East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 124

څښتن د خپل قوم ساتونکی دی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱راکړئ ځواب ای د اسراییلو قومه

څه به شوي وای په مونږه

که څښتن نه وای طرفدار زمونږه

۲که څښتن نه وای طرفدار زمونږه

کله چې وکړله حمله خلکو په مونږ باندې

۳کله چې دوی وو ډېر په قهر په مونږ

دوی به تېر کړي وای ژوندي مونږه

۴بیا به مونږ وړي وای سېلاب

او لاندې کړي به اوبو وای مونږه

۵او غړمبېدونکو څپو به وای ډوب کړي مونږه

۶ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې پرې یې نښودلو چې

مونږه ښکار شو د دښمن د غاښو

۷لکه مرغۍ په شان یو مونږه تښتېدلي د ښکاري له دامه

هغه دام وشلېده او مونږه ترې وتښتېدو

۸مونږ ته کومک رارسي د څښتن له خوا نه

چا چې جوړ کړی دی اسمان او ځمکه