East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 10

د عدالت دپاره دعا

۱ای څښتنه ولې لېرې ته ودرېږې؟

د سختیو وخت کې ولې پټوې ځان؟

۲کبرجن دي بدکاران او ځوروي دوی غریبان

هغوی دې ګېر شي هغو نقشو کې

چې جوړې کړې دي دوی

۳کوي فخر بدکاران په خپلو بدو خواهشاتو

حریصان سپکوي څښتن ورته ښکنځلې کوي

۴هېڅ پروا د څښتن نه کړي بدکاران

دوی له کبره کوي فکر چې خدای هېڅ دی

۵تل کامیاب دي بدکاران خپلو کارو کې

د دوی د پوهې نه اوچت دي قضاوتونه د خدای

وهي ملنډې دوی په خپلو ټولو دښمنانو باندې

۶خپلو زړونو کې دوی وایي:

«نه لړزېږو مونږ هېڅکله

په پېړیو کې ځورېږو نه هېڅکله»

۷خولې یې ډکې د لعنتونو، درواغو او اخطارونو

او د ژبو په سرونو یې بدي او شرارت دی

۸نژدې کلیو کې ځانونه پټوي

بې ګناه خلک قتلوي پټو ځایونو کې

د دوی سترګې د کم بختو څار کوي

۹د زمریانو په شان دوی کړي انتظار پټو ځایو کې

دوی پراته وي انتظار کې د خوارانو

دوی رانیسي او راکاږي دا خواران خپلو دامو کې

۱۰دي بې وزله قربانیان پراته ټوټې ټوټې

دي مات کړي د بدکارو زور دا خلک

۱۱بدکاران خپلو ځانونو سره وایي:

«خدای هېر کړي هغه ټول دي

هغه سترګې پټې کړې ما به نه ویني هېڅکله»

۱۲راپاڅه ای څښتنه

سزا ورکړه بدکارانو ته ای خدایه

ته هېر نه کړې هغه خلک چې محتاج دي

۱۳بدکاره خلک ولې خدای سپکوي؟

خپلو ځانونو سره داسې وایي:

«هغه به ماته سزا نه راکوي»

۱۴خو ته ګورې او د خلکو تکلیفونه او غمونه وینې

نو تل د مرستې ورکولو ته تیار یې

خدایه سپاري مسکینان ځانونه تاته

ته همېش د یتیمانو مددګار یې

۱۵کړه مات لاسونه د بدانو او بدکارو خلکو

ته هغوی ته د بدیو سزا ورکړه

چې نور ونه کړي دا کار په اینده کې

۱۶تل ترتله به پاچا وي څښتن

نور قومونه نابودیږي به د ځمکې د ده

۱۷ته دعا اورې څښتنه، د خوارانو

ورکوې د هغوی زړونو ته قوت

۱۸د یتیمانو، مظلومانو فریادونه اورې

د دوی په حق کې قضاوت کوې ته

چې فاني انسان یې نور ونه وېروي