East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Kings 5

د نعمان شفا

۱نعمان د سوریې د لښکرو قوماندان ؤ. څښتن د هغه او د هغه لښکرو سره مرسته وکړه چې خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي، نو د سوریې پاچا د نعمان ډېر درناوی کاوه. نعمان ډېر زړور عسکر ؤ مګر د جذام په ناروغۍ باندې اخته ؤ.

۲یوه ورځ چې کله د سوریې لښکرو په اسراییلو باندې یرغل وکړ، هغوی یوه وړه اسراییلۍ نجلۍ ونیوله او هغه د نعمان د ښځې وینځه شوه. ۳یو څه موده وروسته هغې نجلۍ خپلې بادارې ته وویل: <کشکې ستا مېړه نعمان هغه نبي ته ورشي چې په سامره کې دی، نو هغه ته به د جذام څخه شفا ورکړي.>

۴کله چې نعمان د هغې نجلۍ خبره پاچا ته وکړه، ۵پاچا ځواب ورکړ: <د اسراییلو پاچا ته ورشه. زه به ورته یو لیک ولېږم.>

نعمان دېرش زره مثقاله سپین زر، شپږ زره مثقاله سره زر او لس جوړه کالي له ځانه سره واخیستل او روان شو. ۶همدارنګه هغه د اسراییلو پاچا ته لیک هم یووړ. په هغه کې داسې ویل شوي وو: <خپل خدمتګار نعمان تاته درلېږم چې هغه ته د جذام څخه شفا ورکړې.>

۷کله چې د اسراییلو پاچا هغه لیک ولوست، هغه له وېرې خپل کالي وشلول او ویې ویل: <د سوریې پاچا دا یقین لري چې زه دې سړي ته د جذام څخه شفا ورکولای شم! آیا هغه فکر کوي چې زه خدای یم چې د مرګ او ژوند اختیار لرم؟ هغه غواړي په دې بهانه زمونږ سره وجنګیږي.>

۸کله چې الیشع د خدای نبي له دې پېښې څخه خبر شو، هغه د اسراییلو پاچا ته دغه پیغام ولېږه: <ولې دومره وېرېږې؟ هغه سړی ماته راولېږه، ترڅو هغه پوه شي چې په اسراییلو کې نبي شته.>

۹بیا نعمان د خپلو آسونو او جنګي ګاډیو سره روان شو او د الیشع د کور په دروازه کې ودرېد. ۱۰الیشع یو نفر بیرون ولېږه چې هغه ته داسې ووایي: <لاړ شه او د اردن په سیند کې اووه ځلې خپل ځان ومینځه. نو بیا به ستا د بدن پوستکی عادي حالت ته راشي او بېخي به روغ شې.>

۱۱مګر نعمان ډېر په قهر شو او لاړ، ویې ویل: <ما فکر کاوه چې هغه به بیرون راووزي، زما په مخ کې به ودریږي او خپل څښتن خدای ته به دعا وکړي، بیا به خپل لاس زما د پوستکي دپاسه تېر کړي او ما به روغ کړي. ۱۲آیا د دمشق سیندونه، ابانه او فرفر د اسراییلو د ټولو سیندونو څخه ښه نه دي؟ زه کولی شم چې په هغو کې خپل ځان ومینځم او روغ شم.>

۱۳د هغه خدمتګاران ورغلل او ورته ویې ویل: <ای زمونږ پلاره، که چېرې هغه نبي تاسو ته ویلي وای چې کوم سخت کار وکړئ تاسو به هغه کار کړی وای. نو څه چې هغه درته ویلي دي ولې هماغسې نه کوئ؟ لاړ شئ خپل ځان ومینځئ نو روغ به شئ.> ۱۴نو نعمان د اردن سیند ته ورکوز شو او لکه څنګه چې د خدای نبي ورته ویلي وو خپل ځان یې اووه ځلې پکې ومینځه. هغه بېخي جوړ شو او د هغه پوستکی د ماشوم د پوستکي په شان نرم شو.

