East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Kings 8

شونیمي ښځه او د هغې ځمکه

۱الیشع هغې ښځې ته چې د هغې زوی یې بېرته راژوندی کړی ؤ وویل: <د خپلې کورنۍ سره کوم بل ځای ته لاړه شه او هلته د یو څه مودې دپاره واوسېږه، ځکه چې څښتن په دې هېواد باندې قحطي راولي او هغه به تر اوو کالو پورې دوام وکړي.> ۲لکه څنګه چې د خدای نبي الیشع ویلي وو هغې ښځې کټ مټ هماغسې وکړل او هغه لاړه چې د فلسطینیانو په هېواد کې واوسیږي. هغه د خپلې کورنۍ سره اووه کاله په هغه ځای کې واوسېدله.

۳د اوو کالو په پای کې، هغه اسراییلو ته راستنه شوه، پاچا ته لاړه او ورته زارۍ یې وکړې چې کور او جایداد یې بېرته ورکړل شي. ۴په دې وخت کې، پاچا د الیشع د خدمتګار جیحزي سره خبرې کولې. د هغه څخه یې وغوښتل چې د الیشع د ټولو حیرانوونکو کارونو په هکله معلومات ورکړي. ۵په داسې حال کې چې جیحزي هغه ته د هغه مړ هلک په هکله چې الیشع بېرته راژوندی کړی ؤ خبرې کولې، هغه ښځه د خپل زوی سره راورسېدله چې پاچا ته عرض وکړي. جیحزي وویل: <ای اعلیحضرته! هغه ښځه دا ده او دا د هغه زوی دی چې الیشع راژوندی کړی دی.> ۶پاچا هغې ښځې ته وویل چې خپله کیسه بیان کړي او هرڅه چې پېښ شوي وو هغې ورته بیان کړل. بیا پاچا د خپلو درباریانو څخه یو تن ته وویل: <ټول جایداد هغې ته بېرته ورکړه، برسېره پردې د ځمکې عایدات د هغې ورځې نه چې هغه له دې ځای نه تللې وه تر اوسه پورې هم ورکړه.>

د حزاییل له خوا د بنهدد وژنه

۷الیشع هغه وخت دمشق ته لاړ چې د سوریې پاچا بنهدد ناروغ ؤ. کله چې پاچا ته یې خبر ورکړ چې الیشع دلته راغلی دی، ۸هغه حزاییل ته وویل: <د خدای د نبي الیشع دپاره د ځان سره یو سوغات واخله، لاړ شه، د هغه سره وګوره او ورته ووایه چې د څښتن څخه پوښتنه وکړي چې زه به روغ شم که نه.>

۹بیا حزاییل د څلوېښتو اوښانو سره چې د دمشق ډېر ښه تولیدات ورباندې بار وو روان شو او الیشع ته یې د سوغات په توګه یوړل. هغه نبي راپیدا کړ او ورته ویې ویل: <ستاسو خدمتګار بنهدد پاچا زه ستاسو حضور ته رالېږلی یم ترڅو په دې پوه شم چې هغه به روغ شي که نه.>

۱۰الیشع حزاییل ته وویل: <هغه ته ووایه چې ته به روغ شې، مګر څښتن ماته مخکې فرمایلي وو چې په حقیقت کې به بنهدد خامخا مړ شي.> ۱۱الیشع حزاییل ته داسې په ځیر کتل تر هغې چې هغه وشرمېده، بیا الیشع وژړل.

۱۲حزاییل پوښتنه وکړه: <ای ښاغلیه، ولې ژاړئ؟>

الیشع ځواب ورکړ: <ځکه زه پوهېږم چې ته به د اسراییلو قوم ته ډېر زیان ورسوې. ته به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه وسوځوې او د هغوی ځوانان به ووژنې. د هغوی اولادونه به ټوټې ټوټې کړې او د هغوی د امیدوارو ښځو ګېډې به هم څیرې کړې.>

۱۳حزاییل ځواب ورکړ: <زما په شان یو معمولي انسان دومره غټ کار څنګه کولی شي؟>

الیشع ورته وویل: <ای حزاییله، څښتن ماته ښودلي دي چې ته به د سوریې پاچا شې.>

۱۴حزاییل بېرته بنهدد ته ورغی. بنهدد ورڅخه پوښتنه وکړه: <الیشع څه وویل؟>

حزاییل ځواب ورکړ: <هغه وویل چې ته به هرومرو روغ شې.> ۱۵مګر په راتلونکې ورځ، حزاییل یوه کمپله راواخیسته، په اوبو کې یې خیشته کړه او د پاچا په مخ باندې یې کېښوده تر هغې پورې چې د هغه ساه بنده شوه او هغه مړ شو. بیا حزاییل د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا یهورام

(دویم تواریخ ۲۱: ۱ - ۲۰)

۱۶په اسراییلو کې د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په پنځم کال، د یهوشافاط زوی یهورام د یهودا پاچا شو. ۱۷یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.

۱۸یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، ۱۹مګر څښتن نه غوښتل چې یهودا له منځه یوسي، ځکه چې هغه د خپل خدمتګار داود سره ژمنه کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.

۲۰د یهورام په پاچاهۍ کې، د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه. ۲۱نو یهورام د خپلو ټولو جنګي ګاډیو سره صعیر ته روان شو، چې هلته ادومي لښکر هغوی کلابند کړل. د شپې هغه او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانانو کلابندي ماته کړه او د یهورام عسکر خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۲۲یهودا هېڅکله ونه شو کولی چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول.

۲۳د یهورام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۴یهورام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا اخزیا

(دویم تواریخ ۲۲: ۱ - ۶)

۲۵په اسراییلو کې د یورام د پاچاهۍ په دولسم کال، د یهورام زوی اخزیا د یهودا پاچا شو. ۲۶اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور عتلیا وه چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه. ۲۷څرنګه چې اخزیا د اخاب د کورنۍ سره د خېښۍ اړیکې درلودلې، نو هغه هم د هغوی په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.

۲۸اخزیا د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې برید وکړي. په دې جګړه کې سوریایانو یورام ټپي کړ. ۲۹نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې ټپ یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.