East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

1 Chronicles 16

په خېمه کې د لوظ د صندوق ایښودل

۱هغوی د خدای د لوظ صندوق په هغې خېمې کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه، بیا یې سوځېدونکې نذرانې او د سولې نذرانې خدای ته وړاندې کړې. ۲کله چې داود د نذرانو د وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د څښتن په نوم برکت وغوښت. ۳هغه د اسراییلو ټولو خلکو، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله.

۴داود ځینې لاویان د دې دپاره وټاکل چې د لوظ صندوق په مخکې خدمت وکړي. هغوی به د اسراییلو څښتن خدای یاداوه، د هغه شکر به یې ادا کاوه او ستاینه به یې کوله. ۵اساف د هغوی مشر ؤ او زکریا د هغه مرستیال ؤ. یعییل، شمیراموت، یحییل، متتیا، الیاب، بنایاه، عوبید ادوم او یو بل سړی چې یعییل نومېده د دې دپاره ټاکل شوي وو چې چنګونه او ربابونه وغږوي. اساف په خپله تالونه غږول ۶او دوو کاهنانو یعنې بنایاه او یحزییل به پرله پسې د لوظ د صندوق په مخکې سرني غږول.

د داود د ستاینې سندره

۷داود په هغه ورځ د لومړي ځل دپاره اساف او د هغه ورونو ته وظیفه ورکړه چې د څښتن په حضور کې د هغه د ستاینې دا سندره ووایي:

۸کوئ شکر د څښتن

او د هغه په نوم دعا کوئ!

نورو قومونو ته دا ووایئ

څه چې هغه کړي دي

۹هغه ته حمد ووایئ

ووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندره

هغه چې کړي عجیبه کارونه

کړئ یې بیان خلکو ته

۱۰په پاک نوم د هغه وکړئ افتخار

وي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه

۱۱وغواړئ کومک له څښتنه

وکړئ عبادت یې تل

۱۲‏-۱۳ای د یعقوب یعنې د خدای د خدمتګار اولادې

ای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتن

کړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغه

هم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو

۱۴دی څښتن زمونږه خدای

راولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای

۱۵تاسې هېر نه کړئ د خدای لوظ هېڅکله

نه کړئ وعده د هغه هېره تر زرو نسلونو پورې

۱۶هغه لوظ چې هغه وکړ ابراهیم سره

هغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره

۱۷هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شان

او اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه

۱۸هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعان

وي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»

۱۹کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤ

وو پردي د کنعان خاوره کې دوی

۲۰دوی سرګردانه ګرځېدل به یو بل وطن کې

تلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی

۲۱خو خدای پرېنښودل هېڅوک چې په دوی ظلم وکړي

د دوی دپاره یې شاهان ورټل:

۲۲هغوی ته یې وویل:

«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئ

ضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»

۲۳ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې

اعلان کړئ هره ورځ دا زېری

چې نجات یې دی راکړی مونږ ته

۲۴قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه

ټولو خلکو ته اعلان کړئ

د هغه ډېر عجیبه کارونه

۲۵ځکه چې لوی دی څښتن

او ډېر لایق دی د ثنا او صفت

ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده

۲۶نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتان

خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه

۲۷دي راچاپېره جلال او لویي له هغه څخه

د اوسېدو ځای د هغه ډک دی د خوښۍ او قوت

۲۸وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو

هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت

۲۹د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئ

راشئ حضور ته د هغه او نذرانه راوړئ

کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

۳۰ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې

نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه

۳۱پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښي

او هم قومونه کړئ خبر چې څښتن پاچا دی!

۳۲شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره

شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره

۳۳د خوښۍ چیغې به بیا ووهي ځنګل کې ونې

کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن

۳۴د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۳۵هغه ته ووایئ: «وژغوره مونږ ای خدایه

ته زمونږ ژغورونکیه خدایه

مونږ یو ځای سره راغونډ کړه،

ومو ژغوره له قومونو

ترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستا

ستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي»

۳۶ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې

بیا ټولو خلکو وویل: «امین» او د څښتن ثنا او صفت یې وکړ.

په اورشلیم او په جبعون کې عبادت

۳۷داود اساف او د هغه د طایفې لاویان د دې دپاره غوره کړل چې په هغه ځای کې د ورځني عبادت مسؤولان شي چېرته چې د لوظ صندوق ساتل کېده. ۳۸عوبید ادوم او د هغه اته شپېته خپلوان د هغوی مرستیالان وو او حوسه او د یدوتون زوی عوبید ادوم ساتونکي وو.

۳۹داود صادوق کاهن او د هغه خپلوان چې کاهنان وو، هم غوره کړل چې د جبعون د عبادت په ځای کې د څښتن په سپېڅلي خېمه کې خدمت وکړي. ۴۰هغوی به هر سهار او ماښام د قربانۍ په ځای باندې سوځېدونکې نذرانې وړاندې کولې. دا د هغه شریعت سره سم ؤ چې څښتن اسراییلیانو ته ورکړی ؤ. ۴۱هیمان او یدوتون د هغوی مرستیالان وو او همدارنګه هغه نور سړي چې په ځانګړې توګه د دې دپاره غوره شوي وو چې د څښتن د تلپاتې مینې دپاره د هغه شکر وکړي. ۴۲هیمان او یدوتون د دې کار مسوولیت هم په غاړه درلود چې سرني، تالونه او نورې د موسیقۍ آلې د سندرو د ویلو په وخت کې وغږوي. هغه لاویان چې د یدوتون زامن وو، د دروازې د ساتلو مسؤولان وو.

۴۳د مراسمو نه وروسته هر یو خپل کور ته لاړ او داود هم د دې دپاره کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي.