالاخانه کې یې د هغې مړی کېښود. ۳۸یافا د لدې څخه ډېره لېرې نه وه او ایمانداران خبر شول چې پطروس په لده کې دی، نو هغوی دوه تنه ورولېږل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه. ۳۹نو پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو. کله چې هغه راورسېده، نو پاس بالاخانې ته یې بوته. ټولې کونډې ښځې د هغه څخه راتاوې شوې، هغوی ژړل او هغه کالي او چپنې چې طبیتا د خپل ژوندانه په وخت کې ګنډلي وو، هغه ته وښودل. ۴۰پطروس هغوی ټولې له کوټې څخه وویستلې، هغه په ګونډو شو او دعا یې وکړه. بیا یې مړي ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «طبیتا پاڅېږه!» هغې خپلې سترګې وغړولې او کله چې یې پطروس ولیده، نو کښېناستله. ۴۱پطروس هغې ته لاس ورکړ او هغه یې په پښو ودروله. بیا پطروس ټول ایمانداران او کونډې راوغوښتلې او طبیتا یې ورته ژوندۍ وسپارله. ۴۲دا خبره په ټوله یافا کې خپره شوه او ډېرو خلکو په څښتن عیسی باندې ایمان راوړ. ۴۳پطروس د زیات وخت دپاره د شمعون په نوم د څرمنو جوړوونکي سره په یافا کې پاتې شو.