۱۵نعمان او د هغه ټول سړي بېرته الیشع ته ورغلل. نعمان د هغه په مخ کې ودرېد او ویې ویل: <اوس زه پوه شوم چې د اسراییلو خدای په ټوله نړۍ کې یوازېنی خدای دی. ښاغلیه، آیا زما له خوا به سوغات قبول کړئ؟>

۱۶الیشع ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن په نوم چې زه یې خدمتګار یم قسم خورم چې هېڅ شی به ستا څخه وانخلم.>

نعمان زارۍ کولې، مګر الیشع نه منل. ۱۷په آخر کې نعمان وویل: <که چېرې دا سوغات قبول نه کړئ، نو اجازه راکړئ چې د دې ځای له خاورو څخه دوه قچرې بار کړم او د ځان سره یې یوسم. ځکه چې له همدا اوس نه به زه د اسراییلو له څښتن څخه پرته کوم بل خدای ته قربانۍ یا سوځېدونکې نذرانې وړاندې نه کړم. ۱۸مګر کله چې د سوریې پاچا د رمون د عبادت ځای ته ننوځي چې هلته سجده وکړي او هغه زما په مړوند تکیه کوي او پخپله هم سجده کوم، نو څښتن ته زارۍ کوم چې ما وبخښي.>

۱۹الیشع په ځواب کې وویل: <خپل کور ته په خیر سره لاړ شه.> وروسته بیا نعمان لاړ.

د جیحزي حرص

نعمان لا دومره لیرې نه ؤ تللی، ۲۰چې جیحزي د خپل ځان سره وویل: <الیشع دغه سوریایی ډېر په اسانۍ سره پرېښود. هغه باید د نعمان سوغات اخیستی وای. زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې زه به د هغه پسې وځغلم او یو څه به ورڅخه واخلم.> ۲۱نو هغه په چټکۍ سره نعمان پسې ورغی.

کله چې نعمان ولیدل چې جیحزي د هغه پسې منډې وهي، هغه د خپلې ګاډۍ څخه راښکته شو چې د هغه سره وویني. نعمان پوښتنه وکړه: <خیریت دی؟>

۲۲جیحزي ځواب ورکړ: <هو، خیریت دی، مګر بادار مې زه راولېږلم چې تاته ووایم همدا اوس د نبیانو د ډلې دوه غړي د افرایم د غرنۍ سیمې څخه رارسېدلي دي. هغه غواړي چې ته هغوی ته د سپینو زرو درې زره ټوټې او دوه جوړې ظریفې جامې ورکړې.> ۲۳نعمان ځواب ورکړ: <بې شکه، د دې اندازې دوه چنده سپین زر ولې نه اخلې؟> هغه جیحزي په دې باندې راضي کړ چې هغه ټول واخلي، بیا یې هغه سپین زر په دوه کڅوړو کې وتړل. هغه دا کڅوړې او کالي خپلو دوو خدمتګارانو ته وسپارل او هغوی دا شیان د جیحزي څخه مخکې یوړل. ۲۴کله چې هغوی هغې غونډۍ ته ورسېدل چې الیشع پکې اوسېده، جیحزي هغه کڅوړې د خدمتګارانو څخه واخیستلې او په کور کې یې کېښودلې. بیا هغه د نعمان خدمتګاران بېرته ولېږل. ۲۵جیحزي بېرته کور ته ننوت او الیشع د هغه څخه پوښتنه وکړه: <چېرته وې؟>

هغه ځواب ورکړ: <ښاغلیه، هېڅ چېرې نه وم تللی.>

۲۶مګر الیشع وویل: <آیا ته پوه نه شوې، کله چې نعمان د خپلې جنګي ګاډۍ څخه راکوز شو چې ستا سره وګوري زما روح هلته ؤ؟ آیا دا د دې وخت دی چې ته پیسې او کالي، د زیتونو او انګورو باغونه، پسونه او پادې یا غلامان او وینځې واخلې؟ ۲۷په دې سبب چې تا دا کار کړی دی، نو اوس به د نعمان جذام په تا باندې راشي او ته او ستا اولاده به تل په دې ناروغۍ باندې اخته وي!>

ناڅاپه د جیحزي پوستکی د جذام له کبله د واورې په شان سپین شو او هغه لاړ.