East Afghan
EA Icon - Historical Books
HISTORY

Judges 7

د جدعون له خوا د مدیانیانو ماتې

۱یوه ورځ سهار وختي جدعون د خپلو ټولو نفرو سره پاڅېده، هغوی لاړل او د حرود د چینې په خوا کې یې خېمې ودرولې. د مدیانیانو کمپ د هغوی شمال خواته د موره غره ته نژدې په یوه دره کې ؤ.

۲څښتن جدعون ته وویل: <ستا نفر ډېر زیات دي. که چېرې تاسو ټول پرېږدم چې د مدیانیانو سره وجنګېږئ او هغوی ته ماتې ورکړئ، نو بیا به اسراییلیان لافې وهي او وایي به چې مونږ په خپل زور خپل ځانونه ژغورلي دي. ۳نو خلکو ته اعلان وکړه او ووایه چې هرڅوک چې ډارن وي او له جنګ څخه وېریږي هغه دې بېرته کور ته لاړ شي او مونږ به دلته د جلعاد په غره کې پاتې شو.> نو دوه ویشت زره نفره بېرته لاړل او یوازې لس زره نفر پاتې شول.

۴څښتن جدعون ته وویل: <ستا نفر اوس هم زیات دي. هغوی ښکته چینې ته بوځه او هلته به هغوی ستا دپاره بېل کړم. زه به تاته ووایم چې څوک درسره لاړ شي او څوک بېرته کور ته لاړ شي.> ۵کله چې جدعون خپل سړي لاندې اوبو ته بوتلل، څښتن هغه ته وویل: <سړي په دوو ډلو ووېشه. په یوه ډله کې هغه ټول واچوه چې اوبه د لاسونو په لپو کې را اخلي او په خپلو ژبو یې لکه د سپیو څټي. په بله ډله کې هغه ټول واچوه چې زنګنونه لاندې لګوي او د ویالې څخه اوبه په خپلو خلو څښي.> ۶یوازې د سړیو درې سوو یې په لاسونو اوبه وڅښلې. نورو ټولو خپل زنګنونه لاندې ولګول او اوبه یې د ویالې نه په خلو وڅښلې. ۷څښتن جدعون ته وویل: <زه به په دغو درې سوه نفرو چې اوبه یې وڅټلې تاسو وژغورم او مدیانیان به درته تسلیم کړم. نور ټول نفر پرېږده چې خپلو کورونو ته لاړ شي.> ۸نو جدعون یوازې درې سوه نفر د ځان سره وساتل او د پاتې نفرو څخه یې خواړه او سرني راټول کړل او هغوی یې خپلو کورونو ته رخصت کړل. د مدیانیانو کمپ د هغوی څخه لاندې په دره کې ؤ.

۹هغه شپه څښتن په جدعون باندې امر وکړ: <پاڅه او د مدیانیانو په کمپ باندې حمله وکړه، زه تاته په هغوی باندې بری درکوم. ۱۰خو که چېرې ته د حملې کولو څخه وېرېږې، نو د خپل نوکر فوره سره کمپ ته کوز شه. ۱۱نو ته به د مدیانیانو خبرې واورې چې څه وایي. وروسته به جرأت پیدا کړې چې په کمپ باندې حمله وکړې.> نو هغه د خپل نوکر سره د کمپ پوستې ته کوز شو. ۱۲مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک لکه د ملخانو په شان په دره کې خپاره شوي وو او هغوی د دریاب د شګو په شان بې شمېره اوښان درلودل. ۱۳کله چې جدعون هلته ورسېده، هغه واورېدل چې یو نفر خپل ملګري ته خپل خوب بیانوي. هغه ویل: <ما خوب ولید چې د اوربشو یوه ډوډۍ راغله او زمونږ په کمپ باندې راورغړېده. خېمه یې ووهله او هغه راچپه شوه او په ځمکه باندې هواره شوه.>

۱۴د هغه ملګري په ځواب کې وویل: <ستا خوب یوازې یوه معنیٰ لري او هغه دا چې د اسراییلي یوآش زوی جدعون د تورې سره راځي. خدای هغه ته په مدیانیانو او زمونږ په ټولو لښکرو باندې بری ورکړی دی.>

۱۵کله چې جدعون دا خوب او د هغه تعبیر واورېده، هغه په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا هغه بېرته د اسراییلو کمپ ته ستون شو او غږ یې وکړ: <پاڅئ! څښتن تاسو ته د مدیانیانو په لښکرو باندې بری درکړی دی.> ۱۶هغه دا درې سوه نفره په دریو ډلو ووېشل او هر یو ته یې یو سرنی او یو خالي منګی چې څراغ په کې ؤ ورکړ. ۱۷او هغوی ته یې وویل: <کله چې زه کمپ ته ورنژدې شوم، نو ماته ګورئ، هرڅه چې زه کوم تاسو هم همداسې وکړئ. ۱۸کله چې ما او زما ډلې سرني ووهل، تاسو هم د کمپ په شاوخوا کې سرني ووهئ او چیغې ووهئ: مونږ د څښتن او جدعون دپاره جنګېږو.>

۱۹جدعون د خپلو سلو نفرو سره د نیمې شپې څخه مخکې د مدیانیانو د کمپ څنډې ته ورسېد، په هماغه وخت کې پهره بدله شوې وه. دوی سرني ووهل او هغه منګي چې په لاسونو کې یې وو هغه یې مات کړل ۲۰او نورو دوو ډلو هم همداسې وکړل. هغوی ټولو په خپلو چپو لاسونو کې څراغونه نیولي وو او په ښي لاسونو کې یې سرني نیولي وو او چیغې یې وهلې: <د څښتن او د جدعون دپاره توره!> ۲۱هر نفر په خپل ځای د کمپ شاوخوا کې ولاړ ؤ او د دښمن ټولو لښکرو چیغې وهلې او وتښتېدل. ۲۲په داسې حال کې چې د جدعون نفرو سرني وهل، څښتن د دښمنانو لښکرې په خپل منځ کې سره په جنګ اخته کړلې او هغوی په یو بل باندې د تورو په واسطه حمله وکړه. هغوی د بیت شطه څخه د صریرت خواته د آبل محولا پورې چې طبات ته نژدې ؤ وتښتېدل.

۲۳بیا جدعون د نفتالي او اشیر قبیلو او له ټول منسي څخه نفر راوغوښتل او هغوی راغلل او په مدیانیانو پسې شول. ۲۴جدعون د افرایم ټولې غرنۍ سیمې ته استازي ولېږل چې هغوی ته ووایي: <راکوز شئ او د مدیانیانو په مقابل کې وجنګېږئ. د اردن سیند او ویالې تر بیت باره پورې ونیسئ ترڅو مدیانیان ورڅخه تېر نه شي.> نو د افرایم ټول نفر راغونډ شول او تر بیت باره پورې یې د اردن سیند او ویالې ونیولې. ۲۵هغوی د مدیانیانو دوه مشران چې غراب او زیب نومېدل ونیول. غراب یې د غراب په ګټ وواژه او زیب یې د شرابو جوړولو په ځای کې چې د زیب په نوم یادېده وواژه. دوی د مدیانیانو تعقیبولو ته دوام ورکړ او د غراب او زیب سرونه یې د اردن د سیند په ختیځ کې جدعون ته راوړل.