East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 121

څښتن زما ساتونکی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱سترګې مې غرونو ته نیولې دي

ماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟

۲ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه

چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه

۳تا به پرېنږدي چې وښویېږې

د ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي

۴په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلو

بېداره پاتې کیږي او هېڅکله نه ویده کیږي

۵څښتن ساتونکی دی ستا

څښتن د سیوري په شان تا سره دی

۶نه به لمر د ورځې تاته کوم زیان رسوي

او نه سپوږمۍ په شپه کې

۷تا به څښتن له هر ضرره ساتي

او تا به خوندي ساتي

۸په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتن

له همدا اوس نه تر ابده پورې