East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Samuel 17

جلیات اسراییلو ته د مقابلې بلنه ورکوي

۱فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې. ۲شائول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په مقابل کې یې خپلې جنګي کرښې جوړې کړې. ۳په یوه غونډۍ باندې فلسطینیان او په بله غونډۍ باندې اسراییلیان ودرېدل او د هغوی په منځ کې دره وه.

۴د جت د ښار څخه یو اتل چې جلیات نومېده د فلسطینانو د کمپ څخه د اسراییلیانو د مقابلې دپاره راووت. د هغه قد نژدې درې متره ؤ. ۵هغه برنجي زغرې اغوستې وې چې اووه پنځوس کیلوګرامه وزن یې درلود او برنجي خولۍ یې په سر وه. ۶د هغه پښې هم د برنجي زغرو په وسیله خوندي وې او د ولو په منځ یې برنجي توره ځوړنده وه. ۷د هغه نېزه د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان پنډه وه او د هغې څوکه چې د اوسپنې وه اووه کیلوګرامه وزن درلود. یو عسکر د ده په مخکې روان ؤ او د هغه سپر یې یووړ. ۸جلیات ودرېد او په اسراییلو باندې یې غږ وکړ ویې ویل: <تاسو دلته څه کوئ؟ ولې د جګړې دپاره په قطار ولاړ یاست؟ زه فلسطینی یم او تاسو د شائول غلامان یاست! د خپلو نفرو څخه یو تن غوره کړئ چې دلته راشي او زما سره وجنګیږي. ۹که چېرې هغه وکولی شي چې زما سره وجنګیږي او ما ووژني، نو مونږ به ستاسو غلامان شو. مګر که چېرې زه په هغه باندې غالب شوم او هغه ووژنم نو تاسو به زمونږ غلامان شئ او زمونږ خدمت به کوئ. ۱۰نن زه اسراییلیان جګړې ته رابولم، زه تاسو دې ته هڅوم چې یو نفر غوره کړئ چې زما سره جګړه وکړي!> ۱۱کله چې شائول او د اسراییلو لښکر د جلیات دا خبرې واورېدلې هغوی بې زړه شول او ډېر ووېرېدل.

داود د شائول د اردو په قرارګاه کې

۱۲داود د یهودا د بیت لحم د افراتي یسي زوی ؤ. یسي اته زامن درلودل او هغه د شائول د پادشاهۍ په وخت کې ډېر زوړ شوی ؤ. ۱۳د هغه درې مشران زامن د شائول سره جنګ ته تللي ‎وو، مشر یې الیاب، بل یې ابیناداب او دریم یې شمه ؤ. ۱۴داود د یسي په زامنو کې تر ټولو کشر زوی ؤ. درې مشران ورونه یې د شائول سره پاتې کېدل. ۱۵خو کله کله به داود د شائول څخه بیت لحم ته ستنېده چې د خپل پلار پسونه وڅروي.

۱۶تر څلوېښت ورځو پورې به جلیات هر سهار او ماښام مخکې کېده او خپله بلنه به یې ورکوله.

۱۷یوه ورځ یسي داود ته وویل: <لس کیلوګرامه نینې شوې غلې دانې او لس ډوډۍ واخله او په بیړه یې خپلو ورونو ته د شائول قرارګاه ته یوسه. ۱۸لس کلچې پنیر د هغوی قوماندان ته یوسه، وګوره چې ستا ورونه څنګه دي او بېرته د هغوی څخه یوه نښه راوړه.> ۱۹شائول د خپلو ټولو عسکرو سره او هم د داود ورونه د ایله په دره کې وو او د فلسطینیانو سره جنګېدل. ۲۰داود سهار وختي پاڅېد او یو نفر یې د پسونو د ساتنې دپاره د مسئول په توګه پرېښود. داود ډوډۍ واخیسته او څنګه چې یسي هغه ته ویلي وو هغه لاړ. دی هغه وخت قرارګاه ته ورسېد چې اسراییل خپلې جنګي کرښې ته وتل او د جګړې نارې یې وهلې. ۲۱د اسراییلیانو او فلسطینیانو لښکرې د جګړې دپاره یو بل ته مخامخ ځای په ځای شوې. ۲۲داود خپل شیان د لوازمو ساتونکي ته پرېښودل، د جګړې کرښې ته یې ورمنډه کړه او د خپلو ورونو د احوال پوښتنه یې وکړه. ۲۳په داسې حال کې چې داود د هغوی سره خبرې کولې، فلسطینی اتل جلیات چې د جت څخه ؤ د خپلو کرښو څخه راووت. د مخکې په شان یې جګړې ته د رابللو چیغې ووهلې او داود هغه واورېدلې. ۲۴کله چې اسراییلیانو جلیات ولید، هغوی ټول له ډېرې وېرې د هغه څخه وتښتېدل. ۲۵اسراییلو به ویل: <تاسو وینئ چې دا سړی څنګه راوزي چې اسراییل د جګړې دپاره راوپاروي؟ هغه څوک چې دا سړی ووژني شائول پادشاه به ورته ډېره شتمني ورکړي. هغه به هم خپله یوه لور هغه ته په نکاح کړي او د هغه د پلار کورنۍ به د مالیې ورکولو څخه معاف کړي.>

