East Afghan
EA Icon - Gospels
GOSPEL

John 15

عیسی د انګورو اصلي تاک دی

۱زه د انګورو اصلي تاک یم او زما پلار باغوان دی. ۲زما هره څانګه چې مېوه نه نیسي هغه پرې کوي او هره څانګه چې مېوه نیسي هغه اصلاح کوي، ترڅو ډېره مېوه ونیسي. ۳تاسو لا د مخکې نه په هغه تعلیم باندې چې درکړی مې دی، پاک شوي یئ. ۴په ما کې پاتې شئ لکه څنګه چې زه په تاسو کې پاتې کېږم. لکه څنګه چې یوه څانګه په خپله مېوه نه شي نیولی ترڅو هغه په تاک کې پاتې نه وي، تاسو هم مېوه نه شئ نیولی ترڅو چې په ما کې پاتې نه شئ.

۵زه د انګورو تاک یم او تاسو څانګې یئ. هرڅوک چې په ما کې پاتې شي او زه په هغه کې پاتې شم نو هغه به ډېره مېوه ونیسي، ځکه چې تاسو بې له ما هېڅ نه شئ کولای. ۶که چېرې څوک په ما کې پاتې نه شي هغه به لکه بېکاره څانګه لېرې وغورځول شي او وچ به شي. هغه څانګې راټولیږي، په اور کې اچول کیږي ترڅو وسوځي ۷که چېرې تاسو په ما کې پاتې شئ او زما خبرې په تاسو کې پاتې شي، نو هرڅه چې غواړئ د هغو دپاره سوال وکړئ او هغه به درکړل شي. ۸زما د پلار جلال په دې کې دی چې تاسو ډېره مېوه ونیسئ او دا ثابته کړئ چې زما شاګردان یئ. ۹لکه څنګه چې پلار زما سره مینه کړې ده ما هم ستاسو سره مینه کړې ده. نو زما په مینه کې پاتې شئ. ۱۰که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، نو زه به تاسو سره مینه کوم لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حکمونو باندې عمل کړی دی او زه د هغه په مینه کې اوسېږم. ۱۱ما دا شیان تاسو ته وویل ترڅو ستاسو زړونه زما د خوشحالۍ نه ډک شي او ستاسو خوشحالي پوره شي.

۱۲زما حکم دا دی: د یو بل سره مینه کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره مینه کړې ده. ۱۳د دې نه نوره زیاته مینه نشته چې یو سړی دې د خپلو ملګرو په خاطر خپل ځان قربان کړي. ۱۴که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل وکړئ نو بیا به تاسو زما ملګري یئ. ۱۵زه نور تاسو ته نوکران نه وایم، ځکه چې نوکران په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه کوي، خو ما تاسو ته ملګري ویلي دي، ځکه ما چې هرڅه د خپل پلار نه اورېدلي دي هغه مې تاسو ته ویلي دي. ۱۶تاسو زه نه یم غوره کړی، بلکې ما تاسو غوره کړي یئ او دا کار مې درته سپارلی دی چې لاړ شئ او مېوه ونیسئ، داسې مېوه چې دوامداره وي. نو بیا چې تاسو هرڅه زما په نوم د پلار نه وغواړئ هغه به تاسو ته درکړي. ۱۷نو زه تاسو ته دا حکم کوم چې د یو بل سره مینه کوئ.

د نړۍ خلک به ستاسو نه کرکه کوي

۱۸که چېرې د نړۍ خلک ستاسو نه کرکه کوي، نو پوه شئ چې ستاسو نه لومړی یې زما نه کرکه کړې ده. ۱۹که چېرې تاسو د دې نړۍ وای نو تاسو به د دې نړۍ د خلکو سره مینه کولی، خو څرنګه چې تاسو د دې نړۍ نه یئ او تاسو مې د دې نړۍ نه غوره کړي یئ نو له همدې امله نړۍ ستاسو نه کرکه کوي. ۲۰ما چې کوم تعلیم تاسو ته درکړې دی هغه در په یاد کړئ چې یو نوکر د خپل بادار نه لوی نه دی. که هغوی زه ځورولی یم نو تاسو به هم وځوروي. که چېرې هغوی زما په تعلیم باندې عمل کړی وي نو ستاسو په تعلیم باندې به یې هم وکړي. ۲۱هغوی به ستاسو سره زما د نوم په خاطر دا هرڅه وکړي، ځکه چا چې زه رالېږلی یم هغوی هغه نه پېژني. ۲۲که چېرې زه نه وای راغلی او د هغوی سره مې خبرې نه وای کړې نو هغوی به ګناهکار نه وای. خو اوس د هغوی سره د خپلې ګناه دپاره کومه بهانه نشته. ۲۳څوک چې زما نه کرکه کوي نو هغه زما د پلار نه هم کرکه کوي. ۲۴که چېرې ما د هغوی په منځ کې داسې کارونه چې کوم بل چا هېڅکله کړي نه دي، نه وای کړي نو هغوی به ګناهکاره نه وای، خو هغوی دا کارونه لیدلي دي او بیاهم هغوی زما او زما د پلار نه کرکه کوي. ۲۵خو د هغوی په شریعت کې چې کوم څه لیکل شوي دي هغه باید رښتیا شي:

هغوی بې له کوم دلیله زما نه کرکه کوله.

۲۶خو کله چې ستاسو مرسته کوونکی چې زه به یې د پلار له خوا نه تاسو ته درلېږم، راشي یعنې د حقیقت روح چې د خدای له خوا راځي، هغه به زما په هکله شاهدي ورکړي. ۲۷او تاسو به هم زما په هکله شاهدي ورکوئ، ځکه چې تاسو له پیل نه زما سره وئ.