East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

Matthew 28

د عیسی بیا راژوندي کېدل

(مرقوس ۱۶: ۱‏ - ۱۰ او لوقا ۲۴: ۱‏ - ۱۲ او یوحنا ۲۰: ۱‏ - ۱۰)

۱د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې. ۲ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه تیږه یې بېرته راورغړوله او ورباندې کښېناستله. ۳د هغې مخ د برېښنا په شان ځلېده او کالي یې د واورې په شان سپین وو. ۴ساتونکي له وېرې ولړزېدل او لکه د مړو په شان په ځمکه ولوېدل. ۵خو فرښتې هغو ښځو ته وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ. ۶هغه دلته نشته. لکه څنګه چې هغه خپله ویلي وو، هغه راژوندی شوی دی. راشئ او هغه ځای وګورئ چې هغه په کې پروت ؤ. ۷نو بیا زر لاړې شئ او د هغه شاګردانو ته ووایئ چې عیسی د مړو نه راژوندی شوی دی. ګورئ، هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته ځي او تاسو به یې هلته ووینئ. څه چې مې درته وویل هغه یاد ساتئ.» ۸نو هغوی په بیړه د قبر څخه روانې شوې او په وېرې او ډېرې خوشحالۍ سره په منډه منډه لاړې چې شاګردان خبر کړي. ۹ناڅاپه عیسی د هغوی سره مخامخ شو او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو!» هغوی ورغلې او د هغه په پښو کې پرېوتلې او سجده یې ورته وکړه. ۱۰بیا عیسی هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. لاړې شئ او زما ورونو ته ووایئ چې جلیل ته لاړ شي او هلته به ما وویني.»

د ساتونکو رشوت اخیستل

۱۱په هغه وخت کې چې ښځې په لاره روانې وې، یو څو عسکره چې د قبر ساتنه یې کوله، ښار ته لاړل او څه چې پېښ شوي وو هغه یې مشرانو کاهنانو ته وویل. ۱۲کله چې مشرانو کاهنانو د قوم د مشرانو سره لیدنه کتنه وکړه او مشوره یې وکړه او هغوی ساتونکو ته زیات رشوت ورکړ ۱۳او ورته ویې ویل: «تاسو باید خلکو ته داسې ووایئ، کله چې د شپې مونږ ویده وو، نو د هغه شاګردان راغلي او د هغه مړی یې غلا کړی دی. ۱۴که چېرې دا خبره د والي غوږ ته ورسیږي، نو مونږ به هغه ته قناعت ورکړو چې تاسو بې ګناه یئ او نه پرېږدو چې د کومې ستونزې سره مخ شئ.» ۱۵نو ساتونکو پیسې واخیستې او څه چې ورته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل. یهودیان تر نن ورځې پورې یو بل ته دا کیسه کوي.

د عیسی له خوا نورو قومونو ته د شاګردانو لېږل

(مرقوس ۱۶: ۱۴‏ - ۱۸ او لوقا ۲۴: ۳۶‏ - ۴۹ او یوحنا ۲۰: ۱۹‏ - ۲۳ او د رسولانو عملونه ۱: ۶‏ - ۸)

۱۶بیا یوولس شاګردان د جلیل هغه غره ته لاړل چې عیسی ورته ویلي وو چې لاړ شي. ۱۷کله چې هغوی عیسی ولید، نو ورته په سجده شول. خو په هغوی کې ځینې ورباندې شکمن وو. ۱۸بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی. ۱۹لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ. ۲۰هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»