۲۶داود د هغو نفرو څخه پوښتنه وکړه چې د ده سره نژدې ولاړ وو: <څوک چې دغه فلسطینی ووژني او اسراییل د دې رسوایۍ څخه خلاص کړي څه به تر لاسه کړي؟ آخر دا کافر فلسطینی څوک دی چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي؟> ۲۷دوی تکرار کړل چې شائول د هغه چا دپاره چې جلیات ووژني څنګه انعام ایښی دی.

۲۸کله چې د داود مشر ورور الیاب د هغو خلکو سره د داود خبرې واورېدې، هغه په داود باندې له قهره سور شو او ویې ویل: <دلته څه کوې؟ څوک په دښته کې ستا د هغه څو پسونو ساتنه کوي؟ زه د ستا د زړه په مغرورۍ او بد نیت باندې پوهېږم، ته یوازې د جګړې د تماشې دپاره راغلی یې.>

۲۹داود وویل: <اوس ما څه کړي دي؟ آیا د خبرو کولو حق هم نه لرم؟> ۳۰بیا هغه بل سړي ته مخ ورواړاوه او د هغه څخه یې هم هماغه پوښتنه وکړه. هر وخت چې هغه پوښتنه کوله نو هماغه ځواب به یې ترلاسه کاوه.

۳۱ځینو خلکو د داود خبرې واورېدې او هغوی شائول خبر کړ او هغه یې راوغوښت. ۳۲داود شائول ته وویل: <اعلیحضرته، هیڅوک باید د دې فلسطیني څخه ونه وېریږي! ستاسو غلام به لاړ شي او د هغه سره به وجنګیږي.>

۳۳شائول ځواب ورکړ: <ته به د هغه سره څنګه وجنګېږې؟ ته یو بې تجربې ځوان یې او هغه د ځوانۍ څخه یو جنګیالی دی.>

۳۴مګر داود شائول ته وویل: <ستاسو غلام د خپل پلار د پسونو ساتنه کوي. کله چې زمری یا ایږه راځي او د رمې څخه وری تښتوي، ۳۵زه د هغه پسې ورځم، هغه وهم او وری د هغه د خولې څخه خلاصوم. که چېرې هغه وحشي حیوان په ما باندې راوګرځي، هغه له ستوني نیسم او تر مرګه یې وهم. ۳۶ما زمري او ایږې دواړه وژلي دي او د دې کافر فلسطیني سره به چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي هماغه شان عمل وکړم. ۳۷هغه څښتن چې زه یې د زمریو او ایږو د منګلو څخه ژغورلی یم هغه به مې د دې فلسطیني له لاسه هم وژغوري.>

شائول ومنله او داود ته یې وویل: <لاړ شه او څښتن دې ستا سره مل وي.> ۳۸بیا شائول داود ته خپل جنګي کالي ورواغوستل. خپلې زغرې یې د هغه په تن کړې او برنجي خولۍ یې ورپه سر کړه. ۳۹داود د شائول توره په جنګي کالیو باندې وتړله او د روانېدو کوښښ یې وکړ، خو هغه نه شو تللی، ځکه چې دی د هغو سره عادت نه ؤ. هغه شائول ته وویل: <زه د دې کالیو سره عادت نه یم او په دې کې نه شم جنګېدلی.> نو ټول یې وویستل. ۴۰بیا هغه خپله امسا په لاس کې واخیسته، د ویالې څخه یې پنځه ښویه تیږې د خپل ځان دپاره غوره کړې او هغه یې د خپل شپونتوب په کڅوړه کې کېښودلې. مچنوغزه یې په لاس کې وه او هغه فلسطیني ته ورنژدې شو.

