East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

2 Chronicles 16

په یهودا باندې د اسراییلو پاچا بعشا یرغل

(لومړی پاچاهان ۱۵: ۱۷ - ۲۲)

۱د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. ۲نو اسا پاچا هغه سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې وو واخیستل. بیا یې هغه دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته د دې پیغام سره ولېږل: ۳«زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ! زه تاسو ته سپین او سره زر درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.»

۴بنهدد پاچا د اسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل مایم او د نفتالي ټول هغه ښارونه ونیول چې ګودامونه په کې وو. ۵کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او کار یې بس کړ.

۶بیا اسا پاچا د ټولې یهودا څخه سړي راغونډ کړل او په هغوی باندې یې هغه تیږې او تیرونه یووړل چې بعشا په رامه کې ورڅخه کار اخیست او هغوی دا د جبع او مصفه د ښارونو په قوي کولو کې ولګول.

حناني نبي او د اسا غندنه

۷په هغه وخت کې حناني نبي اسا ته ورغی او ورته ویې ویل: «تا د خپل څښتن خدای په ځای د سوریې په پاچا باندې تکیه کړې ده. اوس د سوریې لښکرې ستا له لاسه وتلې دي. ۸په یاد دې دي چې د ایتوپیایانو او د لیبیایانو لښکرې چې زیات شمېر جنګي ګاډۍ او اس سواران یې درلودل، څومره زورورې وې؟ خو هغه وخت تا په څښتن باندې توکل وکړ چې مرسته درسره وکړي او هغوی ته دې ماتې ورکړه. ۹څښتن په ځیر سره ټولې نړۍ ته ګوري او هغو خلکو ته قوت ورکوي چې هغه ته وفادار دي. تا د کم عقلتوب کار کړی دی، نو له دې څخه وروسته به تل په جګړه کې یې.»

۱۰کله چې اسا دا خبرې واورېدلې، هغه دومره په نبي باندې په قهر شو چې حناني یې په زندان کې واچاوه. د هماغه وخت نه اسا په ځینو خلکو باندې خپل ظلمونه پیل کړل.

د اسا مړینه

(لومړی پاچاهان ۱۵: ۲۳ - ۲۴)

۱۱اسا چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې له شروع نه تر پایه پورې هرڅه وکړل هغه د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۲اسا د خپلې پاچاهۍ په نهه دېرشم کال د پښو په یوې سختې ناروغۍ اخته شو. خو حتی په هغه وخت کې هم د مرستې دپاره هغه څښتن ته نه، بلکې ډاکترانو ته رجوع وکړه. ۱۳دوه کاله وروسته هغه مړ شو. ۱۴هغوی د هغه په مړي باندې ډول ډول خوشبویي او عطرونه لګولي وو او د هغه د درنښت دپاره یې یو ډېر لوی اور بل کړ. هغه د داود په ښار کې په هغه قبر کې ښخ شو چې هغه د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ.