East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Proverbs 23

۱کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنې

نو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي.

۲که ته ډېر خېټور انسان هم یې

نو په خپله مرۍ دې چاړه کېږده

۳او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره

ځکه چې دا خوراک ستا د چل او تېرایستلو دپاره دی.

۴د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره ځان مه ستومانه کوه

هوښیار اوسه او د داسې کار نه ځان وساته

۵ځکه ټوله شتمني به دې

ناڅاپه د باز په شان وزرې پرانیزي

او د سترګو په رپ کې به اسمان ته والوزي او ختمه به شي.

۶د شوم سړي ډوډۍ مه خوره

او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره

۷ځکه هرڅه چې ته خورې هغه یې حسابوي

او درته وایي چې راځه، ما سره وخوره او وڅښه!

خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي.

۸کومه مړۍ چې دې خوړلې ده هغه به بېرته وګرځوې

او ټولې خوږې خبرې به دې له منځه لاړې شي.

۹کم عقل سړي ته هېڅکله نصیحت مه کوه

ځکه هغه ستا د هوښیارۍ کلام ته په سپکه سترګه ګوري.

۱۰د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه

او د یتیمانو ځمکه په ظلم مه نیسه

۱۱ځکه چې د دوی ساتونکی زورور دی

او هغه به د دوی حق ستا نه واخلي.

د پلار نصیحتونه

۱۲د زړه له کومي نصیحت قبول کړه

او د علم او پوهې خبرو ته غوږ ونیسه.

۱۳د خپل زوی په اصلاح کې لټي مه کوه.

که ته یې په لښته ووهې نو مړ به نه شي.

۱۴نو هغه ته په لښته سزا ورکړه

چې روح یې د قبر نه وژغورل شي.

۱۵نو ای زما زویه! که ته د حکمت خاوند شې

نو زړه به مې ډېر خوشحاله شي

۱۶او کله چې ته رښتینې خبرې کوې

نو زړه مې د خوشحالۍ نه ټوپونه وهي.

۱۷خپل زړه مه پرېږده چې له ګناهکارانو سره بخیلي وکړي

بلکې هر وخت د څښتن نه په وېره کې اوسه

۱۸نو باور ولره چې په راتلونکې کې ستا دپاره پوره امید دی

او هېڅکله به ستا هیلې له منځه لاړې نه شي.

۱۹نو ای زما زویه! ماته غوږ ونیسه او هوښیار اوسه

او خپل زړه دې په سمه لار باندې ټینګ وساته.

۲۰د شرابیانو سره ناسته ولاړه مه کوه

او د خېټورو خلکو سره چې ډېره غوښه خوښوي مه ګرځه

۲۱ځکه چې شرابیان او خېټور خلک به خوار شي

او ډېر خوب به هغوی ته زاړه کالي واغوندي.

۲۲د خپل پلار خبرو ته دې غوږ ونیسه چې تاته یې ژوند درکړی دی

او د خپلې بوډۍ مور سپینو ویښتو ته په سپکه سترګه مه ګوره.

۲۳حقیقت حاصل کړه او هغه په بیه واخله

او د پیسو په خاطر حکمت، نصیحت او عقل مه خرڅوه.

۲۴د نېک سړي پلار ډېر خوشحاله وي

او هوښیار زوی د خپل پلار دپاره د خوښۍ سبب وي.

۲۵پرېږده چې ستا مور او پلار په تا خوښ اوسي

او مور دې چې ته یې زېږولی یې خوشحالي وکړي.

۲۶نو ای زما زویه! خپل زړه دې ماته راکړه

او په ډېره خوشحالۍ زما په لارو قدم کېږده

۲۷ځکه زناکاره ښځه ستا دپاره ژوره کنده ده

او هغه د یوې تنګې څاه په څېر ده.

۲۸هغه د یو داړه مار په شان په کمین کې ناسته وي

او د خلکو ترمنځ خیانت زیاتوي.

۲۹څوک دی چې افسوس کوي

او څوک دی چې غمجن دی؟

څوک دی چې شخړې جوړوي

او څوک دی چې شکایت کوي؟

څوک دی چې ناحقه زخمونه لري

او څوک دی چې سترګې یې سرې دي؟

۳۰دا هغه څوک دي چې تل شراب خوري

او هر ډول شراب څښي او تل ورپسې ګرځي.

۳۱د شرابو سور رنګ ته په شوق مه ګوره

چې په پیاله کې ځلیږي

او په اسانۍ له ستوني نه تېریږي

۳۲خو په اخر کې د مار په شان چیچل کوي

او د منګري په څېر د زهرو ډک وي.

۳۳ستا سترګې به هر ډول حیرانوونکي شیان ویني

او په زړه کې به دې ګډې وډې خبرې ګرځي.

۳۴د هغه چا په شان به شې چې د دریاب دپاسه خوب کوي

او د څپو په سر پروت ټالۍ وهي.

۳۵ته به ووایې: «هغوی زه ووهلم خو زه دردمند نه شوم.

زه یې وټکولم خو پوه پرې نه شوم.

کله به راویښ شم چې د شرابو یوه بله پیاله وڅښم؟»