East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Samuel 5

داود د ټولو اسراییلو پادشاه

(اول تواریخ ۱۱: ۱ - ۹، ۱۴: ۱ - ۷)

۱د اسراییلو د ټولو قبیلو مشران داود ته چې په حبرون کې ؤ ورغلل او هغه ته یې وویل: <مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو. ۲مخکې چې کله شائول زمونږ پادشاه ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او څښتن تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.>

۳کله چې د اسراییلو ټول مشران داود پادشاه ته ورغلي وو، داود د څښتن په مخ کې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پادشاه په توګه غوره کړ.

۴داود دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او څلوېښت کاله یې پادشاهي وکړه. ۵په حبرون کې هغه په یهودا باندې اووه کاله او شپږ میاشتې پادشاهي وکړه او په اورشلیم کې یې په ټولو اسراییلو او یهودا باندې دري دېرش کاله پادشاهي وکړه.

داود او د اورشلیم فتح

۶هغه وخت راورسېد چې داود پادشاه او د هغه عسکر په اورشلیم باندې د حملې کولو دپاره روان شول. یبوسیان چې په هغه سیمه کې اوسېدل هغوی خیال کاوه چې داود به دا ښار فتح نه کړي، نو هغوی داود ته وویل: <ته به هیڅ کله دې ښار ته دننه نه شې، ځکه ړانده او شلان هم کولی شي ستا د ننوتو مخه ونیسي.> ۷(مګر داود د صهیون د غره طبعي کلا ونیوله او هغه د داود د ښار په نوم مشهوره شوه.)

۸په هغه ورځ داود خپلو نفرو ته وویل: <هرڅوک چې غواړي په یبوسیانو باندې حمله وکړي هغه دې د کارېز له لارې هغو ړاندو او شلانو ته چې د داود ډېر سخت دښمنان دي ځانونه ورسوي.> هغوی ځکه داسې وایي: <هیڅ ړوند او شل ماڼۍ ته ننوتلی نه شي.>

۹نو داود په کلا کې ځای په ځای شو او په هغې باندې یې د داود ښار نوم کېښود. د هغه شاوخوا ته یې ښار جوړ کړ، په هغه ځای کې یې کار شروع کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا څخه نوې راډکه شوې وه. ۱۰د داود قوت ورځ په ورځ زیاتېده ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای ورسره ؤ.

۱۱نو بیا د صور پادشاه حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل. د هغوی سره ترکاڼان او خټګران هم وو. هغوی د صبر د ونو ډډونه راوړل او داود ته یې ماڼۍ جوړه کړه. ۱۲نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پادشاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پادشاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کوي.

۱۳وروسته له هغې چې داود د حبرون څخه اورشلیم ته کډه وکړه هغه نورې ښځې او وینځې وکړې او نور زامن او لورګانې یې پیدا شول. ۱۴دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوباب، ناتان، سلیمان، ۱۵ایبحار، الیشوع، نفج، یافیع، ۱۶الیشمع، الیاداع او الیفلط.

داود او د فلسطینیانو ماتې

(اول تواریخ ۱۴: ۸ - ۱۷)

۱۷کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو پادشاه شوی دی، هغوی په پوره ځواک سره ووتل چې داود ونیسي. مګر داود د دې څخه خبر شو او محفوظ ځای ته لاړ. ۱۸نو فلسطینیان راغلل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې. ۱۹داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ آیا ماته به بری راکړې؟>

څښتن ځواب ورکړ: <هو، ورباندې حمله وکړه! زه به په یقین سره تاته بری درکړم!>

۲۰نو داود بعل فراصیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماتې ورکړه. هغه وویل: <څښتن زما دښمنان د سیلاب په شان له منځه یوړل.> نو هغه ځای د بعل فراصیم په نوم یاد شو. ۲۱فلسطینیانو خپل بتان هلته پرېښودل، وروسته داود او د هغه نفرو هغه د ځان سره یوړل.

۲۲فلسطینیان یو ځل بیا لاړل او د رفایم په دره کې یې مورچلې ونیولې. ۲۳داود یو ځل بیا د څښتن سره مشوره وکړه، څښتن ځواب ورکړ: <له دې ځای څخه حمله مه کوه، بلکه د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې حمله وکړه. ۲۴کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېد نو بیا په بیړه حمله وکړه، ځکه چې دا به دا معنیٰ ولري چې زه ستا په مخ کې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.> ۲۵نو څنګه چې څښتن داود ته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبع څخه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.