East Afghan
EA Icon - Torah
The fifth book of the Torah

Deuteronomy 31

یوشع د اسراییلو مشر ټاکل کیږي

(شمېر ۲۷: ۱۲ - ۲۳)

۱حضرت موسیٰ د اسراییلو د قوم سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ ۲او ویې فرمایل: <زه اوس د یوسلو شل کالو په عمر یم او نور د دې توان نه لرم چې ستاسو مشري وکړم او څښتن ماته فرمایلي دي چې ته به د اردن له سیند څخه تېر نه شې. ۳ستاسو څښتن خدای به په خپله ستاسو په مخ کې روان وي او هغه قومونه به چې هلته اوسیږي له منځه یوسي، ترڅو تاسو د هغوی خاوره ونیسئ. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي دي یوشع به ستاسو مشر وي. ۴څښتن به هغه خلک داسې له منځه یوسي لکه څنګه چې هغه د اموریانو پادشاهانو سیحون او عوج ته ماتې ورکړه او د هغوی هېواد یې وران کړ. ۵څښتن به تاسو ته په هغوی باندې بری درکړي او تاسو باید د هغوی سره هماغه شان عمل وکړئ لکه څنګه چې ما درته ویلي دي. ۶قوي او زړور اوسئ. د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای به همېشه ستاسو سره وي او تاسو به هیڅکله یوازې نه پرېږدي.>

۷بیا حضرت موسیٰ یوشع راوغوښت او د اسراییلو د ټول قوم په حضور کې یې ورته وفرمایل: <قوي او زړور اوسه. د هغې خاورې په نیولو کې به ته د دغو خلکو مشري کوې چې څښتن یې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده. ۸څښتن به په خپله تاته لارښودنه کوي او درسره مل به وي. هغه به ستا سره مرسته کوي او تا به یوازې نه پرېږدي. نو جرأت له لاسه مه ورکوه او وېرېږه مه.>

د شریعت د حکمونو لوستل

۹نو حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه ولیکل او هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه او د اسراییلو ټولو مشرانو ته یې ورکړل. ۱۰حضرت موسیٰ هغوی ته داسې امر وکړ: <د هر اووم کال په آخر کې یعنې کله چې د قرضونو د بخښلو کال راځي هغه د جونګړو په اختر کې په لوړ اواز لولئ. ۱۱دا په هغه وخت کې د اسراییلو قوم ته لولئ کله چې هغوی د څښتن خدای د عبادت دپاره هغه ځای ته راځي چې هغه یې انتخابوي. ۱۲ټول سړي، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي راوغواړئ، ترڅو هرڅوک هغه واوري او د خپل څښتن خدای احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړي. ۱۳په دې ډول به ستاسو اولاده چې د خپل څښتن خدای شریعت یې نه دی اورېدلی واوري. نو هغوی به ټول ژوند په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر د اردن د سیند په بله غاړه ونیسئ د څښتن اطاعت کول زده کړي.>

حضرت موسیٰ ته د څښتن اخرنۍ لارښودنې

۱۴بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ستا د مړینې وخت رانژدې شوی دی. یوشع راوغواړه او مقدسې خېمې ته یې راوله ترڅو هغه د اسراییلو مشر وټاکم.> حضرت موسیٰ او یوشع خېمې ته لاړل ۱۵او څښتن هغوی ته هلته په یوې ورېځې کې چې د خېمې د دروازې په سر باندې ولاړه وه ښکاره شو.

۱۶څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته به ژر مړ شې او ستا د مړینې څخه وروسته به خلک زما سره بې وفایي وکړي او هغه لوظ به مات کړي چې ما د هغوی سره کړی دی. هغوی به ما پرېږدي او په هغه هېواد کې به چې هغوی ورداخلیږي د پردیو خدایانو عبادت کوي. ۱۷کله چې داسې وشي نو زه به په هغوی باندې په قهر شم، د هغوی څخه به مخ واړوم او هغوی به تباه شي. ډېر هیبتناکه آفتونه به په هغوی باندې نازل شي او هغوی به په دې پوه شي چې دا پېښې ځکه ورباندې راځي چې زه یعنې د هغوی خدای نور د هغوی سره نه یم. ۱۸په هغه وخت کې به زه د هغوی سره د مرستې کولو څخه انکار وکړم ځکه چې هغوی بد کار کړی دی او د نورو خدایانو عبادت یې کړی دی.

۱۹موسیٰ او یوشع، اوس دا روحاني سندره ولیکئ. موسیٰ، هغه اسراییلیانو ته ورزده کړه. که چېرې هغوی دا سندره زده کړه نو هغوی به پوه شي چې زه ورڅخه څه غواړم چې ویې کړي او هغوی سره به کومه بهانه نه وي چې زما د امر څخه سرغړونه وکړي. ۲۰لکه څنګه چې مې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده، زه به هغوی دې غني او حاصلخېزې ځمکې ته بوځم. څومره خواړه چې هغوی غواړي هلته به ورته ورسیږي او هغوی به ارام ژوند لري. مګر هغوی به زما څخه مخ واړوي او د نورو خدایانو عبادت به کوي. هغوی به زما څخه منکر شي او زما لوظ به مات کړي ۲۱او ډېر هیبتناکه آفتونه به ورباندې نازل شي. مګر بیاهم دا سندره به ویل کیږي او دا به د هغوی په ضد یوه نښه وي. حتیٰ اوس، مخکې له دې چې زه هغوی هغه هېواد ته بوځم چې ما یې د ورکولو وعده ورسره کړې ده، زه پوهېږم چې هغوی څه پلان سنجوي.>

۲۲په هماغه ورځ حضرت موسیٰ سندره ولیکله او د اسراییلو قوم ته یې ورزده کړله.

۲۳بیا څښتن د نون زوی یوشع مشر وټاکه او ورته ویې فرمایل: <قوي او زړور اوسه. ته به د اسراییلو قوم هغه هېواد ته بوځې چې ما یې د هغوی سره وعده کړې ده او زه به ستا سره مل یم.>

۲۴حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه په کتاب کې ولیکل او پام یې کاوه چې څه شی ورڅخه پاتې نه شي. ۲۵کله چې هغه وزګار شو، هغه هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه داسې وفرمایل: ۲۶<د شریعت دا کتاب یوسئ او د خپل څښتن خدای د لوظ د صندوق په څنګ کې یې کېږدئ. دا کتاب به د دې خبرې یو ثبوت وي چې تاسو پوهېږئ چې څښتن ستاسو څخه څه غواړي چې ویې کړئ. ۲۷زه په دې پوهېږم چې هغوی څومره سرزوري او سرکش خلک دي. هغوی زما د ژوندانه په دوران کې د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده او زما د مړینې څخه وروسته به نور هم سرکش شي. ۲۸خپل ټول قبیلوي مشران او ماموران زما په مخکې راغونډ کړئ ترڅو هغوی ته دا خبرې وکړم. زه به اسمان او ځمکه د اسراییلو د قوم په مقابل کې خپل شاهدان ونیسم. ۲۹زه په دې پوهېږم چې زما د مرګ څخه وروسته به قوم بېخي فاسد شي او د هغې لارې څخه به چې ما ورته حکم کړی دی وګرځي. د وخت په تېرېدو سره به هغوی د آفت سره مخامخ شي ځکه چې هغوی به څښتن د هغو کارونو په سبب کوم چې هغه منع کړي دي په قهر کړي.>

د حضرت موسیٰ روحاني سندره

۳۰بیا حضرت موسیٰ ټوله سندره وویله او د اسراییلو ټول قوم ورته غوږ نیولی ؤ.