East Afghan
EA Icon - Torah
The second book of the Torah

Exodus 29

د کاهنانو ټاکنه

(لاویان ۸: ۱ - ۳۶)

۱دا هغه مراسم دي چې د کاهنانو په توګه د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې دپاره دې سرته ورسیږي: یو داسې ځوان غویی او دوه پسونه واخله چې کوم عیب په کې نه وي. ۲د غنمو د ډېرو ښو اوړو څخه فطیرې ډوډۍ پخې کړه. ځینې د زیتونو په تېلو کې پخې کړه، ځینې بې له تېلو او ځینې یې د کلچو په شکل چې تېل ورباندې موښل شوي وي پخې کړه. ۳دا ټولې ډوډۍ په یوې ټوکرۍ کې واچوه او کله چې ته راځې او هغه غویی او دوه پسونه ماته قرباني کوې نو هغه درسره راوړه.

۴بیا هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه. ۵دا کالي واخله او هارون ته یې ورواغونده: کمیس، هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کیږي، مقدس پېشبند او سینه پوښ. مقدس پېشبند په کمربند باندې وتړه. ۶هغه ته لونګۍ په سر کړه او په هغې باندې د وقف کولو پاک نښان وتړه په کوم باندې چې نقش ایستل شوی دی. ۷بیا د مسح کولو تېل واخله او د هغه په سر باندې یې توی کړه او مسح یې کړه.

۸د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته واغونده ۹او خولۍ ګانې ورته په سر کړه. بیا د هارون او د هغه د زامنو په ملاګانو باندې پټۍ ګانې وتړه. په دې ډول به هارون او د هغه زامن وټاکې. هغوی او د هغوی اولاده به د تل دپاره د کاهنانو په توګه زما خدمت کوي.

۱۰غویی د مقدسې خېمې مخې ته راوله او هارون او د هغه زامن به د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېږدي. ۱۱هغه د خېمې د دروازې په خوله کې زما په حضور کې حلال کړه. ۱۲د غویي لږه وینه واخله او په خپله ګوته یې په هغو برجونو باندې چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې دي وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه. ۱۳بیا ټوله هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه او د هغه دوه پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي واخله او هغه ماته د یوې نذرانې په توګه په قربانګاه باندې وسوزوه. ۱۴مګر د غویي غوښه، پوستکی او خوشایي د کمپ څخه دباندې وسوزوه. دا د ګناه یوه نذرانه ده چې د کاهنانو د ګناهونو د پاکولو دپاره ده.

۱۵د هغو پسونو څخه یو پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي. ۱۶هغه حلال کړه او وینه یې واخله او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې یې وشینده. ۱۷پسه ټوټې ټوټې کړه او د نس دنننۍ برخې او پښې یې ومینځه او د سر او د نورو ټوټو سره یې کېږده. ۱۸بیا ټول پسه په قربانګاه باندې وسوزوه. دا زما یعنې څښتن دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده چې بوی یې په ما باندې ښه لګیږي.

۱۹هغه بل پسه واخله او هارون او د هغه زامن به خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېږدي. ۲۰هغه حلال کړه. لږه وینه یې واخله او د هارون او د هغه د زامنو د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو باندې یې وسولوه. بیا پاتې وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشینده. ۲۱د هغې وینې څخه لږه وینه چې د قربانۍ په ځای باندې پرته ده واخله او لږ د مسح کولو تېل واخله او په هارون او د هغه په زامنو او د هغوی په کالیو باندې یې وشینده. بیا به هغه، د هغه زامن او د هغوی لباس ماته وقف شي.

۲۲د پسه وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، دوه پښتورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون، دا ټول ورڅخه پرې کړه. (دا پسه د ټاکنې د مراسمو دپاره دی.) ۲۳د هغې ټوکرۍ څخه د هر قسم ډوډۍ نه یوه یوه ډوډۍ راواخله ۲۴او دا ټول د هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېږده. بیا هغوی دې هغه پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي. ۲۵بیا یې د هغوی د لاسونو څخه راواخله او په قربانګاه باندې یې د سوزېدونکې نذرانې سره وسوزوه چې بوی یې په ما څښتن باندې ښه لګیږي.

