East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 7

د عدالت دپاره دعا

(د داود سرود چې هغه د بنیامیني کوش له کبله ووایه)

۱ای څښتنه، زما خدایه، ما پناه راوړې تاته

وژغوره ما خلاص کړه د دوی ټولو راپسې چې دي

۲هسې نه چې د زمرو په شان مې بوځي هغه ځای ته

چې مې څوک د خلاصون نه وي

ما به کړي ټوټې ټوټې په هغه ځای کې

۳‏-۴ای زما څښتنه خدایه زما

که مې کړې وي له چا سره بدي

یا مې کړی وي کوم دوست سره خیانت

یا بې سببه مې په خپل دښمن تېری کړی وي

که مې کړی وي کوم کار له دې کارونو

۵نو بیا پرېږده دښمنان مې راپسې شي او ما ګېر کړي

کړي پایمال مې او ما مړ کړي

هم عزت زما له خاورو سره خاورې

۶په خپل قهر کې راپورته شه څښتنه!

زما د دښمنانو د غضب په مقابل کې شه راپورته

نو اوس راویښ شه ته زما دپاره

برقرار کړه عدالت چې ته یې غواړې

۷ټول قومونه دې خپل ځان باندې راغونډ کړه

حکومت وکړه په هغو له اسمانه

۸ته قاضي یې د ټولو قومونو

زما حق کې قضاوت وکړه څښتنه

ته پوهېږې چې صادق او بې ګناه یم

۹خدایه ته عادل یې عدالت کې

ته ازمایې زړه او فکر د هرچا

د بدکارو د بدیو مخه نیسه

اجر ورکړه هغه چاته چې نېکان دي

۱۰خدای دی سپر زما

هم ژغورونکی د هغو دی

چې په زړونو کې صادق وي

۱۱خدای دی عادل قاضي

بدکاران هره ورځ غندي

۱۲که دوی نه کړلې بدلې خپلې لارې

خدای به تېره کړي ورته خپله توره

هغه کشوي او تیاروي ورته لینده خپله

۱۳کړي به وژونکې وسله ورته تیاره

جوړوي ورته هم غشي سوځوونکي

۱۴ګورئ څنګه کوي فکر د بدۍ دا بدکاران

جوړوي د ځورولو پلانونه دروغ وایي

۱۵نورو خلکو ته چې دوی کیندي څاګانې

شي به په خپله ورګوزار په کې

۱۶ومومي سزا د خپلو بدو به

هغه ظلمونه به یې په خپل سر انبار شي

۱۷شکر به وکړم له څښتنه د انصاف دپاره

څښتن تعالی ته به ثنا وایمه په سندرو سره