داود جلیات وژني

۴۱په همدې وخت کې هغه فلسطینی چې سپر وړونکی یې ترې مخکې ؤ راروان ؤ. هغه داود ته ورنژدې کېده. ۴۲هغه داود ته په ځیر وکتل او ویې لیدل چې هغه یو ښایسته او روغ رمت ځوان دی نو هغه ورته سپک ښکاره شو. ۴۳هغه داود ته وویل: <دا ډانګ د څه دپاره دی؟ آیا ته فکر کوې چې زه سپی یم؟> هغه د خپلو خدایانو په نامه په داود باندې لعنت ووایه. ۴۴هغه داود ته وویل: <راشه! زه به ستا غوښې په مرغانو او په ځناورو باندې وخورم!>

۴۵داود جلیات ته ځواب ورکړ: <ته زما په مقابل کې د تورې، نېزې او خنجر سره راځې. خو زه ستا په مقابل کې د مطلق قادر څښتن، یعنې د اسراییلو د لښکرو د خدای په نوم چې تا جګړې ته راپارولې دي درځم. ۴۶دا هغه ورځ ده چې څښتن به تا ماته تسلیم کړي او زه به تا ووژنم او ستا سر به پرې کړم. زه به د فلسطینیانو د عسکرو مړي مرغانو او ځناورو ته واچوم چې ویې خوري. نو ټوله نړۍ به په دې پوه شي چې د اسراییلو خدای شته. ۴۷هرڅوک به دلته وګوري چې څښتن د خپل قوم د ژغورلو دپاره تورو یا نېزو ته اړتیا نه لري. دا د څښتن جنګ دی او هغه به تاسې ټول مونږ ته راتسلیم کړي.>

۴۸یو ځل بیا جلیات د داود خواته ورنژدې کېده او داود د هغه د مقابلې دپاره په چټکۍ سره د جګړې د کرښې په لور ورمنډه کړه. ۴۹داود خپل لاس خپلې کڅوړې ته وراوږد کړ، یوه تیږه یې راوویسته، په مچنوغزې باندې یې ګوزاره کړه او جلیات یې په تندي باندې وویشت. تیږه د هغه په تندي کې ورننوتله او هغه پړمخې په ځمکه باندې پرېوت. ۵۰نو داود بې له تورې جلیات ته ماتې ورکړه او د مچنوغزې او تیږې په وسیله یې هغه وواژه. ۵۱داود منډه کړه او د جلیات سرته ودرېد، د هغه توره یې د هغه د پوښ څخه راوویستله، هغه یې وواژه او سر یې ورڅخه پرې کړ.

کله چې فلسطینیانو ولیدل چې د دوی اتل مړ شو دوی وتښتېدل. ۵۲د اسراییلو او یهودا خلکو چیغې وهلې او مخ په وړاندې یې منډې کړې. فلسطینیان یې د جت او د عقرون تر دروازو پورې تعقیب کړل او د هغوی مړي د شعرایم په لاره کې د جت او عقرون پورې پراته وو. ۵۳کله چې اسراییلیان د فلسطینیانو د تعقیبولو څخه راستانه شول، د هغوی قرارګاه یې لوټه کړه. ۵۴داود د جلیات سر راواخیست او اورشلیم ته یې یووړ، مګر د هغه وسلې یې په خپله خېمه کې کېښودلې.

داود د شائول په حضور کې وړاندې کیږي

۵۵کله چې شائول ولیدل چې داود د جلیات سره د جنګ دپاره وروزي هغه د خپلو لښکرو د قوماندان ابنیر څخه پوښتنه وکړه: <ای ابنیره، هغه د چا زوی دی؟>

ابنیر ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه ستا په سر قسم خورم چې زه نه پوهېږم.> ۵۶پادشاه وویل: <دا معلومه کړه چې دا ځوان د چا زوی دی.> ۵۷نو څنګه چې داود د جلیات د وژلو څخه راستون شو، ابنیر هغه شائول ته راوست. داود لا د جلیات سر په لاس کې نیولی ؤ. ۵۸شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ای ځوانه، ته د چا زوی یې؟>

داود ځواب ورکړ: <زه ستاسو د خدمتګار یسي بیت لحمي زوی یم.>