East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 131

د خاکساره سړي دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱ای څښتنه، زما په زړه کې کبر نشته

زما په سترګو کې غرور نشته

نه کوم فکر هغه څه په هکله چې دي بهر زما له وسه

یا هغو کارو په هکله چې ډېر سخت دي راته

۲بلکې ارام او خاموش مې کړ ځان

لکه ماشوم چې د خپلې مور غېږ کې ارام پروت وي

نو داسې ماشوم په شان مې زړه دی ارام

۳ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ

له همدا اوس نه تر ابده پورې