East Afghan
EA Icon - Wisdom & Poetry
WISDOM & POETRY

Psalm 139

د خدای کامله پوهه او پاملرنه

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ای څښتنه، زه ازمایلی یم تا او ما پېژنې ته

۲کله چې زه کوم ارام او یا کار کومه

نو ته خبرېږې پرې

ته د لېرې نه پوهېږې په فکرونو زما

۳ته مې ښه وینې که زه ګرځم او که ملاست یم

ټولو اعمالو نه خبر یې زما

۴خبره نه وي لا وتلې مې د خولې نه

ته پرې بېخي پوهېږې ای څښتنه

۵د کټارې په شان زما نه ته چاپېر یې

خپل لاس دې ایښی وي زما په سر باندې

۶داسې معلومات چې ته یې لرې زما په هکله

حیرانوونکی دی ډېر

زما د عقل نه اوچت دی دا

۷وتښتم چېرته ستا نه؟

ستا له حضوره چېرته لېرې لاړ شم؟

۸که چېرې وخېژم اسمان ته نو ته یې هلته

که زه څملم د مړو دنیا کې نو ته یې هلته

۹که ما کولای شول چې والوزمه هغه ځای ته

چې په کې لمر راخېژي

یا مې کولای شول چې واوسېږم هغه ځای کې

چېرته چې لمر پرېوځي

۱۰هلته به هم یې چې ماته وکړې لارښوونه

ته به هلته یې چې ما سره کومک وکړې

۱۱که زه ووایم تیارې نه چې ما پټ کړي

یا رڼا نه چې شاوخوا مې ده بدله په تیاره شي

۱۲خو حتی تیاره هم تاته نه ده تیاره

او شپه د ستا دپاره ده د رڼا ورځې په شان

ځکه تاته رڼا او تیاره یوشان دي

۱۳تا جوړه کړې هره برخه د بدن ده زما

هغه دې ټولې یوځای کړې زما د مور ګېډه کې

۱۴ثنا او صفت کومه ستا ځکه چې زه دې پیدا کړی یمه

په عجیبه او په مرموزه توګه

او په دې خاطر چې ټول کارونه عجیبه دي ستا

په دې ډېر ښه پوهېږم

۱۵چې کله هډوکي جوړېدل زما

یوځای کېدل هغه په غور سره

زما د مور ګېډه کې

چې لویېدمه پټ په هغه ځای کې

ته پوهېدلې چې زه هلته ومه

۱۶مخکې له دې نه چې پیدا شمه زه

تا لیدلی ؤ زما نامکمله بدن

تا زما د ژوند ورځې چې دې ټاکلې وې زما دپاره

ټولې لیکلې دې وې په خپل کتاب کې

۱۷څومره قیمتي دي ستا فکرونه زما دپاره خدایه

څومره زیات دي هغه

۱۸که زه یې وشمېرمه

نو وي به زیات هغه له شګو څخه

چې رابېدار شمه زه نو بیاهم تا سره یم

۱۹ای خدایه، کاشکې ته ووژنې بدکاره خلک

کاشکې پرېږدي قاتلان خلک ما

۲۰بدې خبرې کوي دوی تا پسې

او ستا دښمنان غلطه ګټه اخلي ستا د نامه څخه

۲۱ای څښتنه، ایا ونه کړم کرکه هغه چا نه

چې کوي کرکه تا نه؟

او بېزاره نه شم هغه چا نه

چې سرکښي کړي تا نه؟

۲۲بېخي نفرت کوم هغوی نه

هغوی ګڼمه لکه خپل دښمنان

۲۳ای خدایه، ته ما وازمایه او زما له زړه خبر شه

ما امتحان کړه او شه خبر له اندېښنو نه زما

۲۴وګوره ماته که روان یم زه په بده لاره

او د تل ژوندون په لاره وکړه لارښوونه زما