East Afghan
EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 8

د سیلاب پای ته رسېدل

۱خدای پاک حضرت نوح او هغه ټول حیوانات چې په کشتۍ کې د هغه سره وو را په یاد کړل، نو خدای پاک په ځمکه باندې باد راوالوزاوه او اوبه په کمېدو شوې. ۲خدای پاک د ځمکې لاندې اوبه او د اسمان د اوبو دروازې بندې کړې او باران ودرېد. ۳په یوسلو پنځوسو ورځو کې اوبه ورو، ورو د ځمکې د مخ څخه کمې شوې. ۴او د اوومې میاشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د ارارات په غرونو باندې ودرېده. ۵اوبه کمې شوې او د لسمې میاشتې په اوله ورځ د غرونو څوکې ښکاره شوې.

۶وروسته له څلوېښتو ورځو حضرت نوح د کشتۍ کړکۍ خلاصه کړه ۷او کارغه یې دباندې ولېږه، خو کارغه به یو خوا او بل خواته الوت تر هغې پورې چې ځمکه وچه شوه. ۸حضرت نوح غوښتل پوه شي چې آیا د ځمکې په مخ باندې اوبه کمې شوې دي یا نه، نو یوه کوتره یې والوزوله. ۹مګر کوترې د خپل ځان دپاره د ناستې ځای پیدا نه کړ ځکه چې د ځمکې په مخ باندې لا اوبه ولاړې وې او هغه بېرته کشتۍ ته راستنه شوه. حضرت نوح خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې ونیوله او کشتۍ ته یې ننه ایستله. ۱۰هغه اووه ورځې نور صبر وکړ او بیا یې کوتره ولېږله. ۱۱کوتره د ماښام په وخت کې بېرته هغه ته راستنه شوه او د زیتون تازه پاڼه یې په مښوکه کې نیولې وه، نو حضرت نوح پوه شو چې اوبه کمې شوې دي. ۱۲هغه اووه ورځې نور انتظار وکړ او یو ځل بیا یې کوتره ولېږله، مګر دا ځل هغه بېرته رانغله.

۱۳په هغه وخت کې حضرت نوح د شپږسوه یو کالو په عمر ؤ. د هماغه کال د اولې میاشتې په اوله نېټه ځمکه مخ په وچېدو شوه. حضرت نوح د کشتۍ پوښ لېرې کړ، شاوخوا یې وکتل او ویې لیدل چې د ځمکې مخ وچ شوی ؤ. ۱۴د دوهمې میاشتې په اوویشتمه ورځ ځمکه بېخي وچه شوه.

۱۵خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: ۱۶<د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغو د ښځو سره د کشتۍ څخه دباندې راووزئ. ۱۷ټول مرغان او حیوانات د ځان سره دباندې راوباسه، ترڅو دوی خپل همجنس وزېږوي او په ټوله ځمکه باندې خپاره شي.> ۱۸نو حضرت نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د هغوی د ښځو سره د کشتۍ څخه راووت. ۱۹ټول حیوانات او مرغان د خپلو جنسونو سره ډلې ډلې د کشتۍ څخه ووتل.

حضرت نوح قرباني وړاندې کوي

۲۰حضرت نوح د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه د هر قسمه پاکو حیواناتو او مرغانو څخه یو یو واخیست او هغه ټول یې د قربانۍ په ځای کې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړل. ۲۱او د سوزېدونکې قربانۍ بوی په څښتن باندې ښه ولګېده، هغه د خپل ځان سره وویل: <زه به بیا هیڅکله ځمکه د انسان د عملونو په سبب لعنتي نه کړم. زه پوهېږم چې د انسان خیال د هغه د ځوانۍ له وخت څخه خراب دی، خو زه به هیڅکله بیا ټول ژوندي موجودات له منځه نه وړم لکه څنګه چې مې له منځه یوړل. ۲۲ترڅو پورې چې دنیا موجوده وي نو د ځمکې کرل، رېبل، یخني او ګرمي، اوړی او ژمی او شپه او ورځ به هم وي.>