۲۶کله چې ته د هارون د ټاکلو دپاره د پسه سینه واخلې، نو اول باید هغه پورته ونیسې ترڅو دا وښایي چې دا غوښه ماته وقف شوې ده. دا به ستا برخه وي.

۲۷‏-۲۸په راتلونکي کې کله چې د اسراییلیانو څخه څوک د کاهن د ټاکنې په مراسمو کې او یا د سلامتۍ د نذرانې د وړاندې کولو په وخت کې د پسه سینه او ورون وړاندې کوي، نو غوښه به یې زما وي، خو کاهنان کولی شي هغه وخوري. دا قانون به هیڅکله نه بدلیږي.

۲۹د هارون مقدس لباس به د هغه له مرګ څخه وروسته د هغه اولادې ته پاتې شي، ترڅو هغوی په کې مسح شي او وټاکل شي. ۳۰د هارون زوی چې د هغه څخه وروسته کاهن کیږي او مقدسې خېمې ته ورننوزي چې په مقدس ځای کې خدمت وکړي، نو هغه دې اووه ورځې دا لباس واغوندي.

۳۱هغه پسه چې د ټاکنې د مراسمو دپاره دی واخله او غوښه یې په یو پاک ځای کې پخه کړه. ۳۲د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې دې هارون او د هغه زامن د پسه غوښه او هغه ډوډۍ چې په ټوکرۍ کې پاتې ده وخوري. ۳۳یوازې هغوی کولی شي چې د ټاکنې په مراسمو کې هغه غوښه او ډوډۍ چې د هغوی د کفارې د ادا کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي وخوري. عادي خلک نه شي کولی هغه وخوري ځکه چې دا شیان مقدس دي. ۳۴که چېرې څه غوښه یا ډوډۍ ونه خوړل شي او تر سهاره پورې پاتې شي، هغه وسوزوه. هغه باید ونه خوړل شي ځکه چې هغه مقدس دي.

۳۵لکه څنګه چې ما درته حکم کړی دی د هارون او د هغه د زامنو د ټاکنې مراسم دې په اوو ورځو کې سرته ورسیږي. ۳۶ته باید هره ورځ یو غویی حلال کړې او ماته یې وړاندې کړې ترڅو د هغوی یعنې د هارون او د هغه د زامنو ګناه وبخښم او د قربانۍ ځای پاک شي. برسېره پردې باید د زیتون تېل واخلې او د قربانۍ ځای ورباندې مسح کړې چې مقدس شي. ۳۷اووه ورځې دا کار وکړه. بیا به د قربانۍ ځای دومره مقدس شي چې هرڅوک یا هر شی چې د هغه سره ولګیږي، هغه به هم مقدس شي.

ورځنۍ نذرانې

(شمېر ۲۸: ۱ - ۸)

۳۸ته باید هره ورځ په قربانګاه باندې دوه یو کلن وري قرباني کړې. ۳۹یو په سهار کې قرباني کړه او بل په ماښام کې. ۴۰د اولني وري سره یو کیلوګرام ښه اوړه وړاندې کړه چې یو لیتر سوچه د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د څښلو د نذرانې په توګه یو لیتر د انګورو شربت وړاندې کړه. ۴۱دوهم وری په ماښام کې قرباني کړه او د هغه سره هماغه اندازه اوړه، د زیتون تېل او د انګورو شربت وړاندې کړه لکه څنګه چې په سهار کې دې وکړل. دا زما دپاره یوه سوزېدونکې نذرانه ده او د هغې بوی په ما باندې ښه لګیږي. ۴۲دا سوزېدونکې نذرانه دې د تل دپاره هره ورځ د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې زما حضور ته وړاندې شي. زه به هلته د اسراییلو د خلکو سره لیدنه او کتنه وکړم او تا سره به خبرې وکړم. ۴۳د اسراییلیانو سره به هم هلته لیدنه او کتنه وکړم او هغه ځای به زما د جلال په وسیله پاک شي. ۴۴نو زه به خېمه او د قربانۍ ځای پاک کړم او هارون او د هغه زامن به د دې دپاره پاک کړم چې د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. ۴۵بیا به زه د اسراییلو د خلکو په منځ کې اوسېږم او د هغوی خدای به یم. ۴۶هغوی به په دې پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم چا چې هغوی له مصر څخه راوویستل ترڅو د هغوی په منځ کې واوسېږم. زه د هغوی څښتن خدای یم.