East Afghan
EA Icon - Torah
The first book of the Torah

Genesis 33

حضرت یعقوب د عیسو سره مخامخ کیږي

۱حضرت یعقوب ولیدل چې عیسو د خپلو څلورسوه نفرو سره راروان دی. نو هغه خپل اولادونه په راحیل او لیه او دوه وینځو باندې تقسیم کړل. ۲وینځې او د هغوی اولادونه یې مخکې کړل. لیه او د هغې اولادونه یې ورپسې کړل او راحیل او حضرت یوسف یې شاته کړل. ۳په خپله حضرت یعقوب د هغوی څخه مخکې روان ؤ. څنګه چې خپل ورور ته ورنژدې شو، اووه ځله یې ورته سجده وکړه. ۴مګر عیسو په منډه د حضرت یعقوب هرکلي ته راغی او هغه یې په غېږ کې ونیوه. خپل لاسونه یې د هغه د غاړې څخه راتاو کړل او ښکل یې کړ او دواړو وژړل. ۵بیا عیسو شاوخوا وکتل او ښځې او ماشومان یې ولیدل. هغه پوښتنه وکړه: <دا درسره څوک دي؟>

حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <دا زما اولادونه دي چې خدای پاک په خپل فضل ماته راکړي دي.> ۶بیا وینځې د خپلو اولادونو سره راغلې او د احترام په خاطر یې خپل سرونه ټیټ کړل. ۷بیا لیه او د هغې اولادونه راغلل او د ټولو څخه وروسته حضرت یوسف او راحیل راغلل او ټولو خپل سرونه د احترام په خاطر ټیټ کړل.

۸عیسو پوښتنه وکړه: <دا ټول حیوانات چې ماته دې رالېږلي دي د هغو څخه ستا مقصد څه دی؟>

حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <ای باداره، دا د دې دپاره دي چې تاسو راباندې مهرباني وکړئ.>

۹مګر عیسو وویل: <ای زما وروره، زما سره هرڅه ډېر دي. تا سره چې هرڅه دي خپل ځان ته یې وساته.>

۱۰حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <نه! که په ما باندې مهربانه شوی یې نو زما سوغات قبول کړه. ځکه چې ستا د مخ لیدل زما دپاره لکه د خدای پاک د مخ د لیدلو په شان دي، په دې خاطر چې زه دې په مهربانۍ سره قبول کړم. ۱۱نو د مهربانۍ له مخې دا سوغاتونه چې ستا دپاره مې راوړي دي قبول کړه، ځکه چې خدای پاک په ما باندې فضل کړی دی او هرڅه ته چې زه اړتیا لرم هغه ټول یې ماته راکړي دي.> حضرت یعقوب دومره ټینګار وکړ تر هغې چې عیسو هغه قبول کړل.

۱۲عیسو وویل: <راځئ چې لاړ شو. زه به تاسو بدرګه کړم.>

۱۳مګر حضرت یعقوب هغه ته وفرمایل: <زما بادار پوهیږي چې اولادونه مې کمزوري دي او زه باید په دې مېږو او غواګانو باندې چې لنګې دي پام وکړم. که چېرې هغه په یوه ورځ کې سختې وزغلولی شي، نو ټول حیوانات به مړه شي. ۱۴نو زما بادار دې زما څخه مخکې لاړ شي او زه به ورو، ورو د اولادونو او حیواناتو په قدم درځم ترڅو د خپل بادار سره په ادوم کې یوځای شم.>

۱۵عیسو وویل: <نو بیا اجازه راکړه چې د خپلو نفرو څخه یو څو تنه ستا سره پرېږدم.>

حضرت یعقوب ځواب ورکړ: <د دې حاجت نشته، ځکه زه یوازې دا غواړم چې خپل بادار راباندې مهرباني وکړي.> ۱۶په هماغه ورځ عیسو په خپله لاره روان شو او بېرته ادوم ته ستون شو. ۱۷مګر حضرت یعقوب سوکوت ته لاړ او هلته یې د خپل ځان دپاره کور جوړ کړ او د خپلو حیواناتو دپاره یې څپرې جوړې کړې. نو ځکه هغه ځای د سوکوت په نوم یاد کړای شو.

۱۸نو حضرت یعقوب د بین النهرین څخه په سلامتۍ سره د شکیم ښار ته چې په کنعان کې دی راغی او ښار ته نژدې یې په یو ځای کې خېمې ودرولې. ۱۹هغه ځمکه چې په هغې کې یې خېمې ودرولې وې، هغه یې د شکیم د پلار حمور د اولادونو څخه د سپینو زرو په سلو سکو واخیستله. ۲۰هلته هغه د قربانۍ ځای جوړ کړ او هغه یې د ایل الوهي اسراییل په نوم یاد کړ.