East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Chronicles 15

اورشلیم ته د لوظ د صندوق د راوړلو تیاری

۱داود د خپل ځان دپاره د داود په ښار کې کورونه ودان کړل. هغه د خدای د لوظ د صندوق دپاره هم یو ځای تیار کړ او یوه خېمه یې د هغه دپاره ودروله. ۲هغه وویل: «یوازې لاویان به دا اجازه ولري چې د لوظ صندوق یوسي، ځکه چې څښتن هغوی غوره کړي دي چې دا کار وکړي او تل د څښتن خدمت وکړي.»

۳بیا داود د اسراییلو ټول قوم اورشلیم ته راوغوښت د دې دپاره چې د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړي چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ. ۴هغه د هارون اولاده او لاویان هم یو ځای راغونډ کړل. دا هغه لاویان وو چې د داود حضور ته راغلل: ۵اوري ییل چې د قهات د طایفې مشر ؤ او د هغه یوسلو شل تنه خپلوان؛ ۶عسایا چې د مراري د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه او شل تنه خپلوان؛ ۷یوییل چې د جرشون د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دېرش تنه خپلوان؛ ۸شمعیه چې د الیصافان د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه تنه خپلوان؛ ۹ایلیییل چې د حبرون د طایفې مشر ؤ او د هغه اتیا تنه خپلوان؛ ۱۰او عمیناداب چې د عزییل د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دولس تنه خپلوان.

۱۱بیا داود صادوق او ابیاتار کاهنان او شپږ لاویان یعنې اوري ییل، عسایا، یوییل، شمعیه، ایلیییل او عمیناداب راوغوښتل. ۱۲هغه دغو لاویانو ته وویل: «تاسو د لاوي د طایفو مشران یئ. تاسو او ستاسو ملګري خپل ځانونه پاک کړئ، ترڅو وکولای شئ چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړئ چې ما د هغه دپاره تیار کړی دی. ۱۳دا چې د لومړي ځل دپاره تاسو هلته نه وئ چې هغه یوسئ، زمونږ څښتن خدای مونږ ته سزا د دې دپاره راکړه چې مونږ په مناسب ډول د هغه عبادت ونه کړ.»

۱۴بیا کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل. هغوی تیار شول چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق یوسي. ۱۵لاویانو دا صندوق د ستنو په واسطه په خپلو اوږو باندې یووړ لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله امر کړی ؤ.

۱۶همدارنګه داود د لاویانو مشرانو ته وویل: «د خپلو خپلوانو څخه ځینې کسان وټاکئ چې د خوشحالۍ سندرې ووایي او چنګونه، ربابونه او تالونه وغږوي.» ۱۷‏-۲۱هغه سړي چې د زیړو تالونو د غږولو دپاره غوره شول دا وو: د یوییل زوی هیمان، د هغه خپلوان اساف چې د برکیا زوی ؤ او د قوشیا زوی ایتان چې د مراري د طایفې څخه ؤ. د هغوی سره د مرستې په خاطر یې دغه لاویان غوره کړل چې د نري اواز چنګونه یې غږول: زکریا، یعزیییل، شمیراموت، یحییل، عوني، الیاب، معسیا او بنایاه. نورو چې د درند اواز ربابونه یې غږول دا وو: متتیا، الیفلیا، مقنیا، عززیا او دوه د عبادت ځای ساتونکي یعنې عوبید ادوم او یعییل.

۲۲کننیا د لاوي سازغږوونکو مسوول وټاکل شو، ځکه چې هغه په خپله یو تکړه سازغږوونکی ؤ.

۲۳‏-۲۴بیا د لوظ د صندوق د ساتلو دپاره څلور لاویان وټاکل شول. هغه لاویان دا وو: برکیا، القانه، عوبید ادوم او یحیا.

په پای کې د دې دپاره کاهنان غوره شول چې د لوظ د صندوق مخې ته سرني وغږوي. هغه کاهنان دا وو: شبنیا، یوشافاط، نتنییل، عماسای، زکریا، بنایاه او الیعازر.

اورشلیم ته د لوظ د صندوق راوړل

(دوهم سموییل ۶: ۱۲ - ۲۲)

۲۵نو داود، د اسراییلو مشران او د لښکرو قوماندانان لاړل چې د څښتن د لوظ صندوق د عوبید ادوم له کوره د جشن په نیولو سره راوړي. ۲۶له دې کبله چې څښتن د لوظ د صندوق په وړلو کې له لاویانو سره مرسته وکړه، نو هغوی اووه غویان او اووه پسونه قرباني کړل.

۲۷داود او هغو لاویانو چې صندوق یې لېږداوه، کننیا د موسیقۍ مسوول او ټولو سندرغاړو د ښه کتان چپنې اغوستې وې او داود هم د کتان پېشبند اغوستی ؤ. ۲۸نو ټولو اسراییلیانو د خوشحالۍ په چیغو او د سرنیو، تالونو، چنګونو او له ربابونو په غږولو سره د څښتن د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړ.

۲۹کله چې صندوق د داود ښار ته راوړل شو، د شاوول لور میکال د کړکۍ څخه وکتل او ویې لیدل چې داود پاچا د خوشحالۍ څخه ټوپونه وهي او نڅا کوي، نو هغه یې په خپل زړه کې سپک وګاڼه.