East Afghan
EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 26

حضرت اسحاق او ابي ملک

۱په هغه وطن کې برسېره په هغې قحطۍ باندې چې پخوا د حضرت ابراهیم په وخت کې راغلې وه بله قحطي هم راغله. حضرت اسحاق د فلسطینیانو پادشاه ابي ملک ته چې په جرار کې ؤ ورغی. ۲څښتن حضرت اسحاق ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <مصر ته مه ځه. په همدې وطن کې په هغه ځای کې چې زه یې درته وایم اوسېږه. ۳همدلته اوسېږه. زه به ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم. زه به تاته او ستا اولادې ته دا ټوله سیمه درکړم او په هغې وعدې باندې به ټینګ ولاړ یم چې ستا د پلار ابراهیم سره مې کړې وه. ۴ستا اولاده به د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او هغوی ته به دا ټوله سیمه ورکړم. ستا د اولادې په وسیله به د ځمکې په مخ ټول قومونه برکت ومومي، ۵ځکه چې ابراهیم زما اطاعت کړی دی او زما په ټولو حکمونو او قوانینو باندې یې عمل کړی دی.>

۶نو حضرت اسحاق په جرار کې پاتې شو. ۷کله چې د هغه ځای خلکو د حضرت اسحاق څخه د ربکا په باره کې پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: <هغه زما خور ده.> ځکه هغه وېرېده داسې ووایي چې هغه زما ښځه ده. هغه فکر کاوه چې د هغه ځای خلک به هغه د ربکا په خاطر ووژني، ځکه چې هغه ډېره ښکلې وه. ۸څرنګه چې حضرت اسحاق هلته زیات وخت تېر کړ، ابي ملک د فلسطینیانو پادشاه د کړکۍ څخه لاندې وکتل او ویې لیدل چې حضرت اسحاق خپله ښځه ربکا په غېږ کې نیولې وه او هغه یې ښکلوله. ۹نو ابي ملک حضرت اسحاق راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه په رښتیا سره ستا ښځه ده! نو ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده؟>

حضرت اسحاق ځواب ورکړ: <ما فکر وکړ چې کېدای شي د هغې په خاطر ووژل شم.>

۱۰ابي ملک وویل: <دا څه دې زمونږ سره وکړل؟ کېدای شو چې زما د نفرو څخه کوم یو ستا د ښځې سره څملاستلی وای او مونږ به دې ګناهکار کړي وای.> ۱۱ابي ملک ټولو خلکو ته خبرداری ورکړ: <که هرڅوک د دې سړي یا دې ښځې سره بده رویه وکړي هغه به ووژل شي.>

۱۲حضرت اسحاق په هغې ځمکې کې فصل وکاره او په هغه کال یې چې څه کرلي وو د هغې څخه یې یو په سل حاصل واخیست، ځکه چې څښتن هغه ته برکت ورکړ. ۱۳حضرت اسحاق ورځ په ورځ خوشبخته کېده او هغه ډېر شتمن سړی شو. ۱۴هغه دومره زیاتې رمې، پادې او غلامان درلودل چې فلسطینیانو ورباندې بخیلي کوله. ۱۵نو هغه ټول کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم غلامانو د هغه د پلار په وخت کې کیندلي وو، فلسطینیانو هغه د خاورو څخه ډک کړل.

۱۶نو بیا ابي ملک حضرت اسحاق ته وویل: <ته زمونږ څخه ډېر قوي شوی یې، نو زمونږ د وطن څخه لاړ شه.> ۱۷نو حضرت اسحاق له هغه ځای څخه لاړ او د جرار په دره کې یې خېمې ودرولې او هلته پاتې شو. ۱۸حضرت اسحاق هغه کوهیان چې د هغه د پلار حضرت ابراهیم په وخت کې کیندل شوي وو او فلسطینیانو هغه د حضرت ابراهیم د وفات کېدلو څخه وروسته بند کړي وو بېرته وکیندل او هماغه نومونه یې ورباندې کېښودل چې پلار یې ورباندې ایښي وو.

۱۹د حضرت اسحاق غلامانو په دې دره کې یو کوهی وکینده چې تازه اوبه یې درلودلې. ۲۰مګر د جرار شپانو د حضرت اسحاق د شپانو سره دعوه شروع کړه او ویې ویل: <دا زمونږ اوبه دي!> نو حضرت اسحاق هغه کوهی د دعوې په نوم یاد کړ.

۲۱د حضرت اسحاق غلامانو بل کوهی وکینده او په هغه باندې یې هم دعوه وکړه او هغه یې د دښمنۍ په نوم یاد کړ. ۲۲او له هغه ځای څخه یې کډه وکړه او بل کوهی یې وکینده مګر په هغه باندې چا دعوه ونه کړه او هغه یې د پرېمانه ځای په نوم یاد کړ، ویې فرمایل: <اوس څښتن مونږ ته ځای راکړی دی او په دې خاوره کې به خوشبخته شو.>

۲۳حضرت اسحاق له هغه ځایه بئرشبع ته لاړ. ۲۴په هماغه شپه څښتن هغه ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <زه ستا د پلار ابراهیم خدای یم. مه وېرېږه ځکه چې زه ستا سره مل یم او تاته به برکت درکړم او ستا اولاده به د خپل خدمتګار ابراهیم په خاطر زیاته کړم.> ۲۵حضرت اسحاق هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا یې په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او د هغه غلامانو هلته یو بل کوهی وکینده.

د حضرت اسحاق او ابي ملک ترمنځ د روغې جوړې تړون

۲۶یوه ورځ ابي ملک د خپل مشاور احوزات او د خپلو لښکرو د مشر فیکول سره د جرار څخه د حضرت اسحاق د لیدلو دپاره راغی. ۲۷حضرت اسحاق د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <تاسو خو زما سره دښمني کوله او زه مو له خپل وطن څخه وشړلم. نو اوس ولې زما د لیدلو دپاره راغلي یئ؟>

۲۸هغوی ځواب ورکړ: <مونږ ولیدل چې څښتن په رښتیا ستا سره مل دی نو مونږ وویل چې زمونږ او ستاسو ترمنځ دې داسې یو قوي تړون وي ۲۹چې مونږ ته زیان راونه رسوئ لکه څنګه چې مونږ تاته زیان نه دی دررسولی، بلکه ستا سره مو ښه رویه کړې ده او ته مو په سلامتۍ سره لېږلی یې. اوس څښتن تاته برکت درکړی دی.> ۳۰حضرت اسحاق د هغوی دپاره مېلمستیا تیاره کړه او هغوی وخوړل او وڅښل. ۳۱سهار وختي هغوی پاڅېدل او یو او بل ته یې قسم ورکړ. حضرت اسحاق هغوی رخصت کړل او په سلامتۍ سره د هغه څخه لاړل.

۳۲په هماغه ورځ د حضرت اسحاق غلامان راغلل او هغه ته یې د هغه کوهي په باره کې خبر ورکړ چې دوی کیندلی ؤ. هغوی وویل: <مونږ اوبه وموندلې.> ۳۳نو هغه یې د شبع په نوم یاد کړ. تر نن ورځې پورې هغه ښار د بئرشبع په نوم یادیږي.

د عیسو ښځې

۳۴کله چې عیسو څلوېښت کلن شو، د بیري حیتي د لور یودیه او د ایلون حیتي لور بسمې سره یې واده وکړ. ۳۵هغوی د حضرت اسحاق او ربکا ژوند تریخ کړ.