East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 94

خدای د ټولې نړۍ قاضي دی

۱ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکی

ای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال!

۲ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه ته

ورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا مغروران!

۳ترڅو به بدکاران ای څښتنه

بدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟

۴هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کوي

ټول بد کرداره خلک لاپې وهي

۵ستا خلک تر پښو لاندې کوي څښتنه

هغوی کړي ظلم ستا په خپلو خلکو باندې

۶بل ځایي خلک او کونډې وژني

هم یتیمان قتلوي

۷وایي هغوی چې څښتن نه ویني مونږ

نه یې پام کیږي مونږ ته د یعقوب د خدای

۸ای د قوم بې عقلو خلکو پوه شئ!

کله به تاسو هوښیارېږئ ساده ګانو خلکو؟

۹هغه چې مونږ ته یې راکړی دی غوږ

ایا هغه په خپله نه اوري څه؟

هغه چې سترګې پیدا کړې دي

ایا هغه په خپله نه ویني څه؟

۱۰څوک چې په خپله سموي قومونه

نو دوی ته نه شي ورکولای سزا؟

هغه چې خپله دی استاذ د ټولو

نو ایا نه لري په خپله پوهه؟

۱۱څښتن پوهیږي د انسان په خیالو

هغه پوهیږي چې خیالونه یې باطل او پوچ دي

۱۲بختور دی هغه څوک چې ته یې سموې، څښتنه

ورته تعلیم د خپل شریعت ورکوې

۱۳ورکوې ورته ارام په سختو ورځو کې ته

ترڅو چې کنده ویستل کیږي شریرانو ته

۱۴ځکه څښتن به خپل خلک نه کاندي رد

او نه به چېرته خپل ولس پرېږدي

۱۵تر سره کیږي قضاوت به د انصاف او عدالت سره سم

او ټول نېکان به یې کوي پیروي

۱۶څوک به زما دپاره پاڅي په خلاف د بدکارانو خلکو؟

څوک به زما دپاره ودریږي په ضد د شریرانو خلکو؟

۱۷که مرستندوی زما نه وای څښتن

نو زه به زر ومه ډوب شوی په چوپتیا د مرګي

۱۸کله چې ما وویل: «غورځېږمه زه

څښتنه ستا تلپاتې مینې راټینګ کړمه زه»

۱۹د زړه د زیاتو اندېښنو په منځ کې

ستا تسلۍ ماته خوښي راوړله

۲۰هغو قاضیانو فاسدانو سره نه کړې یاري

چې د قانون په نامه بې انصافي کوي دوی

۲۱چې په شریکه د نېکانو د وژلو دسیسې جوړوي

محکوموي بې ګناه خلک په مرګ

۲۲خو څښتن شولو پناه ګاه زما

زما خدای زما د پټېدو دپاره کلکه کلا

۲۳خدای به راوګرځوي بېرته هغو باندې خپلې بدۍ

هغوی تباه به کړي د خپلو ګناهونو په خاطر

زمونږ څښتن خدای به تباه کړي هغوی